Read رومیانو ته Chapter 16 Online
Read رومیانو ته Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
رومیانو ته 16
فصل 16
1. زه تاسو ته زمونږ خور فیبي چې د کينخریه د کلیسا خادمه ده، درپېژنم.
2. تاسو هغې ته د عیسی مسیح په نوم لکه څنګه چې د خدای د خلکو سره مناسب دي، هرکلی ووایئ او هر شي ته چې اړتیا ولري ورسره مرسته وکړئ، ځکه چې هغې د ډېرو سره مرسته کړې ده او زما سره یې هم کړې ده.
3. پریسکیلا او اکیلا ته چې د عیسی مسیح په خدمت کې زما ملګري دي، سلام ووایئ.
4. هغوی خپل ځانونه زما په خاطر په خطر کې واچول، د هغوی څخه یوازې زه نه بلکې د غیریهودیانو ټولې کلیساګانې شکرګزاري کوي.
5. د هغې کلیسا غړو ته هم سلامونه ووایئ چې د هغوی په کور کې سره راټولیږي. زما ګران دوست اپنتوس ته چې د اسیا په ولایت کې اولنی کس ؤ چې په مسیح باندې یې ایمان راوړ، هم سلامونه ووایئ.
6. مریم ته چې ستاسو دپاره یې ډېر زحمت ویستلی دی، سلام ووایئ.
7. اندرونیکاس او یونیاس ته چې زما وطنداران دي او زما سره په زندان کې وو، سلامونه ووایئ. هغوی په رسولانو کې مشهور خلک دي او زما نه مخکې یې په مسیح باندې ایمان راوړی ؤ.
8. همدارنګه امپلیاتوس ته چې په څښتن عیسی مسیح کې زما ګران ملګری دی، سلام ووایئ.
9. اوربانوس ته چې د مسیح په خدمت کې زمونږ ملګری دی او استاخیس ته چې په ما باندې ګران دی، سلامونه ووایئ.
10. اپلیس ته چې وفاداري یې مسیح ته ثابته شوې ده او د ارستبولوس کورنۍ ته زما سلامونه ووایئ.
11. زما وطندار هیرودیون او نرکیسوس د کورنۍ ایماندارانو ته سلامونه ووایئ.
12. تریفینا او تریفوسا ته چې د څښتن خدمت کوي او ګرانې پرسیس ته چې د څښتن دپاره یې ډېر زحمت ویستلی دی، سلامونه ووایئ.
13. روفس ته چې د څښتن له خوا غوره شوی دی او د هغه مور ته چې ماته هم لکه د مور په شان ده، سلامونه ووایئ.
14. اسونکریتوس، فلیګون، هرمیس، پتروباس، هرماس او نورو خویندو او ورونو ته چې د هغوی سره دي، سلامونه ووایئ.
15. فیلولوګاس، جولیه، نیریاس او د هغه خور او اولیمپیاس او ټولو ایماندارانو ته چې د هغوی سره دي، سلامونه ووایئ.
16. یو بل ته سلام ووایئ او په پاکه مینه یو بل ښکل کړئ. د مسیح ټولې کلیساګانې تاسو ته سلام وایي.
17. ای خویندو او ورونو، زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې هغو خلکو ته مو پام وي چې بې اتفاقي رامنځته کوي او نور بې لارې کوي او د هغه تعلیم په خلاف دي چې تاسو حاصل کړی دی. د هغوی څخه ځان لېرې وساتئ.
18. ځکه چې داسې خلک زمونږ د څښتن مسیح خدمت نه کوي، بلکې د خپلې خېټې دپاره کار کوي او په خوږو خبرو او غوړه مالۍ سره ساده خلک غولوي.
19. ځکه چې د څښتن څخه ستاسو اطاعت کول ټولو خلکو ته معلوم دي او له همدې امله زه ستاسو په خاطر خوشحاله یم. خو زه غواړم چې تاسو په ښه کار کې هوښیار اوسئ او په بد کار کې بې ګناه اوسئ.
20. خدای چې د سلامتۍ سرچینه ده، هغه به زر شیطان ستاسو د پښو لاندې ټوټې ټوټې کړي. په تاسو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.
21. زما همکار تیموتاوس او همدارنګه زما وطنداران لوسیوس او یاسون او سوسیپاتوس هم تاسو ته سلامونه وایي.
22. زه ترتیوس د پولوس منشي د دې لیک لیکونکی هم تاسو ته د څښتن په نوم سلامونه وایم.
23. -
24. ګایوس چې زما او د هغه په کور کې د ټولې کلیسا کوربه دی، تاسو ته سلامونه وایي او د ښار خزانه دار اراستوس او زمونږ ورور کوارتس هم تاسو ته سلامونه وایي.
25. اوس دې خدای ته جلال وي چې کولای شي تاسو په ایمان کې د عیسی مسیح د زیري له مخې چې زه یې اعلانوم او د هغه حقیقت د څرګندولو له مخې چې د پېړیو پېړیو راهیسې پټ پاتې ؤ، قوي کړي.
26. اوس دا حقیقت د پیغمبرانو د لیکنو په وسیله څرګند شوی دی او د ابدي خدای د حکم له مخې د دنیا ټولو قومونو ته ښکاره شوی دی، ترڅو هغوی ایمان راوړي او د هغه اطاعت وکړي.
27. هغه واحد او یوازېني خدای ته دې چې په هرڅه پوهیږي د عیسی مسیح په وسیله تل ترتله جلال وي. امین.
About رومیانو ته Chapter 16
Read رومیانو ته Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: رومیانو ته
Chapter: 16
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading رومیانو ته Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is رومیانو ته Chapter 16?
رومیانو ته Chapter 16 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from رومیانو-ته
- رومیانو ته Chapter 1
- رومیانو ته Chapter 7
- رومیانو ته Chapter 10
- رومیانو ته Chapter 8
- رومیانو ته Chapter 14
- رومیانو ته Chapter 3
- رومیانو ته Chapter 15
Explore More from نوی عهد
- یعقوب Chapter 4
- رومیانو ته Chapter 7
- عبرانیانو ته Chapter 10
- اول پطروس Chapter 5
- اول یوحنا Chapter 3
- رومیانو ته Chapter 14
- اعمال رسولان Chapter 12