اعمال رسولان Chapter 6

For English

Read اعمال رسولان Chapter 6 Online

Read اعمال رسولان Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اعمال رسولان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اعمال رسولان 6

فصل 6

1. په هغو ورځو کې چې د عیسی د پیروانو شمېر زیاتېده، نو یوناني ژبو یهودیانو د عبراني ژبو یهودیانو څخه شکایت وکړ چې د ورځني خوراک د وېشلو په وخت کې یوناني ژبو یهودي کونډو ښځو ته خپله برخه نه ورکول کیږي.

2. نو هغو دولسو رسولانو ټول ایمانداران راوغوښتل او ویې ویل: «دا زمونږ دپاره مناسبه نه ده چې نورو ته د خوړو د رسولو په خاطر خلکو ته د خدای د پیغام رسول پرېږدو.

3. نو ای خویندو او ورونو! د خپل منځ څخه اووه تنه چې نېک نامه او د روح القدس څخه ډک او د حکمت لرونکي خلک وي غوره کړئ، ترڅو د دې کارونو مسوولیت د هغوی په غاړه واچوو.

4. خو مونږ به خپل وخت په دعا کولو او د خدای د کلام په وعظ او تعلیم ورکولو تېروو.»

5. د رسولانو دا نظر د ټولو خوښ شو، نو هغوی استیفان چې ډېر ایمانداره سړی ؤ او د روح القدس څخه ډک ؤ او فیلیپوس، پروکروس، نیکانور، تیمون، پرمیناس او نیکولاوس چې یهودي شوی ؤ او د سوریې د انطاکیې څخه ؤ، غوره کړل.

6. هغوی دا کسان رسولانو ته وروپېژندل او رسولانو د هغوی په سرونو باندې خپل لاسونه کېښودل او د هغه دپاره یې دعا وکړه.

7. نو د خدای کلام په پرله پسې توګه خپرېده او په اورشلیم کې د ایماندارانو شمېر زیاتېده او ډېرو کاهنانو هم ایمان راوړ.

8. استیفان چې د خدای د فضل او قدرت څخه ډک ؤ، د خلکو په منځ کې به یې ډېر حیرانوونکي کارونه کول او معجزې به یې ښودلې.

9. خو ځینې خلک چې د ازادو خلکو په نوم د کنیسې غړي وو چې د قیروان او سکندریې د ښارونو او نور خلک چې د قیلیقیې او اسیا د ولایتونو څخه وو، راپورته شول او د استیفان سره یې بحث پیل کړ.

10. خو استیفان داسې په حکمت او د روح القدس په قدرت سره خبرې کولې چې هغوی نه شو کولای د هغه په وړاندې ودریږي.

11. نو هغوی ځینې خلک ولمسول چې ووایي: «مونږ واورېدل چې استیفان د موسی او خدای په ضد کفر ویل.»

12. نو په دې ډول هغوی خلک، مشران او د شریعت عالمان راوپارول او استیفان یې ونیوه او شورا ته یې راوست.

13. بیا هغوی څو تنه د دروغو شاهدان راوستل او دې شاهدانو وویل: «دا سړی تل د دې سپېڅلي کور او د موسی د شریعت په خلاف خبرې کوي.

14. مونږ د هغه څخه واورېدل چې ویل یې: ‹عیسی ناصري به دا د خدای کور وران کړي او کوم دودونه او دستورونه چې موسی مونږ ته راکړي دي هغه به بدل کړي.›»

15. نو په شورا کې چې کوم خلک ناست وو هغوی ټولو په ځیر سره استیفان ته کتل او ویې لیدل چې د هغه مخ لکه د فرښتې د مخ په شان ځلېده.

About اعمال رسولان Chapter 6

Read اعمال رسولان Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اعمال رسولان
Chapter: 6
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اعمال رسولان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اعمال رسولان Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اعمال رسولان Chapter 6?

اعمال رسولان Chapter 6 is part of the Book of اعمال رسولان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اعمال رسولان Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اعمال-رسولان

  1. اعمال رسولان Chapter 16
  2. اعمال رسولان Chapter 15
  3. اعمال رسولان Chapter 13
  4. اعمال رسولان Chapter 9
  5. اعمال رسولان Chapter 5
  6. اعمال رسولان Chapter 3
  7. اعمال رسولان Chapter 28

Explore More from نوی عهد

  1. لوقا Chapter 17
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 5
  3. متی Chapter 6
  4. متی Chapter 28
  5. لوقا Chapter 16
  6. مکاشفه Chapter 21
  7. متی Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 76
  2. یوحنا Chapter 2
  3. زبور Chapter 143
  4. پیدایښت Chapter 50
  5. زبور Chapter 47
  6. اول تیموتاوس Chapter 2
  7. حزقیال Chapter 20
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *