Read اول قرنتیانو ته Chapter 9 Online
Read اول قرنتیانو ته Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول قرنتیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول قرنتیانو ته 9
فصل 9
1. ولے زَۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ رسُول نۀ يم څۀ؟ ما عيسىٰ نه دے ليدلے چه زمُونږ مالِک دے څۀ؟ تاسو په مالِک کښے زما دَ خدمت ميوه نۀ يئ څۀ؟
2. که زَۀ دَ نورو دَ پاره رسُول نۀ يم نو ستاسو دَ پاره خو بيشکه يم ځکه چه تاسو په خپله په مالِک کښے زما په رسالت مُهر يئ.
3. څوک چه زما آزميښت کوى هغوئ ته زما دغه جواب دے،
4. آيا مُونږ ته دَ خوراک څښاک اِختيار نِشته څۀ؟
5. مُونږ ته دا اِختيار نِشته څۀ لکه څنګه چه نور رسُولان اَؤ دَ مالِک ورُوڼه اَؤ کيفا کوى، مُونږ هم څوک ايمانداره خور په نِکاح واخلُو اَؤ دَ ځان سره ئے وګرزوُو؟
6. يواځے زَۀ اَؤ برنبا دَ ژوند تيرولو دَ پاره په خوارئ مزدُورئ پړ يُو څۀ؟
7. آيا تاسو دَ داسے فوځى په حقله آؤريدلى دى چه په فوځ کښے نوکرى کوى اَؤ دَ خپله جيبه خورى؟ څوک داسے دے چه دَ انګُورو باغ ولګوى اَؤ ميوه ئے نۀ خورى څۀ؟ يا څوک چه رمه څروى نو دَ هغے پئ نۀ څښى څۀ؟
8. آيا زَۀ دا خبره دَ بنى آدم دَ قياس په مُطابق کوم؟ يا تورات داسے نۀ وائى؟
9. لکه چه دَ مُوسىٰ په تورات کښے ليکلى دى چه : ”په غوبل کښے دَ غوائى خُلے ته کورے مه اچوه.“ ولے ستاسو دا خيال دے چه خُدائے دَ غوايانو فکر کوى څۀ؟
10. يا خاص زمُونږ دَ پاره فرمائى؟ هو، دا ئے زمُونږ دَ پاره ليکلى دى ځکه چه مُناسب دى چه قُلبه کوُونکے په اُميد قُلبه وکړى اَؤ غوبل کوُونکے دِ دَ برخے دَ مُوندلو په اُميد غوبل کوى.
11. نو بيا چه مُونږ ستاسو دَ پاره رُوحانى څيزُونه وکړل نو آيا دا څۀ لويه خبره ده چه مُونږ ستاسو دَ مادى څيزُونو فصل وريبو؟
12. چه دَ نورو په تاسو دا اِختيار شته نو آيا زمُونږ به دَ دے نه زيات نۀ وى څۀ؟خو مُونږ دَ دے اِختيار نه کار وانۀ خستو خو مُونږ دَ هر څيز زغم کوُو چه زمُونږ له کبله دَ مسيح په زيرى کښے څۀ حرج نۀ وى.
13. آيا تاسو نۀ يئ خبر چه څوک چه دَ خُدائے دَ کور خدمت کوى، هغه دَ خُدائے دَ کور دَ نزرانے نه خورى اَؤ څوک چه دَ قُربانګاه خدمتګار دى، هغوئ دَ قُربانئ حصه مُومى؟
14. دغه شان مالِک هم مُقرر کړى دى چه دَ زيرى آؤروُونکے دِ دَ زيرى په وسيله ګُزاره کوى.
15. خو ما خپل دَ دے حق نه چرے هم فائده وانۀ خسته اَؤ نۀ مے دا دَ دے دَ پاره وليکل چه زَۀ دَ دے نه فائده واخلم ځکه چه زما دَ پاره دَ دے نه مړ کيدل غوره دى. هيڅوک زما فخر بے ځايه کولے نۀ شى.
