اول قرنتیانو ته Chapter 10

For English

Read اول قرنتیانو ته Chapter 10 Online

Read اول قرنتیانو ته Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول قرنتیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول قرنتیانو ته 10

فصل 10

1. اَئے ورُوڼو، زَۀ تاسو دَ دے نه بے خبره پاتے کيدل نۀ غواړم چه زمُونږ ټول پلارُونه نيکُونه دَ وريځے په حفاظت کښے وُو اَؤ ټول دَ سمندر نه پورے وتل.

2. اؤ ټولو په هغه وريځ اؤ په هغه سمندر کښے لکه دَ مُوسىٰ بپتسمه واخسته.

3. اَؤ ټولو يو خوراک وخوړلو،

4. اَؤ ټولو يو اوبۀ وڅښلے چه ورته دَ مُعجزے په طور ورکړے شوے وے ځکه چه هغوئ دَ هغه مُعجزے دَ ګټ نه اوبۀ وڅښلے کُوم چه دَ هغوئ سره روان وو، خو په حقيقت کښے هغه ګټ مسيح وو.

5. ولے په هغوئ کښے دَ ډيرو نه خُدائے راضى نۀ وو ځکه خو بيابان دَ هغوئ دَ مړو نه ډک شو.

6. دا خبرے زمُونږ دَ پاره يو سبق شوے چه مُونږ دَ خرابو څيزُونو خواهش ونۀ لرُو لکه څنګه چه هغوئ لرلو.

7. اَؤ تاسو بُت پرست مه جوړيږئ لکه چه په هغوئ کښے چه ځنے جوړ شوى وُو، لکه څنګه چه ليکلى دى چه : ”خلق خوراک څښاک ته کښيناستل، بيا مستئ کولو ته پورته شول.“

8. اَؤ مُونږ دِ حرامکارى ونۀ کړُو لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنو وکړه اَؤ په يوه ورځ کښے درويشت زره ووژلے شول.

9. اَؤ مُونږ دِ دَ مالِک آزميښت ونۀ کړُو لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنو وکړو اَؤ مارانو هلاک کړل.

10. اَؤ تاسو ونۀ ګوريږئ لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنے وګُوريدل اَؤ دَ هلاکت فرښتے هغوئ هلاک کړل.

11. په هغوئ دا خبرے زمُونږ دَ عبرت آخستو دَ پاره راغلے اَؤ زمُونږ دَ آخرى زمانے خلقو ته دَ نصيحت دَ پاره وليکلے شوے.

12. نو بيا چه څوک ځان مظبُوط ګڼى هغه دِ پوهه شى چه پرے نۀ وزى.

13. اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.

14. نو خوږو ملګرو! په دے وجه دَ بُت پرستى نه تښتئ.

15. زَۀ تاسو هوښيار ګڼم ځکه درسره دا خبرے کوم. زَۀ چه څۀ وايم تاسو دَ هغے په خپله جاج واخلئ.

16. هغه دَ برکت پياله کُومه چه مُونږ څښُو اَؤ دَ هغے دَ پاره دَ خُدائے شکر کوُو، آيا هغه دَ مسيح دَ وينے دَ شراکت نۀ ده څۀ؟ اَؤ هغه ډوډئ چه مُونږ ئے ماتوُو، آيا هغه دَ مسيح دَ بدن شراکت نه دے څۀ؟

17. مُونږ ډير خو يُو، بيا هم لکه څنګه چه يوه ډوډئ ده، هم دغه شان لکه دَ يو بدن جوړيږُو ځکه چه مُونږ ټول په هغه يوے ډوډئ کښے شريکيږُو.

18. څوک چه يهُوديان دى هغوئ ته وګورئ، چه دَ قُربانئ غوښه خورى، هغوئ په قُربان ګاه کښے شريک نۀ دى څۀ؟

19. نو بيا زَۀ دا وايم چه دَ بُت قُربانى څۀ وى؟ اَؤ بُت څۀ دے؟

20. نه، بلکه دا وايم چه کُومے قُربانئ چه غير يهُوديان کوى، شيطانانو ته قُربانى کوى، نۀ چه خُدائے ته، اَؤ زَۀ دا نۀ غواړم چه تاسو دَ شيطانانو سره شريک شئ.

21. تاسو دَ مالِک دَ پيالے نه اَؤ دَ شيطانانو دَ پيالے نه نۀ شئ څښلے، دَ مالِک په دسترخوان اَؤ دَ شيطانانو په دسترخوان کښے نۀ شئ شريکيدے.

22. آيا مُونږ مالِک غُصه کوُو څۀ؟ آيا مُونږ دَ هغۀ نه زوره ور يُو څۀ؟

23. هر څۀ روا دى، هو، خو هر څيز فائده مند نۀ دے. هر څۀ روا دى خو هر څيز دَ ترقئ دَ پاره ښۀ نۀ دے.

24. هر يو خپلے فائدے ونۀ لټوئ بلکه دَ نورو.

25. هر څۀ چه دَ قصابانو په دکانونو خرڅيږى هغه خورئ اَؤ دَ ضمير په خاطر سوال مه پورته کوئ.

26. ”ځکه چه مزکه اَؤ په هغے کښے هر څيز دَ مالِک دى.“

27. که څوک غير ايماندار تاسو ته ډوډئ وکړى اَؤ تاسو په تلو راضى يئ، نو هر څۀ چه درته وړاندے کيږدى هغه خورئ اَؤ دَ ضمير دَ خاطره سوال مه پورته کوئ.

28. خو که تاسو ته څوک ووائى چه دا دَ بُت دَ قُربانئ غوښه ده نو دَ هغۀ اَؤ دَ ضمير دَ خاطره هغه مه خورئ.

29. زما مطلب دا دے چه ستاسو دَ ضمير په وجه نه خو دَ بل چا.نو دَ بل سړى ضمير زما دَ آزادئ ولے فيصله کوى؟

30. که زَۀ ئے په شکر خورم، نو چه په کُوم څيز شکر وباسم نو بيا دَ هغے په سبب ولے بدنامولے شم؟

31. نو بيا چه تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا کوئ، هر څۀ دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره کوئ.

32. تاسو دَ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو اَؤ خُدائے دَ جماعت دَ پاره دَ تيندک سبب مه جوړيږئ.

33. ځکه چه زَۀ هم په ټولو خبرو کښے ټول خوشحالوم اَؤ نه خپله، خو دَ ډيرو فائده لټوم چه هغوئ خلاصُون بيا مُومى.

About اول قرنتیانو ته Chapter 10

Read اول قرنتیانو ته Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول قرنتیانو ته
Chapter: 10
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول قرنتیانو ته Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول قرنتیانو ته Chapter 10?

اول قرنتیانو ته Chapter 10 is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول قرنتیانو ته Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-قرنتیانو-ته

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 7
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 14
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 9
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 11
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 13
  6. اول قرنتیانو ته Chapter 3
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 15

Explore More from نوی عهد

  1. متی Chapter 28
  2. لوقا Chapter 21
  3. یعقوب Chapter 4
  4. مرقس Chapter 5
  5. لوقا Chapter 2
  6. یوحنا Chapter 3
  7. یهودا Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 24
  2. اعمال رسولان Chapter 8
  3. ارمیا Chapter 26
  4. ارمیا Chapter 44
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. اشعیا Chapter 57
  7. متلونه Chapter 10
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *