Read افسیانو ته Chapter 1 Online
Read افسیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of افسیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
افسیانو ته 1
فصل 1
1. دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې د عیسی مسیح رسول دی، د خدای هغو خلکو ته چې د افسیس په ښار کې دي او عیسی مسیح ته وفادار دي.
2. زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
3. ثنا او صفت دې وي خدای ته یعنې زمونږ د څښتن عیسی مسیح پلار ته چې مونږ ته یې په مسیح کې په اسماني ځایونو کې هر ډول روحاني برکتونه راکړي دي.
4. ځکه چې هغه مونږ د دنیا د پیدایښت نه مخکې په مسیح کې غوره کړو، ترڅو د هغه په نظر کې سپېڅلي او بې عیبه واوسو.
5. د خپلې ارادې او خوښې له مخې یې په مینه د مخکې نه پرېکړه کړې ده چې د عیسی مسیح په وسیله مونږ د خپلو اولادونو په توګه قبول کړي.
6. خدای داسې وکړل ترڅو مونږ ته د هغه د جلال نه ډک فضل دپاره چې مونږ ته یې په خپل ګران زوی کې په سخاوتمندانه توګه راکړی دی، ثنا ووایو.
7. د هغه د ډېر زیات فضل له مخې مونږ په هغه کې د هغه د زوی د وینې په وسیله خلاصون وموند، یعنې سرغړونو مو وبخښل شول،
8. چې هغه په ټول حکمت او پوهې سره په پرېمانه توګه مونږ ته راکړ.
9. خدای د خپلې خوښې له مخې چې په مسیح کې عملي کړی ؤ، د خپلې ارادې پټ راز مونږ ته ښکاره کړ.
10. دا نقشه به په یو سم وخت کې پوره کیږي چې هغه ټول شیان که په اسمان کې دي یا په ځمکه کې د مسیح د واک او اختیار لاندې سره یوځای شي.
11. خدای چې هرڅه د خپلې ارادې او مقصد له مخې سرته رسوي، مونږ یې غوره کړو چې په مسیح کې د هغه خپل خلک واوسو، ځکه چې مونږ یې د مخکې نه د خپلې ارادې له مخې غوره کړي وو.
12. نو بیا مونږ چې لومړني خلک وو چې مسیح ته هیله من شولو، باید د هغه د جلال او لویۍ ثنا او صفت وکړو.
13. تاسو هم چې کله رښتینی کلام یعنې خپل د خلاصون زېری واورېد او په هغه باندې مو ایمان راوړ، نو خدای تاسو ته د روح القدس په درکولو سره چې مخکې یې وعده کړې وه، په تاسو باندې د خپل ملکیت مهر ولګاوه.
14. همدا روح دی چې د خدای له خوا مونږ ته د هغه د میراث ضمانت دی چې مونږ به یې تر لاسه کوو. خدای مونږ په بیه واخیستلو چې د هغه خلک واوسو، ترڅو د هغه د جلال او لویۍ صفت وشي.
15. له دې امله کله چې زه ستاسو د ایمان نه چې په څښتن عیسی باندې یې لرئ او د هغې مینې نه چې د خدای د ټولو خلکو سره یې کوئ، خبر شوم،
16. نو ستاسو په خاطر مې خدای ته شکر کول پرېنښودل او تاسو تل په خپلو دعاګانو کې یادوم.
17. زه د څښتن عیسی مسیح د خدای څخه چې د جلال نه ډک پلار دی، غواړم چې هغه تاسو ته د حکمت او الهام روح درکړي، ترڅو هغه په ښه توګه وپېژنئ.
18. زه دعا کوم چې ستاسو د زړونو سترګې دې روښانه شي، ترڅو په دې پوه شئ چې هغه تاسو په کومې هیلې سره رابللي یئ یعنې هغه پرېمانه او شانداره میراث ته چې هغه خپلو خلکو ته ساتلی دی،
19. او په دې هم پوه شئ چې زمونږ ایماندارانو دپاره د هغه قدرت څومره بې حده او ډېر لوی دی.
20. دا هماغه لوی قدرت دی چې هغه ترې کار واخیست کله چې مسیح یې د مړو نه بېرته راژوندی کړ او په اسماني ځایونو کې یې خپل ښي لاس ته کښېناوه
21. او هغه یې د هر حکومت، د واک خاوند، هر قدرت او بل هر لوړ مقام نه چې کولای شو نوم یې واخلو اوچت کړ، یوازې په دې دنیا کې نه بلکې په راتلونکې دنیا کې هم.
22. خدای ټول شیان د مسیح په اختیار کې ورکړل او هغه یې د کلیسا دپاره د ټولو شیانو سر کړ
23. او کلیسا د مسیح بدن دی چې په خپله د مسیح په وسیله کامل کیږي او په همدې وخت کې ټول شیان د هغه په وسیله کامل کیږي.
About افسیانو ته Chapter 1
Read افسیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: افسیانو ته
Chapter: 1
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading افسیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading افسیانو ته Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is افسیانو ته Chapter 1?
افسیانو ته Chapter 1 is part of the Book of افسیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete افسیانو ته Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from افسیانو-ته
- افسیانو ته Chapter 6
- افسیانو ته Chapter 5
- افسیانو ته Chapter 2
- افسیانو ته Chapter 4
- افسیانو ته Chapter 3
Explore More from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 11
- لوقا Chapter 3
- لوقا Chapter 19
- کولسیانو ته Chapter 4
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 6
- لوقا Chapter 17
- اعمال رسولان Chapter 10