Read افسیانو ته Chapter 2 Online
Read افسیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of افسیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
افسیانو ته 2
فصل 2
1. تاسو یو وخت د خپلې سرغړونې او ګناهونو له امله مړه وئ،
2. او د دې دنیا په کږو لارو باندې روان وئ او د فضا د روحاني قدرتونو د واکمن یعنې د هماغه روح څخه مو پیروي کوله چې اوس په نافرمانو خلکو کې کار کوي.
3. یو وخت مونږ هم لکه د هغوی په شان د خپلو جسماني غوښتنو له مخې ژوند تېراوه او خپلې نفساني او فکري غوښتنې مو پوره کولې. مونږ هم لکه د نورو انسانانو په شان په طبیعي توګه د خدای د غضب لایق وو.
4. خو خدای چې په رحم غني دی ځکه زمونږ سره یې ډېره مینه وکړه،
5. حتی کله چې مونږ د خپلو سرغړونو له امله مړه شوي وو، هغه مونږ د مسیح سره یوځای د مړو نه راپورته کړو، نو د هغه د فضل په وسیله تاسو خلاصون وموند.
6. خدای مونږ د عیسی مسیح سره په یووالي کې هم راپورته کړو او مونږ یې د هغه سره په اسماني ځایونو کې کښېنولو.
7. هغه داسې وکړ ترڅو په راتلونکو زمانو کې د خپل فضل لویه او بې اندازې شتمني د خپلې مهربانۍ له مخې په عیسی مسیح کې مونږ ته ښکاره کړي.
8. ځکه چې تاسو د خدای د فضل په سبب او ایمان له لارې خلاصون موندلی دی او دا ستاسو خپل کار نه دی بلکې دا د خدای یو نعمت دی.
9. خلاصون ستاسو د کار نتیجه نه ده، نو هېڅوک فخر نه شې کولای.
10. ځکه چې مونږ د هغه په لاس جوړ شوي یو او په عیسی مسیح کې د نېکو کارونو دپاره پیدا شوي یو چې خدای د مخکې نه زمونږ دپاره تیار کړي وو ترڅو سرته یې ورسوو.
11. نو له دې امله یاد ساتئ چې یو وخت تاسو غیریهودیان د سنت شویو په نظر کې چې دا خپله یو جسماني عمل دی او د انسان په وسیله سرته رسیږي، ناسنت شوي ګڼل کېدلئ.
12. یاد ساتئ چې تاسو په هغه زمانه کې د مسیح نه جدا وئ او د اسراییلو په قوم کې شامل نه وئ او تاسو د خدای د هغو لوظونو نه بې برخې وئ چې د هغې وعدې له مخي شوي وو چې خدای د خپلو خلکو سره کړې وه. تاسو په دې دنیا کې نا امیده او د خدای نه لرې ژوند کاوه.
13. خو اوس تاسو په عیسی مسیح کې چې یو وخت د خدای نه لېرې وئ د هغه د وینې په وسیله هغه ته نژدې شوي یئ.
14. ځکه چې مسیح زمونږ سوله او سلامتي ده او هغه دوه ډلې سره یو کړلې او د خپل بدن په وسیله یې د دښمنۍ هغه دېوال وران کړ چې هغوی یې سره بېل کړي وو.
15. هغه شریعت د هغه د حکمونو او مقرراتو سره منسوخ کړ، ترڅو په خپل بدن کې د دې دوه قبیلو نه یو نوی قوم جوړ کړي او سوله او سلامتي راولي.
16. مسیح په صلیب باندې د خپل مرګ په وسیله دواړه قبیلې په یو بدن کې د خدای سره پخلا کړې ترڅو د یهودیانو او غیریهودیانو دښمني له منځه یوسي.
17. هغه راغی ترڅو د سولې او سلامتۍ زېری تاسو ته چې د خدای نه لېرې وئ او هغوی ته چې خدای ته نژدې وو، اعلان کړي.
18. ځکه چې مونږ دواړه د مسیح په وسیله په یو روح القدس کې پلار خدای خواته ورنژدې کېږو.
19. نو نور تاسو پردي او مسافر نه یئ بلکې د خدای د خلکو وطنداران او د خدای د کورنۍ غړي یئ.
20. تاسو د رسولانو او پیغمبرانو په بنیاد جوړ شوي یئ چې عیسی مسیح په خپله د هغه بنیاد اصلي تیږه ده.
21. په هغه کې د ودانۍ ټولې برخې سره یوځای کیږي او په څښتن کې ترې یو سپېڅلی کور جوړیږي او وده کوي.
22. نو ستاسو نه هم په هغه کې د نورو سره یو کور جوړیږي چې خدای د خپل روح په وسیله په هغه کې اوسیږي.
About افسیانو ته Chapter 2
Read افسیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: افسیانو ته
Chapter: 2
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading افسیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading افسیانو ته Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is افسیانو ته Chapter 2?
افسیانو ته Chapter 2 is part of the Book of افسیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete افسیانو ته Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from افسیانو-ته
- افسیانو ته Chapter 1
- افسیانو ته Chapter 5
- افسیانو ته Chapter 6
- افسیانو ته Chapter 4
- افسیانو ته Chapter 3
Explore More from نوی عهد
- متی Chapter 20
- یوحنا Chapter 20
- مرقس Chapter 8
- افسیانو ته Chapter 1
- غلاطیانو ته Chapter 5
- یوحنا Chapter 12
- اعمال رسولان Chapter 27