Read قاضیان Chapter 12 Online
Read قاضیان Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of قاضیان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
قاضیان 12
فصل 12
1. تد افرایم نفر د جګړې دپاره تیار شول. هغوی د اردن له سیند څخه صافون ته پورې وتل او یفتاح ته یې وویل: <کله چې ته د عمونیانو سره د جګړې دپاره تللې، مونږ دې ولې د مرستې دپاره راونه غوښتلو؟ اوس به مونږ ستا کور ستا سره یوځای وسوزوو!>
2. مګر یفتاح هغوی ته وویل: <ما او زما قوم د عمونیانو سره سخته شخړه درلوده. ما ستاسو څخه مرسته وغوښتله، خو تاسو زمونږ سره مرسته ونه کړه.
3. کله چې ما ولیدل چې تاسو مرسته نه کوئ، نو ما خپل ژوند په خطر کې واچاوه او د هغوی سره د جګړې دپاره له سرحد څخه واوښتلم او څښتن ماته په هغوی باندې بری راکړ. اوس راغلي یئ چې زما سره جګړه وکړئ؟>
4. خو د افرایم خلکو وویل: <تاسو د جلعاد خلک فقط د افرایم مهاجرین یئ. او اوس هم په هغې خاوره کې اوسېږئ چې هغه د افرایم او منسي خاوره ده.>نو یفتاح د جلعاد لښکرې سره راټولې کړلې. بیا هغوی حمله وکړه او د افرایم لښکرو ته یې ماتې ورکړه.
5. جلعادیانو د اردن د سیند څخه د تېرېدلو ټولې لارې ونیولې چې د افرایمیانو د تېښتې مخه ونیسي. نو کله به چې د افرایمیانو څخه کوم یو غوښتل چې د اردن له سیند څخه تېر شي، نو د جلعاد خلکو به ورڅخه پوښتنه کوله چې <آیا ته افرایمی یې؟> که چېرې هغه به وویل چې <نه!>،
6. نو هغوی به ویل چې <صحیح ده، ته شبولت ووایه.> مګر هغه به <سبولت> ویل ځکه چې هغه به یې صحیح نه شو تلفظ کولی، نو هغه نفر به یې نیوه او هلته به یې واژه. په هغه وخت کې دوه څلوېښت زره افرایمیان د اردن د سیند په غاړه ووژل شول.
7. یفتاح شپږ کاله د اسراییلو مشري وکړه. بیا هغه مړ شو او په جلعاد کې په خپل ښارګوټي کې ښخ کړای شو.
8. له یفتاح څخه وروسته ابصان چې د بیت لحم څخه ؤ د اسراییلو مشري وکړه.
9. هغه دېرش زامن او دېرش لورګانې درلودلې. هغه خپلې لورګانې نورو طایفو ته په نکاح ورکړې او د نورو طایفو څخه یې دېرش انجونې راوستلې چې خپلو زامنو ته یې په نکاح کړي. ابصان اووه کاله د اسراییلو مشري وکړه.
10. بیا هغه مړ شو او په بیت لحم کې ښخ کړای شو.
11. له ابصان څخه وروسته ایلون چې د زبولون د قبیلې څخه ؤ لس کاله د اسراییلو مشري وکړه.
12. بیا هغه مړ شو او د زبولون د سیمې په ایالون نومي ځای کې ښخ کړای شو.
13. له ایلون څخه وروسته د هلیل زوی عبدون چې د فرعتون څخه ؤ د اسراییلو مشر شو.
14. هغه څلوېښت زامن او دېرش لمسیان درلودل چې هر یو به په خپل خر سپرېده. عبدون اته کاله د اسراییلو مشري وکړه.
15. بیا هغه مړ شو او د افرایم په سیمه فرعتون کې چې د عمالیقیانو په غرنۍ سیمه کې پروت ؤ ښخ کړای شو.
About قاضیان Chapter 12
Read قاضیان Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: قاضیان
Chapter: 12
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading قاضیان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading قاضیان Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is قاضیان Chapter 12?
قاضیان Chapter 12 is part of the Book of قاضیان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete قاضیان Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from قاضیان
- قاضیان Chapter 15
- قاضیان Chapter 21
- قاضیان Chapter 3
- قاضیان Chapter 11
- قاضیان Chapter 2
- قاضیان Chapter 18
- قاضیان Chapter 17