Read افسیانو ته Chapter 4 Online
Read افسیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of افسیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
افسیانو ته 4
فصل 4
1. نو زه چې د څښتن په خاطر بندي یم، ستاسو نه غوښتنه کوم چې داسې ژوند وکړئ چې د هغې بلنې وړ وي چې تاسو تر لاسه کړې ده.
2. هر کله په عاجزۍ، نرمۍ، صبر او په مینې سره یو بل وزغمئ.
3. ډېر کوښښ وکړئ هغه یووالی وساتئ چې روح القدس یې په سوله او سلامتي کې رامنځته کوي.
4. لکه څنګه چې یو بدن او یو روح القدس دی، نو همداسې یوه هیله ده چې خدای تاسو ورته رابللي یئ.
5. یو څښتن دی، یو ایمان او یو د تعمید غسل،
6. یو خدای او د ټولو پلار چې د ټولو نه اوچت دی، زمونږ د ټولو په وسیله کار کوي او په ټولو کې اوسیږي.
7. خو مونږ هر یو ته د مسیح د سخاوت له مخې یو نعمت راکړل شوی دی.
8. له همدې امله لیکل شوي دي:«کله چې پورته لوړو ځایونو ته وروخوت،یووړل یې ځانه سره زیات بندیاناو خلکو ته یې ورکړل نعمتونه.»
9. کله چې وایي: «هغه پورته لوړو ځایونو ته وروخوت» د دې معنی څه ده، ایا معنی یې دا نه ده چې هغه مخکې د ځمکې ډېر ښکته ځای ته کوز شوی ؤ؟
10. نو بیا هغه څوک چې ښکته راکوز شو، دا هماغه دی چې د ټولو اسمانونو نه پورته وخوت، ترڅو ټول کاینات د خپل حضور نه ډک کړي.
11. دا خپله هماغه څوک ؤ چې خلکو ته یې نعمتونه ورکړل چې ځینې یې رسولان، ځینې یې پیغمبران، ځینې یې زېري رسوونکي، ځینې یې شپانه او ښوونکي وټاکل.
12. هغه داسې وکړل ترڅو د خدای خلک د کار او خدمت دپاره تیار کړي، د دې دپاره چې د مسیح بدن ته وده ورکړي
13. ترڅو مونږ ټول هغه یووالی چې په ایمان او د خدای د زوی په پوره پېژندلو کې دی، تر لاسه کړو او په ایمان کې بالغان شو او د مسیح په اندازه کامل شو.
14. نو نور به مونږ ماشومان نه یو چې د څپو په وسیله اخوا دې خوا وغورځول شو او د انساني هر ډول تعلیم د باد په وسیله دلته او هلته یووړل شو او نه به نور د خلکو د چالاکۍ او د ټګۍ نه ډکو دسیسو له امله بې لارې کېږو.
15. نو د دې په ځای مونږ باید په مینه حقیقت ووایو او په هر حال کې په مسیح کې چې سر دی، وده وکړو.
16. د هغه تر لاس لاندې د بدن ټول غړي د هغو بندونو په وسیله چې د هغو دپاره تیار شوي دي، سره یوځای کوي او نښلوي. کله چې د بدن هر غړی په مناسب ډول خپل کار کوي، نو ټول بدن وده کوي او په مینه خپل ځان جوړوي.
17. زه تاسو ته د څښتن په نوم دا وایم او په هغې باندې ټینګار کوم چې تاسو باید نور د غیریهودیانو په شان چې په خپلو باطلو خیالونو کې اوسیږي، ژوند ونه کړئ.
18. هغوی د خپلو خیالونو په تیارو کې ډوب دي. هغوی د هغه ژوند نه چې خدای یې ورکوي، بې برخې شوي دي، ځکه چې هغوی جاهلان او زړونه یې سخت دي.
19. هغوی خپل د شرم احساس له لاسه ورکړی او خپل ځانونه یې عیاشۍ ته تسلیم کړي دي او په شوق سره هر ډول ناپاکه کارونه کوي.
20. خو دا هغه څه نه دي چې تاسو د مسیح په هکله زده کړي دي.
21. څرنګه چې تاسو بې له شکه د عیسی په هکله اورېدلي دي او هغه حقیقت مو زده کړی دی چې په هغه کې دی،
22. نو تاسو د خپل د ګناه نه ډک زوړ فطرت او د ژوند تېرولو د پخوانۍ لارې څخه چې د نفساني غوښتنې او غولونې له امله فاسدې شوې دي، لاس واخلئ.
23. خو پرېږدئ چې ستاسو روحونه او ذهنونه په کامله توګه نوي شي
24. او تاسو د نوي فطرت لباس واغوندئ چې په رښتیني عدالت او پاکوالي کې د خدای په څېره کې پیدا شوی دی.
25. نو بیا د دروغ ویلو نه لاس واخلئ او یو بل ته رښتیا وایئ، ځکه چې مونږ ټول د یو بدن غړي یو.
26. د قهر په وخت کې ګناه مه کوئ او مه پرېږدئ چې ستاسو قهر د لمر پرېوتولو پورې دوام وکړي
27. او شیطان ته موقعه مه ورکوئ چې تاسو وسوسه کړي.
28. غل دې نوره غلا نه کوي، بلکې د هغې په ځای دې زحمت وباسي او په خپلو لاسونو دې صادقانه کار وکړي، ترڅو د هغه سره هم یو څه وي چې محتاجو خلکو ته یې ورکړي.
29. مه پرېږدئ چې د خولې نه مو بدې خبرې راووځي، بلکې ستاسو خبرې دې ښې، په خپل وخت او د نورو دپاره مرسته کوونکې وي. نو څوک چې ستاسو خبرې واوري، د هغوی دپاره به د فضل سبب شي.
30. د خدای روح القدس مه خفه کوئ، چا چې په تاسو باندې د خدای د ملکیت مهر لګولی دی او د هغې ورځې ضمانت دی چې تاسو به په کې خلاصون ومومئ.
31. د تریخوالی، قهر، غضب، شورماشور، تور لګولو او هر ډول بدۍ نه لاس واخلئ.
32. د دې په ځای په یو بل مهربانه او زړه سواندي اوسئ او لکه څنګه چې خدای په مسیح کې تاسو وبخښلئ، نو تاسو هم یو بل وبخښئ.
About افسیانو ته Chapter 4
Read افسیانو ته Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of افسیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: افسیانو ته
Chapter: 4
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading افسیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading افسیانو ته Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is افسیانو ته Chapter 4?
افسیانو ته Chapter 4 is part of the Book of افسیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete افسیانو ته Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from افسیانو-ته
- افسیانو ته Chapter 1
- افسیانو ته Chapter 5
- افسیانو ته Chapter 6
- افسیانو ته Chapter 2
- افسیانو ته Chapter 3
Explore More from نوی عهد
- اول قرنتیانو ته Chapter 6
- طیطوس Chapter 1
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 3
- دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3
- متی Chapter 14
- مرقس Chapter 9
- لوقا Chapter 2