غلاطیانو ته Chapter 1

For English

Read غلاطیانو ته Chapter 1 Online

Read غلاطیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of غلاطیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of غلاطیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

غلاطیانو ته 1

فصل 1

1. دا لیک د پولوس رسول له خوا چې هغه نه د انسان له خوا ټاکل شوی او نه د انسان له خوا رالېږل شوی بلکې د عیسی مسیح او پلار خدای له خوا چې عیسی یې له مړو نه راژوندی کړی دی.

2. ټول ایمانداران چې دلته زما سره دي د غلاتیې ټولو کلیساګانو ته سلامونه وایي.

3. زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

4. هغه عیسی چې خپل ژوند یې زمونږ د ګناهونو په خاطر قربان کړ، ترڅو د خدای یعنې زمونږ د اسماني پلار د ارادې سره سم مونږ د دې اوسنۍ بدکارې زمانې څخه خلاص کړي.

5. د خدای جلال دې تل ترتله وي. امین.

6. زه په دې ډېر حیران یم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چې د مسیح په فضل یې رابللي یئ او بل زېری منئ.

7. حال دا چې بل زېری نشته. خو ځینې خلک شته چې غواړي ستاسو فکرونه ګډوډ او د مسیح زېری بدل کړي.

8. خو که مونږ یا حتی د اسمان یوه فرښته بې له هغه زېري څخه چې مونږ تاسو ته واوراوه، کوم بل زېری واوروي، نو لعنت دې ورباندې وي.

9. لکه څنګه چې مخکې مې درته وویل، اوس یې یوځل بیا درته وایم: هرڅوک چې بې له هغه زېري نه چې تاسو قبول کړی دی، د کوم بل زېري تبلیغ درته وکړي، نو لعنت دې وي ورباندې.

10. ایا زه اوس کوښښ کوم چې انسان راضي وساتم یا خدای؟ که چېرې زما مقصد د خلکو خوشحالول وي، نو د مسیح خدمتګار به نه یم.

11. زما خویندو او ورونو! زه غواړم تاسو په دې پوه شئ چې هغه زېری چې ما تاسو ته واوراوه، هغه د انسان له خوا جوړ شوی زېری نه دی.

12. هغه ما د چا له خوا تر لاسه کړی نه دی او نه چا راته زده کړی دی، بلکې خپله عیسی مسیح راته ښکاره کړی دی.

13. تاسو به زما د تېر ژوند په هکله چې کله ما د یهودي مذهب څخه پیروي کوله، اورېدلې وي چې څنګه په بې رحمۍ سره به مې د خدای کلیسا ځوروله او کوښښ به مې کاوه چې هغه له منځه یوسم.

14. زه په یهودیت کې د خپل قوم د خپلو ډېرو همزولو نه مخکې وم او د خپلو نیکونو په روایتونو باندې ټینګ ولاړ وم.

15. خو د خدای رضا په دې کې وه چې زه یې د زېږېدلو نه مخکې د مور په ګېډه کې غوره کړم او د خپل فضل په وسیله یې راوبللم،

16. چې خپل زوی ماته راښکاره کړي، ترڅو غیریهودیانو ته د هغه په هکله زېری ورسوم. په دې کار کې ما د هېچا سره مشوره نه ده کړې

17. او نه اورشلیم ته لاړم، ترڅو د هغو خلکو سره ووینم چې زما نه مخکې رسولان وو، بلکې عربستان ته لاړم او وروسته بېرته دمشق ته راستون شوم.

18. درې کاله وروسته اورشلیم ته لاړم، ترڅو د پطروس سره وپېژنم او پنځلس ورځې د هغه سره پاتې شوم.

19. خو ما پرته د عیسی مسیح د ورور یعقوب نه نور رسولان ونه لیدل.

20. زه چې تاسو ته څه لیکم هغه رښتیا دي. خدای پوهیږي چې زه دروغ نه وایم.

21. وروسته بیا د سوریې او قیلیقیې سیمو ته لاړم.

22. په یهودیې کې د مسیح د کلیساګانو غړو زه نه پېژندلم.

23. هغوی یوازې اورېدلي وو چې خلکو به ویل: «هغه چا چې مونږ به یې ځورولو، اوس د هماغه ایمان په هکله وعظ کوي چې یو وخت یې د هغه د له منځه وړلو کوښښ کاوه.»

24. او هغوی زما په خاطر د خدای ثنا وویله.

About غلاطیانو ته Chapter 1

Read غلاطیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of غلاطیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: غلاطیانو ته
Chapter: 1
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading غلاطیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading غلاطیانو ته Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is غلاطیانو ته Chapter 1?

غلاطیانو ته Chapter 1 is part of the Book of غلاطیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete غلاطیانو ته Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from غلاطیانو-ته

  1. غلاطیانو ته Chapter 6
  2. غلاطیانو ته Chapter 5
  3. غلاطیانو ته Chapter 3
  4. غلاطیانو ته Chapter 4
  5. غلاطیانو ته Chapter 2

Explore More from نوی عهد

  1. مرقس Chapter 10
  2. افسیانو ته Chapter 5
  3. کولسیانو ته Chapter 3
  4. رومیانو ته Chapter 9
  5. کولسیانو ته Chapter 1
  6. افسیانو ته Chapter 6
  7. مکاشفه Chapter 17

Related Chapters & Readings

  1. رومیانو ته Chapter 6
  2. اول پادشاهان Chapter 6
  3. اول پادشاهان Chapter 20
  4. اشعیا Chapter 45
  5. مرثیې Chapter 3
  6. پیدایښت Chapter 19
  7. شمېر Chapter 33
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *