Read زکریا Chapter 8 Online
Read زکریا Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زکریا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
زکریا 8
فصل 8
1. بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو،
2. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”زۀ په يروشلم ډېر زيات غېرت کوم، زۀ د هغې دپاره سوزېږم.“
3. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”زۀ به صيون ته راواپس شم او په يروشلم کښې به اوسېږم. بيا به يروشلم وفادار ښار بللے شى، او د مالِک خُدائ ربُ الافواج غر به مقدس غر بللے شى.“
4. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”يو ځل بيا به زاړۀ سړى او ښځې د يروشلم په کوڅو کښې کښېنى، هر يو سره به د بوډاتوب په وجه په لاس کښې کونټۍ وى.
5. د ښار کوڅې به د هلکانو او جينکو نه ډکې وى او په کښې به لوبې کوى.“
6. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”کېدے شى چې د هغه وخت پاتې شوى خلقو ته دا ناممکنه ښکارى، خو آيا دا به ما ته هم ناممکنه ښکارى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
7. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”زۀ به خپل خلق د مشرق او مغرب د مُلکونو نه بچ کړم.
8. زۀ به هغوئ واپس راولم چې په يروشلم کښې اوسيږى، هغوئ به زما خلق وى، او زۀ به په ايماندارۍ او صداقت د هغوئ خُدائ پاک يم.“
9. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”تاسو څوک چې دا کلام اوس اورئ چې نبيانو فرمائيلے دے څوک چې هلته وُو کله چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور بنياد کېښودے شو، خپل لاسونه مضبوط کړئ چې د خُدائ پاک کور جوړ شى.
10. د هغه وخت نه مخکښې د انسان او ځناور چا دپاره هم د مزدورۍ پېسې نۀ وې. هيڅ څوک هم خپل کاروبار ته د خپلو دشمنانو په وجه په حفاظت سره نۀ شو تلے، ځکه چې ما هر سړے د خپل ګاونډى دشمن کړے وو.
11. خو زۀ به اوس د دې خلقو پاتې شوو سره داسې معامله ونۀ کړم لکه چې ما مخکښې کړې وه،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
12. ”تخم به په خير سره کَرلے کيږى، د انګورو بوټى به ښۀ مېوه کوى، زمکه به خپل فصلونه کوى، او آسمانونه به پرخه ورَوى. زۀ به دا هر څۀ د ميراث په توګه د دې خلقو ژوندى پاتې شوو ته ورکړم.
13. څنګه چې تۀ د قومونو دپاره د لعنت نښه وې، اے يهوداه او اِسرائيله، نو داسې به زۀ تا بچ کړم، او تۀ به د برکت سبب وګرځې. مۀ يرېږه، او تکړه شه.“
14. مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”څنګه چې ما په تاسو باندې د افت راوستلو پخه فېصله وکړه او هيڅ رحم مې ونۀ کړو کله چې ستاسو پلار نيکۀ زۀ غصه کړم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى،
15. ”نو اوس ما پخه اراده کړې ده چې يروشلم او يهوداه ته به برکت ورکړم. يرېږه مۀ.
16. دا هغه کارونه دى چې تاسو به يې کوئ، يو بل ته رښتيا خبره کوئ. او په خپل عدالت کښې د اِنصاف نه کار اخلئ، نو دا به امن راولى.
17. د خپل ګاونډى خلاف خرابې منصوبې مۀ جوړَوئ، او د دروغو قسمونو خوړلو سره مينه مۀ کوئ. زۀ د دې ټولو څيزونو نه نفرت کوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
18. بيا د مالِک خُدائ ربُ الافواج کلام په ما نازل شو.
19. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“
20. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، هغه وخت را روان دے چې ”ډېر خلق او د ډېرو ښارونو اوسېدونکى به يروشلم ته راشى،
21. او د يو ښار خلق به بل ته ځى او وائى به، راځئ چې په شريکه د مالِک خُدائ نه سوال وکړُو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج لټون وکړُو. زۀ په خپله هم ورځمه.
22. او ډېر خلق او طاقتور قومونه به يروشلم ته راشى چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج لټون وکړى او د هغۀ نه برکت وغواړى.“
23. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“
About زکریا Chapter 8
Read زکریا Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: زکریا
Chapter: 8
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زکریا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading زکریا Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is زکریا Chapter 8?
زکریا Chapter 8 is part of the Book of زکریا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete زکریا Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زکریا
- زکریا Chapter 1
- زکریا Chapter 9
- زکریا Chapter 10
- زکریا Chapter 2
- زکریا Chapter 14
- زکریا Chapter 7
- زکریا Chapter 4
Explore More from زوړ عهد
- حزقیال Chapter 41
- اول پادشاهان Chapter 22
- صفنیا Chapter 3
- ارمیا Chapter 33
- اول سموئیل Chapter 22
- تثنیه Chapter 22
- پیدایښت Chapter 22