زکریا Chapter 11

For English

Read زکریا Chapter 11 Online

Read زکریا Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زکریا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

زکریا 11

فصل 11

1. خپلې دروازې کولاو کړه، اے لبنانه، چې اور ستا د دِيار ونې وسوزوى.

2. فرياد وکړه، اے د نختر ونې، ځکه چې د دِيار ونې راغورزېدلې دى، هغه د شان او شوکت والا ونې تباه شوې دى. فرياد وکړئ، اے د بسن د څېړو ونو، ګڼ ځنګلونه هم ختم شول.

3. د قوم شپونکو فرياد ته غوږ ونيسئ، د هغوئ د څرن شنۀ ځايونه تباه شول. د زمرو غړمبار ته غوږ ونيسئ، د اُردن ګڼ ځنګلونه تباه شول.

4. مالِک خُدائ زما خُدائ پاک دا فرمائى، ”هغه ګډې وڅروه چې د حلالې دپاره نښه شوې دى.

5. د دې اخستونکى دا حلالې کړى او سزا ورته مِلاو نۀ شى. چې څوک يې خرڅوى هغوئ وائى، د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، مونږ مالداره شُو. د دې خپل شپونکى په دې رحم نۀ کوى.

6. نو زۀ به هم نور د دې مُلک په خلقو رحم ونۀ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”زۀ به هر يو خپل ګاونډى ته او خپل بادشاه ته حواله کړم. هغوئ به په مُلک ظلم وکړى، او زۀ به دوئ د هغوئ د لاسونو نه بچ نۀ کړم.“

7. نو ما د هغه ګډو شپونتوب وکړو چې د حلالولو دپاره نښه کړے شوى دى، په خاص طور مظلومې ګډې. بيا ما دوه چوکې واخستې چې يوه ”فضل“ او بله ”اتفاق“ بلل کېده، او ما پرې د ګډو شپونتوب وکړو.

8. په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم

9. او ومې وئيل، ”زۀ به نور ستاسو شپون نۀ يم. پرېږدئ چې کومې مرى هغه دې مړې شى، او چې کومې تباه کيږى هغه دې تباه شى. پرېږدئ چې کومې پاتې شى هغه دې د يو بل غوښې وخورى.“

10. بيا ما خپله امسا واخستله چې نوم يې ”فضل“ وو او ماته مې کړه، او هغه لوظ مې مات کړو چې ما ټولو قومونو سره کړے وو.

11. دا هم په هغه ورځ مات شو. او د ګډو سوداګرو چا چې ما ته کتل پوهه شول چې دا د مالِک خُدائ کلام دے.

12. ما هغوئ ته ووئيل، ”کۀ تاسو سوچ کوئ چې دا ښۀ دى، ما ته خپله مزدورى راکړئ، خو کۀ ښۀ نۀ وى، نو ځان سره يې کړئ.“ نو هغوئ ما له دېرش د سپينو زرو سيکې مزدورى راکړه.

13. او مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”دا په خزانه کښې ورغورزوه.“ دا اوچت قيمت دے کوم قيمت چې هغوئ زما ولګولو، بيا ما دا دېرش د سپينو زرو سيکې واخستلې او د مالِک خُدائ د کور په خزانه کښې مې وروغورزولې.

14. بيا ما خپله دوېمه امسا ماته کړه چې نوم يې ”اتفاقى“ وو، او د يهوداه او د اِسرائيل په مينځ کښې ورورولى مې ماته کړه.

15. بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د کم عقل شپون سامان يو ځل بيا راواخله.

16. ځکه چې زۀ يو شپون راولم په دې مُلک چې هغه به د ورک شوو پرواه نۀ کوى، يا به خوارۀ شوى نۀ لټوى، يا به زخمى شوو له شفا نۀ ورکوى، نۀ به صحتمندو له خوراک ورکوى، خو هغه به د څُرب ګډانو غوښه خورى او د دوئ سومونه به وشلوى.

17. افسوس دې په بې‌کاره شپون وى، چې رمه پرېږدى. تُوره دې د هغۀ لاس او د هغۀ ښۍ سترګه ووهى. د هغۀ لاس دې مکمل اوچ شى، او د هغۀ ښۍ سترګه دې بلکل ړنده شى.“

About زکریا Chapter 11

Read زکریا Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: زکریا
Chapter: 11
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زکریا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading زکریا Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is زکریا Chapter 11?

زکریا Chapter 11 is part of the Book of زکریا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete زکریا Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زکریا

  1. زکریا Chapter 1
  2. زکریا Chapter 2
  3. زکریا Chapter 10
  4. زکریا Chapter 9
  5. زکریا Chapter 4
  6. زکریا Chapter 3
  7. زکریا Chapter 14

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 27
  2. صفنیا Chapter 3
  3. خروج Chapter 27
  4. حزقیال Chapter 46
  5. خروج Chapter 2
  6. خروج Chapter 9
  7. خروج Chapter 19

Related Chapters & Readings

  1. میکاه Chapter 5
  2. لاویان Chapter 3
  3. متی Chapter 27
  4. استر Chapter 6
  5. اشعیا Chapter 4
  6. ارمیا Chapter 34
  7. اول تواریخ Chapter 15
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *