Read زکریا Chapter 12 Online
Read زکریا Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زکریا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
زکریا 12
فصل 12
1. د بنى اِسرائيلو په حقله دا د مالِک خُدائ پېغام دے. د هغه مالِک خُدائ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړى دى، چا چې د زمکې بنيادونه اېښى دى، او چا چې بنى آدم له ساه ورکړې ده، هغه فرمائى،
2. ”زۀ به يروشلم نه د شرابو پياله جوړه کړم چې ګېرچاپېره قومونه يې په څښلو سره سرګردانه شى، کله چې هغوئ خپل فوجيان د يهوداه او يروشلم محاصره کولو دپاره رالېږى.
3. په هغه ورځ، کله چې د زمکې ټول قومونه د دې خلاف يو ځائ شى، زۀ به د يروشلم نه د ټولو قومونو دپاره يو نۀ خوځېدونکے کاڼے جوړ کړم. هر هغه څوک چې د دې د لرې کولو کوشش کوى هغوئ به خپل ځانونه زخمى کړى.
4. په هغه ورځ به زۀ هر آس اوتر کړم او د دې سوارۀ به ليونى کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”زۀ به د يهوداه په قوم باندې نظر ساتم. خو زۀ به د دوئ د دشمنانو ټول آسونه ړاندۀ کړم.
5. بيا د يهوداه حکمرانان به په خپلو زړونو کښې وائى، د يروشلم خلق مضبوط دى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغوئ خُدائ پاک دے.
6. په هغه ورځ به زۀ د يهوداه حکمرانان لکه د لرګو اور، لکه لمبه وهونکى مشعل چې د غنمو د ګېډۍ په مينځ کښې وى جوړ کړم. دا به ښى او ګس طرف ته ګېرچاپېره ټول خلق وسوزوى، خو يروشلم به په خپل ځائ روغ رمټ پاتې شى.
7. مالِک خُدائ به د يروشلم نه وړاندې نورو يهوديانو ته کاميابې ورکړى، تر دې چې د يروشلم خلقو او د داؤد شاهى خاندان ته د يهوداه نه زيات عزت مِلاو نۀ شى.
8. په هغه ورځ به مالِک خُدائ هغه خلق بچ کړى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، نو په هغوئ کښې به د ټولو نه کمزورى د داؤد هومره طاقتور وى، او د داؤد اولاد به داسې وى لکه چې خُدائ پاک او لکه چې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خپله د هغوئ نه وړاندې روانه وى.
9. په هغه ورځ به زۀ د هغه ټولو قومونو تباه کول شروع کړم کوم چې په يروشلم حمله کوى.
10. زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.
11. په هغه ورځ به په يروشلم کښې لوئ وير وى، داسې لکه د هددرمون وير چې د مِجدو په مېدان کښې وو.
12. ټول مُلک به ماتم کوى، هره يوه قبيله به په خپله د خپلو ښځو نه جُدا يعنې، د داؤد د خاندان قبيله به خپلو ښځو نه جُدا، د ناتن قبيله به خپلو ښځو نه جُدا،
13. د ليوى قبيلې به د خپلو ښځو نه جُدا، د سِمعى قبيله به خپلو ښځو نه جُدا،
14. او هره پاتې شوې قبيله به ځان ځان له ماتم کوى او د دوئ ښځې به هم ځانله ماتم کوى.“
About زکریا Chapter 12
Read زکریا Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: زکریا
Chapter: 12
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زکریا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading زکریا Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is زکریا Chapter 12?
زکریا Chapter 12 is part of the Book of زکریا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete زکریا Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زکریا
- زکریا Chapter 1
- زکریا Chapter 2
- زکریا Chapter 10
- زکریا Chapter 9
- زکریا Chapter 4
- زکریا Chapter 3
- زکریا Chapter 14
Explore More from زوړ عهد
- اول تواریخ Chapter 22
- قاضیان Chapter 1
- اول سموئیل Chapter 31
- خروج Chapter 24
- مرثیې Chapter 1
- ایوب Chapter 10
- حزقیال Chapter 3