16. که زَۀ زيرے آؤروم نو په دى څۀ فخر نۀ کوم ځکه چه دا خو زما فرض دى. بلکه اَفسوس دے په ما، که زَۀ زيرے وانۀ وروم!
17. ځکه چه که دا په خپلے مرضئ وکړم نو زما دَ پاره اَجر دے، خو دا خپل فرض ګڼم ځکه چه خُدائے دا ما ته سپارلے دے.
18. نو بيا ما ته څۀ اَجر ملاويږى؟ دا چه زيرے آؤروم نو مُفت ئے آؤروم، ځکه چه کُوم اِختيار چه ما ته دَ زيرى په حقله حاصل دے دَ هغے په مُطابق دَ خپل حق نه پُوره فائده وانۀ خلم.
19. اګر که زَۀ دَ ټولو خلقو نه آزاد يم بيا هم ما ځان دَ ټولو خلقو غُلام کړو، دَ پاره دَ دے چه نور زيات خلق دَ مسيح دَ پاره راکښم.
20. زَۀ دَ يهُوديانو دَ پاره يهودى شوم چه يهوديان راکښم. ځکه چه هغوئ دَ مُوسىٰ دَ شريعت منُونکى دى، دَ هغوئ دَ رااړولو دَ پاره ما ځان دَ هغوئ دَ شريعت په شان کړو، سره دَ دے چه زَۀ دَ هغوئ دَ شريعت دَ لاندے نۀ يم.
21. دَ غير يهوديانو دَ پاره دَ غير يهُوديانو په شان شوم چه غير يهُوديان دَ مسيح دَ پاره راکښم، سره دَ دے چه دَ خُدائے په نزد بے شرعے نۀ يم بلکه دَ مسيح په شريعت يم.
22. دَ کمزورو دَ پاره کمزورے شوم چه کمزورے راکښم. زَۀ دَ ټولو خلقو دَ پاره هر څۀ جوړ شوم چه په څۀ نه څۀ سبب ځنے بچ کړم.
23. اَؤ زَۀ هر څۀ دَ زيرى دَ خاطره کوم چه زَۀ ټول دَ هغۀ برکتُونه حاصل کړم.
24. آيا تاسو نۀ يئ خبر چه په منډه کښے منډے خو ټول وهى ولے اِنعام يو ګټى؟ تاسو هم داسے منډه ووهئ چه وئے ګټئ.
25. اَؤ هر يو لوبغاړے دِ هر قِسم پرهيز کوى. هغه خلق خو دا څۀ دَ هغه سهرے دَ پاره کوى کُومه چه مړاوے کيږى، خو مُونږ ئے دَ هغه سهرے دَ پاره کوُو چه مړاوے کيږى نه.
26. نو بيا زَۀ هم دَ يو خاص مقصد په شکل کښے دغه شان منډه وهم، زَۀ دغه شان په سُوکونو جنګ کوم خو دَ هغۀ په شان نه چه باد په سُوکُونو وهى.
27. بلکه زَۀ خپل ځان وهم ټکوم اَؤ هغه په قابُو کښے ساتم ځکه چه داسے ونۀ شى چه نورو ته زيرے واؤروم اَؤ په خپله رد کړے شم.
About اول قرنتیانو ته Chapter 9
Read اول قرنتیانو ته Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول قرنتیانو ته
Chapter: 9
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول قرنتیانو ته Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول قرنتیانو ته Chapter 9?
اول قرنتیانو ته Chapter 9 is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول قرنتیانو ته Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-قرنتیانو-ته
- اول قرنتیانو ته Chapter 10
- اول قرنتیانو ته Chapter 7
- اول قرنتیانو ته Chapter 14
- اول قرنتیانو ته Chapter 11
- اول قرنتیانو ته Chapter 13
- اول قرنتیانو ته Chapter 3
- اول قرنتیانو ته Chapter 15
Explore More from نوی عهد
- یوحنا Chapter 20
- غلاطیانو ته Chapter 6
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 13
- لوقا Chapter 3
- متی Chapter 10
- یوحنا Chapter 11
- یوحنا Chapter 5