Read اول قرنتیانو ته Chapter 4 Online
Read اول قرنتیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول قرنتیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول قرنتیانو ته 4
فصل 4
1. هر څوک دِ مُونږ دَ مسيح خادم اَؤ دَ خُدائے دَ رازُونو مُختار وګڼى.
2. اَؤ دلته په مُختار کښے دا خبره په کار ده چه هغه دِ ديانتدار وى.
3. خو زما دَ پاره دا هيڅ خبره نۀ ده چه تاسو يا بل اِنسانى عدالت دِ زما جاج واخلى، بلکه زَۀ په خپله هم دَ ځان جاج نۀ آخلم.
4. نو زما زړۀ ما نۀ ملامتوى خو په دے زَۀ رښتُونے کيږم نه، بلکه زما مالِک زما جاج آخلى.
5. نو دَ وخت نه وړاندے فيصله مه کوئ بلکه دَ مالِک دَ بيا راتلو اِنتظار کوئ. هغه به دَ تيارے پټے خبرے ظاهرے کړى اَؤ دَ زړُونو خيالُونه به ظاهر کړى اَؤ هغه وخت به دَ هر چا تعريف دَ خُدائے له طرفه کيږى.
6. اَئے ورُوڼو، ما په دغه خبرو کښے دَ خپل اَؤ دَ اپولوس ذکر دَ مِثال په طور وکړو دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ په وسيله دا زده کړئ. دَ ليک نه زيات مه وايئ اَؤ دَ يو په تائيد کښے دَ بل په خِلاف څۀ ونۀ وايئ.
7. نو په تاسو کښے فرق څوک کوى؟ اَؤ تا څخه کُوم داسے څيز دے چه هغه تا دَ خُدائے نه نۀ وى مُوندلے؟ اَؤ چه تا دَ خُدائے نه ومُوندلو نو بيا فخر دَ څۀ خبرے لکه تا ونۀ ومُوندل؟
8. تاسو خو اوس هم ماړۀ شوى يئ اَؤ شتمن يئ اَؤ تاسو بادشاهان شوئ. څۀ اَفسوس چه تاسو زمُونږ نه بغير بادشاهان شوئ، چه مُونږ هم درسره بادشاهى کړے وے!
9. زما په خيال چه خُدائے مُونږ رسُولان دَ ټولو نه عاجزان کړلُو اَؤ دَ هغه خلقو په شان ئے پيش کړُو په چا چه دَ وژلو حُکم شوے وى، ولے چه مُونږ دَ ټولے دُنيا، يعنے فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په وړاندے يوه تماشه شوُو.
10. مُونږ دَ مسيح په خاطر بے وقوف يُو، خو تاسو په مسيح کښے هوښيار يئ! مُونږ کمزورى يُو اَؤ تاسو زوره ور! تاسو عزتمن يئ اَؤ مُونږ سپک!
11. مُونږ تر اوسه وږى، تږى، بربنډ يُو اَؤ په سُوکُونو وهلے کيږو اَؤ بے درکه ګرزُو،
12. اَؤ په خپلو لاسُونو خوارى کوُو. خلق په مُونږ بد وائى، مُونږ ورته دُعا کوُو، هغوئ مو تنګوى، مُونږ ئے زغمو،
13. هغوئ مو بدناموى، مُونږ منت زارى کوُو. مُونږ تر نننئ ورځے دَ دُنيا دَ ډيران اَؤ دَ ټولو څيزُونو دَ ګرد په شان پاتے شوى يُو.
14. زَۀ دا خبرے ستاسو دَ شرمولو دَ پاره نۀ ليکم بلکه خپل خواږۀ فرزندان مو ګڼم اَؤ تاسو ته نصيحت کوم.
15. ولے چه که په مسيح کښے ستاسو اُستاذان په زرګُونو هم وى نو بيا هم ستاسو پلارُونه ډير نۀ دى، ځکه چه زَۀ دَ زيرى په وسيله په عيسىٰ مسيح کښے ستاسو پلار جوړ شوم.
16. نو زَۀ تاسو ته زارى کوم چه زما په شان شئ.
17. دَ دے دَ پاره ما تاسو ته تيموتيوس دروليږلو، هغه په مالِک کښے زما خوږ اَؤ ديانتدار زوئے دے، اَؤ زما هغه طريقے چه په مسيح کښے دى، تاسو ته به دريادے کړى لکه چه زَۀ په هر ځائے کښے اَؤ په هر جماعت کښے تعليم ورکوم.
18. ځنے داسے لافے کوى چه زَۀ ګنى تاسو ته درتلے نه شم.
19. خو که مالِک وغوښتل نو زَۀ به تاسو ته زر درشم اَؤ دا خبره به معلُومه کړم چه دا کبرژن خلق تشے خبرے کوى يا څۀ کولے هم شى.
20. ځکه چه دَ خُدائے بادشاهت په خبرو نه، بلکه په قُدرت ولاړ دے.
21. نو تاسو څۀ غواړئ چه زَۀ کوتک په لاس درشم يا په مينه اَؤ نرمئ؟/p>
About اول قرنتیانو ته Chapter 4
Read اول قرنتیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول قرنتیانو ته
Chapter: 4
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول قرنتیانو ته Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول قرنتیانو ته Chapter 4?
اول قرنتیانو ته Chapter 4 is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول قرنتیانو ته Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-قرنتیانو-ته
- اول قرنتیانو ته Chapter 10
- اول قرنتیانو ته Chapter 7
- اول قرنتیانو ته Chapter 14
- اول قرنتیانو ته Chapter 9
- اول قرنتیانو ته Chapter 11
- اول قرنتیانو ته Chapter 15
- اول قرنتیانو ته Chapter 13
Explore More from نوی عهد
- اول یوحنا Chapter 4
- اول یوحنا Chapter 2
- یوحنا Chapter 14
- لوقا Chapter 7
- طیطوس Chapter 1
- لوقا Chapter 12
- دوهم یوحنا Chapter 1