رومیانو ته Chapter 14

For English

Read رومیانو ته Chapter 14 Online

Read رومیانو ته Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

رومیانو ته 14

فصل 14

1. هغه خلک چې په خپل ایمان کې کمزوري دي، هغوی ومنئ، خو د هغوی سره د هغوی د عقیدو په هکله شک او بحث مه کوئ.

2. یو کس په دې عقیده دی چې هغه کولای شي چې هرڅه وخوري، خو څوک چې په ایمان کې کمزوری وي، هغه یوازې سابه خوري.

3. څوک چې هرڅه خوري، نو هغه باید هغه چاته په سپکه سترګه ونه ګوري چې هغه یې نه خوري او څوک چې هر څه نه خوري، باید د هغه چا په هکله قضاوت ونه کړي چې هرڅه خوري، ځکه چې خدای هغه قبول کړی دی.

4. ته څوک یې چې د بل چا د نوکر په هکله قضاوت کوې؟ دا چې هغه نوکر په خپل خدمت کې بریالی دی او که نه، دا د هغه د بادار پورې اړه لري. خو هغه به بریالی شي، ځکه چې څښتن کولای شي چې هغه بریالی کړي.

5. یو کس یوه ورځ د نورو ورځو نه سپېڅلی ګڼي، په داسې حال کې چې بل کس ټولې ورځې یو شان ګڼي. هرڅوک باید په دې باندې ډاډمن اوسي چې کوم فکر چې هغه یې لري، هغه سم دی.

6. څوک چې یوه ورځ سپېڅلې او مهمه ګڼي، هغه یې څښتن ته د درناوي دپاره ګڼي. څوک چې هرڅه خوري، نو څښتن ته د درناوي دپاره یې خوري، ځکه چې هغه ورباندې د خدای شکر کوي. خو څوک چې هرڅه نه خوري، هغه یې هم څښتن ته د درناوي دپاره نه خوري او د خدای شکر کوي.

7. ځکه چې زمونږ څخه هېڅوک هم د خپل ځان دپاره ژوند نه کوي او هېڅوک هم د خپل ځان دپاره نه مړ کیږي.

8. ځکه که چېرې مونږ ژوند کوو، نو د څښتن دپاره یې کوو او که مړه کېږو، نو د څښتن دپاره مړه کېږو. نو که چېرې مونږ ژوندي یو یا مړه کېږو، مونږ د څښتن یو.

9. له همدې امله مسیح مړ شو او بیا راژوندی شو، ترڅو هغه د مړو او ژوندیو دواړو څښتن وي.

10. نو بیا ته ولې د بل ایماندار په هکله قضاوت کوې؟ یا ولې بل ایماندار ته په سپکه سترګه ګورې؟ ځکه چې مونږ ټول به د خدای د قضاوت د تخت په مخکې ودرېږو.

11. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «څښتن وایي چې زه په خپل ژوند باندې قسم خورم چې هر یو به زما په مخکې په ګونډو شي او هر یو به په خپله ژبه اقرار وکړي چې زه خدای یم.»

12. نو بیا به مونږ هر یو د خپل ځان په هکله خدای ته حساب ورکوو.

13. نو راځئ چې نور د یو بل په هکله قضاوت ونه کړو، بلکې د هغې په ځای پرېکړه وکړو چې د بل ایماندار په لاره کې تیږه کېنږدو چې ورباندې وښوییږي او یا د هغه د لارې خنډ شو ترڅو ګناه وکړي.

14. زه پوهېږم او څرنګه چې زه په څښتن عیسی باندې ډاډمن یم چې هېڅ شی په خپله ناپاکه نه دی، خو څوک یې چې ناپاک ګڼي، نو د هغه دپاره ناپاکه دی.

15. که چېرې بل ایماندار په هغه خوړو باندې چې ته یې خورې خفه کیږي، نو ته نور په مینه چلند نه کوې. ته چې څه خورې په هغو باندې د هغه چا د تباهۍ او هلا کېدلو سبب مه ګرځه چې مسیح د هغه دپاره مړ شو.

16. نو څه چې ستاسو دپاره ښه دي، مه پرېږدئ چې نور ورته بد ووایي.

17. ځکه چې د خدای پاچاهي خوړل او څښل نه دي، بلکې عدالت، سوله او خوشحالي ده چې روح القدس یې ورکوي.

18. څوک چې په دې ډول د مسیح خدمت کوي، نو هغه خدای ته د منلو وړ دی او خلک یې خوښوي.

19. نو بیا راځئ چې د هغو شیانو پسې وګرځو چې زمونږ ترمنځ د سولې او سلامتۍ سبب ګرځي او یو د بل سره مرسته وکړو چې ټینګ ایمان ولرو.

20. د خوراک په خاطر د خدای کار مه خرابوئ. په حقیقت کې هرڅه پاک دي، خو دا غلطه ده چې کوم څوک هغه څه وخوري چې د نورو د ښویېدلو او ګناه سبب شي.

21. دا به ښه وي چې ته غوښه ونه خورې یا شراب ونه څښې او بل داسې کار ونه کړې چې د نورو ایماندارانو د ښویېدلو سبب شي.

22. په کوم شي چې ته عقیده لرې، هغه د خدای او په خپل منځ کې وساته. بختور دي هغه خلک چې خپل ځانونه د هغه څه په خاطر چې د هغوی په نظر کې سم دي او ترسره کوي یې، مجرم نه ګڼي.

23. خو که چېرې څوک کوم څه وخوري او په هغه باندې شکمن وي، نو هغه محکوم دی ځکه چې هغه د ایمان له مخې دا عمل نه کوي او هر عمل چې د ایمان له مخې نه وي، هغه ګناه ده.

About رومیانو ته Chapter 14

Read رومیانو ته Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: رومیانو ته
Chapter: 14
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading رومیانو ته Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is رومیانو ته Chapter 14?

رومیانو ته Chapter 14 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from رومیانو-ته

  1. رومیانو ته Chapter 7
  2. رومیانو ته Chapter 1
  3. رومیانو ته Chapter 10
  4. رومیانو ته Chapter 3
  5. رومیانو ته Chapter 6
  6. رومیانو ته Chapter 8
  7. رومیانو ته Chapter 15

Explore More from نوی عهد

  1. اعمال رسولان Chapter 11
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 3
  3. عبرانیانو ته Chapter 9
  4. مکاشفه Chapter 10
  5. مکاشفه Chapter 20
  6. لوقا Chapter 19
  7. لوقا Chapter 15

Related Chapters & Readings

  1. هوشع Chapter 9
  2. دوهم سموئیل Chapter 14
  3. رومیانو ته Chapter 4
  4. زبور Chapter 86
  5. ایوب Chapter 10
  6. زبور Chapter 71
  7. طیطوس Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *