افسیانو ته Chapter 5

For English

Read افسیانو ته Chapter 5 Online

Read افسیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of افسیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

افسیانو ته 5

فصل 5

1. لکه د خدای د ګرانو اولادونو په شان د هغه د مثال نه پیروي وکړئ.

2. په مینې سره ژوند وکړئ، لکه څنګه چې مسیح زمونږ سره وکړه او خپل ځان یې زمونږ دپاره د خوشبویه نذرانې او قربانۍ په توګه خدای ته وړاندې کړ.

3. خو ستاسو په هکله دې د هېڅ ډول جنسي بد اخلاقي او حتی د هېڅ ډول ناپاکۍ او حرص خبرې نه وي، ځکه چې دا د خدای د خلکو سره مناسب نه دي.

4. په تاسو کې دې چټلې، کم عقلې خبرې یا بې ادبه ټوکې هم نه وي، ځکه چې دا ټولې بېځایه خبرې دي، بلکې د هغو په ځای د خدای شکر ادا کړئ.

5. ډاډه اوسئ چې هېڅ ډول جنسي بد اخلاق، ناپاک یا حریص انسان ته (ځکه چې حرص یو ډول بت پرستي ده) د مسیح او خدای په پاچاهۍ کې میراث نشته.

6. مه پرېږدئ چې څوک مو په پوچو او بې معنی خبرو وغولوي، ځکه چې د همدې شیانو له امله د خدای غضب په هغو خلکو باندې نازلیږي چې نافرمانه وي.

7. نو د داسې خلکو سره په کارونو کې مه شریک کېږئ.

8. که څه هم تاسو یو وخت په تیاره کې وئ، خو اوس په څښتن کې په رڼا کې یئ. نو د رڼا د اولادونو په شان ژوند کوئ.

9. ځکه چې د رڼا مېوه نېکي، عدالت او حقیقت دی.

10. کوښښ وکړئ ترڅو دا معلومه کړئ چې څښتن په څه شي خوشحالیږي.

11. د تیارې په بې ګټې کارونو کې برخه مه اخلئ، بلکې هغه رسوا کړئ.

12. حتی د هغو کارونو په هکله خبرې کول چې هغوی یې په پټه کوي، هم د شرم خبره ده.

13. خو په کوم شي باندې چې رڼا وځلیږي، نو هغه به ښکاره شي،

14. ځکه چې رڼا هرڅه ښکاره کوي. نو له همدې امله ویل شوي دي:«ای ویده، راویښ شهاو د مړو نه راپاڅېږهنو د مسیح رڼا به په تا باندې وځلیږي.»

15. نو پام کوئ چې څه ډول ژوند کوئ. د کم عقلو په شان ژوند مه کوئ، بلکې د هوښیارانو په شان ژوند کوئ.

16. د هرې موقعې نه ښه ګټه واخلئ، ځکه چې زمانه خرابه ده.

17. نو کم عقل کېږئ مه، بلکې په دې ځان پوه کړئ چې د څښتن رضا څه ده.

18. په شرابو ځانونه مه مستوئ، ځکه چې ستاسو ژوند تباه کوي، بلکې د روح القدس نه ډک شئ.

19. یو د بل سره زبورونه، مذهبي او روحاني سندرې وایئ او د زړه له کومي څښتن ته سندرې او خوږې نغمې وایئ.

20. د هرڅه دپاره تل پلار خدای ته زمونږ د څښتن عیسی مسیح په نوم شکر وباسئ.

21. همدارنګه مسیح ته د درناوي په خاطر د یو بل تابعداري کوئ.

22. ای ښځو، د خپلو مېړونو داسې تابعدارې اوسئ لکه څنګه چې د څښتن عیسی مسیح تابعداري کوئ.

23. ځکه چې هر مېړه د خپلې ښځې سر دی لکه څنګه چې مسیح د کلیسا یعنې د خپل بدن سر دی او هغه خپله د هغې خلاصوونکی دی.

24. نو لکه څنګه چې کلیسا د مسیح تابع ده، همداسې دې ښځې هم په هر شي کې د خپلو مېړونو تابع اوسي.

25. ای مېړونو، د خپلو ښځو سره داسې مینه کوئ لکه څنګه چې مسیح د کلیسا سره کوله او خپل ځان یې د هغې دپاره قربان کړ.

26. هغه داسې وکړل تر څو کلیسا د اوبو او کلام په وسیله ووینځي او هغه پاکه او سپېڅلې کړي.

27. هغه داسې وکړل، ترڅو د ځان دپاره داسې د شان او شوکت نه ډکه کلیسا تیاره کړي چې بې داغه، بې ګونجو او کوم بل عیب په کې نه وي، بلکې سپېڅلې او بې عیبه وي.

28. همدارنګه مېړونه باید د خپلو ښځو سره داسې مینه وکړي لکه څنګه چې د خپل بدن سره یې کوي. هرڅوک چې د خپلې ښځې سره مینه کوي، نو د خپل ځان سره مینه کوي.

29. هېڅوک هم د خپل بدن نه کرکه نه کوي بلکې هغه ته خواړه ورکوي او پام ورباندې کوي، لکه څنګه چې مسیح یې د کلیسا دپاره کوي،

30. ځکه چې مونږ د هغه د بدن غړي یو.

31. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي او دواړه یو بدن شي.»

32. دا یو لوی راز دی او زه د مسیح او کلیسا په هکله خبرې کوم.

33. خو په هر حال، په تاسو کې دې هر مېړه باید د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مینه وکړي او هره ښځه هم باید د خپل مېړه درناوی وکړي.

About افسیانو ته Chapter 5

Read افسیانو ته Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: افسیانو ته
Chapter: 5
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading افسیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading افسیانو ته Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is افسیانو ته Chapter 5?

افسیانو ته Chapter 5 is part of the Book of افسیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete افسیانو ته Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from افسیانو-ته

  1. افسیانو ته Chapter 1
  2. افسیانو ته Chapter 6
  3. افسیانو ته Chapter 2
  4. افسیانو ته Chapter 4
  5. افسیانو ته Chapter 3

Explore More from نوی عهد

  1. یوحنا Chapter 5
  2. دوهم پطروس Chapter 3
  3. یعقوب Chapter 4
  4. غلاطیانو ته Chapter 3
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 8
  6. مرقس Chapter 7
  7. لوقا Chapter 23

Related Chapters & Readings

  1. متلونه Chapter 31
  2. ارمیا Chapter 48
  3. حزقیال Chapter 19
  4. روت Chapter 2
  5. ایوب Chapter 11
  6. مرثیې Chapter 3
  7. زبور Chapter 66
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *