اول قرنتیانو ته Chapter 13

For English

Read اول قرنتیانو ته Chapter 13 Online

Read اول قرنتیانو ته Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول قرنتیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول قرنتیانو ته 13

فصل 13

1. که چرے زَۀ دَ فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په ژبه خبرے کوم اَؤ مينه نۀ لرم نو زَۀ ټنګيدُونکے پيتل يا شرنګيدُونکے چڼچڼے يم.

2. که زَۀ نبوت کولے شم اَؤ که ټول پټ حقيقت ما ته معلُوم وى اَؤ که دَ ټولو علمُونو ماهر شم اَؤ که زما ايمان به تر دے مظبُوط وى چه غرُونه وخوزوم، خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ نۀ يم.

3. که زَۀ خپل ټول مال په خلقو وخوروم تر دے چه خپل بدن سوزولو ته ورکړم، خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ فائده نِشته.

4. مينه صابره ده، مينه مهربانه ده اَؤ هيچا سره کينه نۀ لرى، مينه نۀ خو لافے وهى اَؤ نۀ لوئى کوى،

5. نۀ بے ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسے ګرزى، نۀ غصه کوى اَؤ نۀ بدګُمانى کوى.

6. مينه دَ نورو دَ بدو حساب نۀ ساتى اَؤ نۀ دَ نورو په بدکارئ خوشحاليږى بلکه په رښتياؤ خوشحاليږى.

7. داسے هيڅ څيز نِشته چه مينه ئے زغملے نۀ شى، په هر څۀ يقين کوى، دَ هر څۀ اُميد لرى اَؤ دَ هر څۀ زغم کوى.

8. دَ مينے زوال نِشته. که نبيان وى نو دَ هغوئ کار به ختم شى، که ژبے وى نو ختمے به شى، که علم وى نو فنا به شى،

9. ځکه چه زمُونږ علم اَؤ زمُونږ نبوت ناقِص دى.

10. خو کله چه کامِل راشى نو ناقِص به تير شى.

11. کله چه زَۀ ماشُوم وم نو دَ ماشُومانو غوندے خبرے مے کولے، دَ ماشُومانو په شان طبيعت مے وو اَؤ دَ ماشُومانو په شان مے پوهه وه، خو هر کله چه ځوان شوم نو دَ ماشُوموالى خبرے مے پريښودلے.

12. اوس مُونږ ته دا په آئينه کښے تَت تَت ښکارى خو په هغه وخت به ئے مخامخ ووينُو. په دے وخت زما عِلم ناقِص دے خو په هغه وخت به په پُوره طور وپيژندلے شم لکه چه خُدائے زَۀ پيژندلے يم.

13. لنډه دا چه ايمان، اُميد اَؤ مينه درے واړه پاتے کيږى خو په دوئ کښے مينه افضله ده.

About اول قرنتیانو ته Chapter 13

Read اول قرنتیانو ته Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول قرنتیانو ته
Chapter: 13
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول قرنتیانو ته Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول قرنتیانو ته Chapter 13?

اول قرنتیانو ته Chapter 13 is part of the Book of اول قرنتیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول قرنتیانو ته Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-قرنتیانو-ته

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 10
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 7
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 14
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 11
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 9
  6. اول قرنتیانو ته Chapter 3
  7. اول قرنتیانو ته Chapter 15

Explore More from نوی عهد

  1. یوحنا Chapter 13
  2. یوحنا Chapter 15
  3. یوحنا Chapter 11
  4. متی Chapter 14
  5. متی Chapter 27
  6. اعمال رسولان Chapter 18
  7. اعمال رسولان Chapter 23

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 31
  2. خروج Chapter 33
  3. اول تیموتاوس Chapter 4
  4. ناحوم Chapter 2
  5. ارمیا Chapter 11
  6. اول سموئیل Chapter 3
  7. خروج Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *