قاضیان Chapter 21

For English

Read قاضیان Chapter 21 Online

Read قاضیان Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of قاضیان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

قاضیان 21

فصل 21

1. اوپه هغه وخت کې چې اسراییلیان په مصفه کې سره راغونډ شوي وو هغوی داسې قسم خوړلی ؤ: <زمونږ څخه به هیڅوک خپله لور بنیامینیانو ته په نکاح نه ورکوي.>

2. نو د اسراییلو قوم بیت ئیل ته لاړ او هلته تر ماښامه پورې د خدای په حضور کې کښېناستل. هغوی په لوړ اواز سره سخت وژړل

3. او ویې ویل: <ای د اسراییلو څښتن خدایه، د اسراییلو سره ولې داسې وشول؟ د بنیامین قبیله ولې د اسراییلو له منځ څخه ورکه شي؟>

4. بله ورځ سهار وختي خلکو د قربانۍ ځای جوړ کړ او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې یې وړاندې کړې.

5. بیا هغوی د یو او بل څخه پوښتنه وکړه: <د اسراییلو له ټولو قبیلو څخه داسې کومه ډله شته چې د مصفې په غونډه کې د څښتن په حضور کې نه وه حاضره شوې؟> (هغوی په کلکه دا قسم خوړلی ؤ چې هرڅوک چې په مصفه کې د څښتن په حضور کې حاضر نه شي، هغه دې ووژل شي.)

6. نو د اسراییلو خلکو د خپلو بنیامیني ورونو دپاره افسوس کاوه او ویل به یې: <نن اسراییلو د خپلو قبیلو څخه یوه قبیله له لاسه ورکړه.

7. اوس د هغو بنیامینیانو دپاره چې ژوندي پاتې شوي دي څه وکړو چې د هغوی دپاره ښځې پیدا کړو؟ ځکه چې مونږ د څښتن په نوم قسم خوړلی دی چې خپلې لورګانې به هغوی ته نه ورکوو.>

8. کله چې هغوی پوښتنه وکړه: <آیا د اسراییلو د قبیلو څخه کومه ډله د مصفې په غونډه کې حاضره شوې نه وه؟>، هغوی ته معلومه شوه چې د یابیش څخه چې په جلعاد کې دی هیڅوک نه ؤ راغلی.

9. ځکه کله چې هغوی خلک وشمېرل، نو ورته معلومه شوه چې له یابیش جلعاد څخه هیڅوک هلته نه ؤ.

10. نو غونډې خپل دولس زره زړور نفر ولېږل او هغوی ته یې دا حکم ورکړ: <لاړ شئ او د یابیش ټول خلک د ښځو او ماشومانو سره ووژنئ،

11. ټول نارینه او همدارنګه هغه ټولې ښځې چې پېغلې نه وي ووژنئ.>

12. هغوی د جلعاد په یابیش باندې حمله وکړه او د څلور سوه پېغلو سره چې هلته یې پیدا کړې وې د شیلوه کمپ ته چې د کنعان په خاوره کې ؤ راستانه شول.

13. بیا ټولې غونډې هغو پاتې بنیامینیانو ته چې د رمون د ګټ سره اوسېدل، یو پیغام ولېږه او هغوی ته یې د سولې وړاندیز وکړ.

14. نو بنیامینیان بېرته راغلل او اسراییلیانو هغوی ته د یابیش هغه انجونې چې ژوندۍ پاتې شوې وې ورکړې. خو دا انجونې د هغوی ټولو دپاره بس نه وې.

15. د اسراییلو خلک په بنیامینیانو باندې ډېر خفه وو ځکه چې څښتن د هغوی د قبیلو ترمنځ تشه پیدا کړې وه.

16. نو د غونډې مشرانو وویل: <د بنیامین د قبیلې ټولې ښځې وژل شوې دي. نو څه باید وکړو چې د هغوی پاتې سړیو ته ښځې پیدا کړو؟

17. پاتې ژوندي بنیامینیان باید وارثان ولري، ترڅو د اسراییلو یوه قبیله د تل دپاره له منځه لاړه نه شي.

18. مونږ نه شو کولی چې خپلې لورګانې هغوی ته ورکړو، ځکه چې مونږ قسم خوړلی دی چې هرڅوک چې بنیامینیانو ته لور ورکړي په هغه باندې دې لعنت وي.>

19. بیا هغوی دا فکر وکړ چې په شیلوه کې د څښتن دپاره کلنی جشن نیول کیږي. (شیلوه د بیت ئیل په شمال او د لبونه په جنوب کې او د هغې لارې په ختیځ کې ده چې د شکیم او بیت ئیل ترمنځ ده.)

20. هغوی بنیامینیانو ته وویل: <لاړ شئ او د انګورو په باغونو کې پټ شئ

21. او هلته انتظار وباسئ. کله چې د شیلوه نجونې د جشن په دوران کې د نڅا دپاره بیرون راووزي، تاسو د انګورو له باغونو څخه راووزئ او د هغو څخه هر یو خپلو ځانونو ته یوه یوه نجلۍ په زور راونیسئ او له ځان سره یې د بنیامین خاورې ته بوځئ چې ستاسو ښځې شي.

22. که چېرې د هغوی پلرونه او ورونه تاسو ته راشي او اعتراض وکړي، نو تاسو کولی شئ چې هغوی ته داسې ووایئ: مهرباني وکړئ مونږ ته اجازه راکړئ چې هغوی وساتو، ځکه چې مونږ هغوی د جنګ په دوران کې له تاسو څخه نه دي نیولې چې زمونږ ښځې شي. څرنګه چې تاسو هغوی مونږ ته نه دي راکړې، نو تاسو د خپل قسم په ماتولو ګناهکار نه یاست.>

23. بنیامینیانو همداسې وکړل. هغوی هر یو له هغو نجونو څخه چې په شیلوه کې یې نڅا کوله یوه یوه نجلۍ د خپل ځان دپاره راونیوله او هغوی یې خپلې سیمې ته یوړې. بیا هغوی خپل ښارګوټي بېرته آباد کړل او هلته اوسېدل.

24. نو اسراییلیان هم هر یو بېرته خپلې قبیلې، خپلې کورنۍ او خپلې ځمکې ته لاړ.

25. په هغه زمانه کې اسراییلو پادشاه نه درلود، نو هرچا به هغه کارونه کول چې زړه یې غوښتل.

About قاضیان Chapter 21

Read قاضیان Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: قاضیان
Chapter: 21
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading قاضیان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading قاضیان Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is قاضیان Chapter 21?

قاضیان Chapter 21 is part of the Book of قاضیان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete قاضیان Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from قاضیان

  1. قاضیان Chapter 18
  2. قاضیان Chapter 4
  3. قاضیان Chapter 1
  4. قاضیان Chapter 10
  5. قاضیان Chapter 17
  6. قاضیان Chapter 15
  7. قاضیان Chapter 9

Related Chapters & Readings

  1. اول پادشاهان Chapter 4
  2. ارمیا Chapter 25
  3. رومیانو ته Chapter 16
  4. اعمال رسولان Chapter 14
  5. متلونه Chapter 23
  6. اول تسالونیکیانو ته Chapter 3
  7. لاویان Chapter 13
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *