کولسیانو ته Chapter 1

For English

Read کولسیانو ته Chapter 1 Online

Read کولسیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of کولسیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of کولسیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

کولسیانو ته 1

فصل 1

1. دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې سره د عیسی مسیح رسول دی او زمونږ د ورور تیموتاوس له خوا،

2. په مسیح کې د خدای خلکو او هغو وفادارو خویندو او ورونو ته چې په کولسیه کې دي. زمونږ د پلار خدای فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

3. کله چې مونږ ستاسو دپاره دعا کوو، نو تل زمونږ د څښتن عیسی مسیح د پلار یعنې خدای شکر کوو.

4. ځکه چې مونږ خبر شولو چې تاسو په عیسی مسیح ایمان لرئ او د خدای د ټولو خلکو سره مینه کوئ.

5. ستاسو دا ایمان او مینه د هغې هیلې څخه راپیدا کیږي چې په اسمان کې ستاسو دپاره ساتل شوی دی. تاسو د مخکې نه په دې هکله په رښتیني کلام یعنې زېري کې اورېدلي وو.

6. لکه څنګه چې دا زېری تاسو ته درورسېد، نو همداسې ټولې دنیا ته رسیږي او حاصل ورکوي. د هماغې ورځې نه چې تاسو خبر شوئ او د خدای د فضل په هکله په رښتیا سره پوه شوئ، نو په تاسو کې یې هم حاصل ورکړ.

7. تاسو د خدای د فضل په هکله د اپفراس څخه چې په کار کې زمونږ ملګری دی، زده کړل. هغه ستاسو دپاره د مسیح وفادار خدمتګار دی.

8. هغه مونږ ستاسو د هغې مینې څخه خبر کړو چې روح القدس تاسو ته درکړې ده.

9. له همدې امله د هماغې ورځې نه مو چې دا واورېدل، نو ستاسو دپاره مو تل دعا کړې ده. مونږ د خدای څخه غواړو چې تاسو په خپله اراده په پوره توګه پوه کړي، ترڅو تاسو هغه ټول حکمت او پوهه ولرئ چې د هغه روح یې درکوي،

10. ترڅو داسې ژوند وکړئ لکه څنګه چې څښتن یې غواړي او هغه په هر څه کې خوشحاله کړئ او په هر نېک کار کې ثمره ولرئ او د خدای په پېژندلو کې وده وکړئ.

11. همدارنګه زمونږ دا دعا ده چې د هغه د جلال نه ډک قدرت سره قوي شئ، ترڅو په صبر سره هرڅه وزغمئ

12. او په خوشحالۍ سره د پلار خدای شکر وباسئ چې تاسو یې د دې لایق کړي یئ چې د خپلو خلکو سره یې د رڼا د پاچاهۍ په میراث کې شریک کړئ.

13. هغه مونږ د تیارې د پاچاهۍ نه ازاد کړو او د خپل ګران زوی پاچاهۍ ته یې راوستلو.

14. د هغه په وسیله مونږ خلاصون وموند او زمونږ ګناهونه وبخښل شول.

15. مسیح د نه لیدونکي خدای تصویر او د ټولو مخلوقاتو نه لومړی زېږېدلی دی.

16. ځکه چې د هغه په وسیله ټول شیان پیدا شول، که هغه په اسمان کې دي یا په ځمکه، لیدونکي دي یا نه لیدونکي، که هغه د پاچاهۍ تختونه دي که روحاني قدرتونه دي یا حاکمان یا د واک خاوندان، ټول شیان د هغه په وسیله او د هغه دپاره پیدا شول.

17. هغه د ټولو شیانو نه مخکې وجود درلود او په هغه کې ټول شیان سره یوځای کیږي.

18. د دې تر څنګ هغه د بدن سر یعنې د کلیسا سر دی، هغه پیل دی، هغه لومړی زېږېدلی دی چې د مړو نه راپاڅېد، ترڅو په هرڅه کې لومړی ځای ولري.

19. ځکه چې دا د خدای خوښه وه چې زوی دې په خپل ځان کې د خدای کامل فطرت او خوی ولري.

20. خدای د مسیح په وسیله د ټولو شیانو سره پخلا شو او په صلیب باندې د مسیح د وینې د تویېدلو په وسیله یې د خدای او هغه څه چې په ځمکه او اسمان کې دي، ترمنځ سوله راوستله.

21. یو وخت تاسو د خدای نه لېرې وئ او د خپلو فکرونو او بدو عملونو له امله د هغه دښمنان وئ.

22. خو اوس هغه د مسیح د جسماني مرګ په وسیله تاسو د خپل ځان سره پخلا کړئ، ترڅو تاسو سپېڅلي، بې عیبه او بې له ملامتۍ څخه خپل حضور ته راولي.

23. خو بې له شکه باید تاسو په ایمان کې قوي او ټینګ پاتې شئ او هغه هیله پرېنږدئ چې د زېري په اورېدلو سره په ټوله دنیا کې اعلان شوی دی، او زه پولوس د همدې زېري خدمتګار شوم.

24. زه اوس په هغو کړاوونو کې خوشحاله یم چې ستاسو په خاطر یې تېروم، ځکه چې زه په خپل بدن کې د مسیح د بدن یعنې د کلیسا په خاطر د مسیح د تکلیفونو هغه کمی پوره کوم چې لا تر اوسه پاتې دی.

25. زه د هغې وظیفې له مخې چې خدای ستاسو په خاطر ماته راکړې ده، د کلیسا خدمتګار شوم ترڅو د خدای کلام په پوره توګه تاسو ته درورسوم،

26. یعنې هغه پټ راز چې د پېړیو او تېرو نسلونو راهیسې پټ پاتې ؤ او اوس د خدای خلکو ته ښکاره شوی دی.

27. خدای غوښتل چې تاسو غیریهودیانو ته د دې جلال نه ډکې شتمنۍ پټ راز ښکاره کړي او هغه راز دا دی چې مسیح په تاسو کې اوسیږي او هغه د جلال هیله ده.

28. مونږ د مسیح په هکله ټولو ته وعظ کوو او په هغې ټولې پوهې سره چې مونږ یې لرو، ټولو ته خبرداری ورکوو او هر یو ته تعلیم ورکوو، ترڅو هر یو د بالغو خلکو په توګه په مسیح کې خدای ته وړاندې کړو.

29. د دې دپاره زه کار کوم او زحمت وباسم، ترڅو د هغه لوی قدرت نه کار واخلم چې مسیح یې ماته راکوي او په ما کې کار کوي.

About کولسیانو ته Chapter 1

Read کولسیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of کولسیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: کولسیانو ته
Chapter: 1
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading کولسیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading کولسیانو ته Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is کولسیانو ته Chapter 1?

کولسیانو ته Chapter 1 is part of the Book of کولسیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete کولسیانو ته Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from کولسیانو-ته

  1. کولسیانو ته Chapter 4
  2. کولسیانو ته Chapter 3
  3. کولسیانو ته Chapter 2

Explore More from نوی عهد

  1. اول یوحنا Chapter 3
  2. مرقس Chapter 10
  3. اول پطروس Chapter 1
  4. مکاشفه Chapter 9
  5. لوقا Chapter 17
  6. اعمال رسولان Chapter 17
  7. یوحنا Chapter 14

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 9
  2. متلونه Chapter 22
  3. متلونه Chapter 17
  4. حزقیال Chapter 1
  5. زبور Chapter 81
  6. لوقا Chapter 14
  7. زبور Chapter 97
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *