قاضیان Chapter 17

For English

Read قاضیان Chapter 17 Online

Read قاضیان Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of قاضیان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

قاضیان 17

فصل 17

1. د افرایم په غرنۍ سیمه کې یو سړی چې نوم یې میکا ؤ اوسېده.

2. یوه ورځ هغه خپلې مور ته وویل: <آیا هغه یوولس سوه مثقاله سپین زر دې په یاد دي چې ستا څخه غلا شوي وو؟ کله چې تا هغه نفر ته چې هغه یې پټ کړي وو ښېرې وکړلې زه په هغه ځای کې وم. دا کار ما کړی ؤ.>مور یې وویل: <زویه څرنګه چې تا اقرار وکړ نو څښتن دې تاته برکت درکړي!>

3. هغه سپین زر بېرته خپلې مور ته ورکړل او هغې وویل: <زه دا سپین زر د خپل زوی له خوا څښتن ته وقف کوم. له دې څخه به د لرګي د بت په جوړولو کې چې د سپینو زرو پوښ به ورته ورکړل شي کار واخیستل شي. نو زه به دا سپین زر بېرته تاته درکړم.>

4. خو هغه دا سپین زر بېرته خپلې مور ته ورکړل. هغې دوه سوه مثقاله سپین زر واخیستل او یو زرګر ته یې ورکړل او هغه د لرګي یو بت جوړ کړ او د سپینو زرو پوښ یې ورته ورکړ. بیا یې هغه د میکا په کور کې کېښود.

5. میکا بتخانه درلوده. هغه یو څو بتان او یو سپېڅلی پېشبند جوړ کړ او له خپلو زامنو څخه یې یو تن د خپل کاهن په توګه وټاکه.

6. په هغه زمانه کې اسراییلو پادشاه نه درلود، نو هرچا به هغه کارونه کول چې زړه یې غوښتل.

7. په دې وخت کې یو ځوان لاوي ؤ چې د یهودا د بیت لحم په ښارګوټي کې اوسېده.

8. هغه د بیت لحم څخه لاړ چې د اوسېدلو دپاره کوم بل ځای پیدا کړي. هغه په لاره کې د میکا کور ته چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ راغی.

9. میکا له هغه څخه پوښتنه وکړه: <ته د کوم ځای څخه راغلی یې؟>هغه په ځواب کې وویل: <زه لاوي یم او په یهودا کې د بیت لحم یم. د اوسېدلو دپاره ځای لټوم.>

10. میکا وویل: <زما سره واوسېږه او زما مشاور او کاهن شه. زه به تاته په کال کې لس مثقاله سپین زر، یو څه کالي او ډوډۍ درکوم.>

11. ‏-

12. نو هغه ځوان لاوي په دې راضي شو چې د میکا سره واوسیږي او میکا هغه د کاهن په توګه وټاکه. هغه د میکا په کور کې اوسېده او میکا د هغه سره لکه د خپلو زامنو په شان رویه کوله.

13. میکا وویل: <اوس زه پوهېږم چې څښتن به راته برکت راکړي، ځکه چې دغه لاوي زما کاهن دی.>

About قاضیان Chapter 17

Read قاضیان Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: قاضیان
Chapter: 17
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading قاضیان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading قاضیان Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is قاضیان Chapter 17?

قاضیان Chapter 17 is part of the Book of قاضیان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete قاضیان Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. لاویان Chapter 10
  4. زبور Chapter 22
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from قاضیان

  1. قاضیان Chapter 7
  2. قاضیان Chapter 13
  3. قاضیان Chapter 18
  4. قاضیان Chapter 6
  5. قاضیان Chapter 2
  6. قاضیان Chapter 15
  7. قاضیان Chapter 19

Related Chapters & Readings

  1. اول پادشاهان Chapter 8
  2. اول سموئیل Chapter 26
  3. زبور Chapter 88
  4. شمېر Chapter 23
  5. قاضیان Chapter 3
  6. تثنیه Chapter 8
  7. دوهم تواریخ Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *