قاضیان Chapter 10

For English

Read قاضیان Chapter 10 Online

Read قاضیان Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of قاضیان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

قاضیان 10

فصل 10

1. د ابیملک له مړینې څخه وروسته د فواه زوی او د دودو لمسی تولع د اسراییلو د ژغورلو دپاره راغی. هغه د یساکار له قبیلې څخه ؤ او د افرایم په غرنۍ سیمه کې د شامیر په ښارګوټي کې اوسېده.

2. هغه درویشت کاله د اسراییلو مشر ؤ. بیا هغه مړ شو او په شامیر کې ښخ کړای شو.

3. له تولع څخه وروسته جلعادي یائیر راغی. هغه دوه ویشت کاله د اسراییلو مشر ؤ.

4. هغه دېرش زامن درلودل چې هر یو خپل خر درلود. هغوی په جلعاد کې دېرش ښارګوټي درلودل چې تر نن ورځې پورې د یائیر د ښارګوټو په نوم یادیږي.

5. کله چې یائیر مړ شو هغه په قامون کې ښخ کړای شو.

6. اسراییلیانو یو ځل بیا د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د بعل او عشتاروت بتانو او د سوریې، صیدون، موآب، عمون او فلسطین خدایانو ته یې په عبادت لاس پورې کړ. هغوی څښتن پرېښود او د هغه عبادت کول یې بس کړل.

7. نو څښتن په هغوی باندې په قهر شو او هغوی یې فلسطینیانو او عمونیانو ته په لاس ورکړل،

8. اتلس کاله هغوی ظلم وکړ او ټول اسراییلیان یې چې په جلعاد کې د اردن د سیند ختیځ خواته د اموریانو په هېواد کې اوسېدل وځورول.

9. عمونیان د یهودا، بنیامین او افرایم د قبیلو سره د جګړې دپاره حتیٰ د اردن له سیند څخه تېر شول. اسراییلیان په ډېر لوی مصیبت اخته شول.

10. بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل: <مونږ ستا په مقابل کې ګناه کړې ده ځکه چې ته زمونږ خدای یې او مونږ ته پرېښودلې او د بعل د بتانو عبادت مو شروع کړ.>

11. څښتن هغوی ته دا ځواب ورکړ: <هغه وخت چې مصریانو، اموریانو، عمونیانو، فلسطینیانو،

12. صیدونیانو، عمالیقیانو او معونیانو په تاسو باندې ظلم کاوه او تاسو ماته فریاد وکړ، آیا له هغوی څخه مې ونه ژغورلئ؟

13. خو تاسو زه پرېښودم او د نورو خدایانو عبادت مو وکړ، نو زه به نور تاسو ونه ژغورم.

14. لاړ شئ هغو خدایانو ته فریاد وکړئ چې تاسو خپلو ځانونو دپاره غوره کړي دي. کله چې د تکلیف سره مخامخ کېږئ نو پرېږدئ چې هغوی مو وژغوري.>

15. خو د اسراییلو خلکو څښتن ته وویل: <مونږ ګناه کړې ده. څه چې ستا خوښه وي زمونږ سره یې وکړه، خو اوس مونږ له عمونیانو څخه وژغوره.>

16. نو هغوی له پردیو خدایانو څخه لاس واخیست او د څښتن عبادت یې شروع کړ. نو څښتن نور د هغوی تکلیفونه نه شول لیدلی.

17. بیا د عمونیانو لښکرې د جنګ دپاره تیارې شوې او په جلعاد کې یې خېمې ودرولې. اسراییلیان سره راغونډ شول او د جلعاد په مصفه کې یې خېمې ودرولې.

18. د جلعاد مشرانو یو او بل ته وویل: <هرچا چې اول په عمونیانو باندې حمله وکړه، هغه به د جلعاد د ټولو خلکو مشر شي.>

About قاضیان Chapter 10

Read قاضیان Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: قاضیان
Chapter: 10
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading قاضیان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading قاضیان Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is قاضیان Chapter 10?

قاضیان Chapter 10 is part of the Book of قاضیان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete قاضیان Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from قاضیان

  1. قاضیان Chapter 5
  2. قاضیان Chapter 6
  3. قاضیان Chapter 13
  4. قاضیان Chapter 7
  5. قاضیان Chapter 9
  6. قاضیان Chapter 18
  7. قاضیان Chapter 16

Related Chapters & Readings

  1. پیدایښت Chapter 30
  2. دوهم تواریخ Chapter 30
  3. لوقا Chapter 24
  4. لوقا Chapter 19
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 14
  6. زبور Chapter 119
  7. متی Chapter 21
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *