Read یعقوب Chapter 5 Online
Read یعقوب Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یعقوب in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یعقوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یعقوب 5
فصل 5
1. ای شتمنو خلکو! زما خبره واورئ، د هغو مصیبتونو په خاطر چې په تاسو باندې راتلونکي دي، ژړا او انګولا وکړئ.
2. ستاسو شتمني تباه شوې ده او کالي مو چینجو خوړلي دي.
3. ستاسو سره زر او سپین زر زنګ وهلي او د هغوی زنګ به په تاسو شاهدي ورکوي او د اور په شان به ستاسو بدن وسوځوي. خو بیاهم تاسو د دې نړۍ په اخرو ورځو کې مال او دولت ذخیره کوئ.
4. ګورئ، کومو خلکو چې ستاسو په پټیو کې لو کړی دی او تاسو د هغوی مزدوري نه ده ورکړې، چیغې وهي او د لوګرو فریادونه د مطلق قادر څښتن غوږونو ته رسېدلي دي.
5. تاسو په نړۍ کې په عیش او عشرت ژوند تېروئ او مزې کوئ، خو اوس تاسو د هغو حیواناتو په شان یئ چې ځانونه مو د حلالولو د ورځې دپاره چاغ کړي دي.
6. تاسو بې ګناه خلک مجرمان کړل او ومو وژل او هغوی ستاسو په وړاندې ونه درېدل.
7. نو ای خویندو او ورونو! د څښتن تر راتګ پورې صبر وکړئ. ګورئ، یو دهقان څنګه د خپلې ځمکې څخه د ارزښتناکه حاصل د راټولولو په خاطر صبر کوي او د مني او پسرلي بارانونو ته انتظار وباسي.
8. نو تاسو هم باید صبر وکړئ او خپل زړونه قوي کړئ، ځکه چې د څښتن راتګ نژدې دی.
9. ای خویندو او ورونو! د یو بل څخه شکایت مه کوئ، ترڅو خدای تاسو تر خپل قضاوت لاندې ونه نیسي، ځکه چې قاضي په دروازه کې ولاړ دی.
10. ای خویندو او ورونو! کومو پیغمبرانو چې د څښتن په نوم خبرې کړې دي د هغوی صبر او کړاوونه د خپلو ځانونو دپاره مثال وګرځوئ.
11. مونږ صبر کوونکي خلک بختور ګڼو. تاسو د ایوب د صبر په هکله اورېدلي دي او خبر یئ چې څښتن په پای کې د هغه سره څنګه مرسته وکړه، ځکه چې خدای ډېر زړه سواندی او مهربانه دی.
12. ای زما خویندو او ورونو! په پای کې دا مهمه ده چې قسم ونه خورئ، نه په اسمان، نه په ځمکه او نه په کوم بل شي، بلکې ستاسو «هو» باید «هو» وي او «نه» مو «نه» وي، هسې نه چې د خدای د قضاوت لاندې راشئ.
13. که ستاسو څخه کوم څوک د کړاوونو سره مخامخ وي، نو دعا دې وکړي او که څوک خوشحاله وي، نو هغه دې د ستاینې سندرې ووایي.
14. که په تاسو کې څوک ناروغه وي، نو د کلیسا مشران دې راوغواړي چې د هغه دپاره دعا وکړي او د هغه بدن دې د څښتن په نوم په تېلو باندې غوړ کړي.
15. کومه دعا چې په ایمان سره وشي، نو ناروغ به جوړ شي. څښتن به بېرته هغه روغ کړي او که ګناه یې کړې وي، نو هغه به ورته وبخښل شي.
16. نو بیا یو بل ته د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او د یو بل دپاره دعا وکړئ چې شفا ومومئ. د نېک سړي دعا ډېره زوروره او اثرناکه وي.
17. الیاس نبي زمونږ په شان یو انسان ؤ، خو کله یې چې د زړه له کومي دعا وکړه چې باران دې ونه وریږي، نو تر درې نیمو کلونو پورې په ځمکه باندې باران ونه شو.
18. هغه یوځل بیا دعا وکړه او د اسمان څخه باران وشو او په ځمکه کې فصل پیدا شو.
19. ای زما خویندو او ورونو! که په تاسو کې څوک د رښتینې لارې څخه واوړي او بل څوک هغه بېرته راوګرځوي،
20. نو هغه دې په دې پوه شي چې هرڅوک چې یو ګناهکار د خپلې غلطې لارې څخه راوګرځوي، نو هغه د مرګ څخه ژغوري او د هغه ګناهکار ډېر ګناهونه به وبخښل شي.
About یعقوب Chapter 5
Read یعقوب Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یعقوب in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یعقوب
Chapter: 5
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یعقوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یعقوب Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یعقوب Chapter 5?
یعقوب Chapter 5 is part of the Book of یعقوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یعقوب Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 16
- اول یوحنا Chapter 5
- اول پطروس Chapter 4
- اول تیموتاوس Chapter 6
- اعمال رسولان Chapter 15
- عبرانیانو ته Chapter 10
- متی Chapter 5
Explore More from یعقوب
- یعقوب Chapter 1
- یعقوب Chapter 5
- یعقوب Chapter 3
- یعقوب Chapter 4
- یعقوب Chapter 2
- یعقوب Chapter 2
- یعقوب Chapter 1