قاضیان Chapter 3

For English

Read قاضیان Chapter 3 Online

Read قاضیان Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of قاضیان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

قاضیان 3

فصل 3

1. نو څښتن په کنعان کې ځینې قومونه پرېښودل چې د هغوی په وسیله هغه اسراییلیان وازمایي چې د کنعان په جګړو کې یې برخه نه وه اخیستې.

2. هغه د دې دپاره دا کار وکړ چې د اسراییلو هر نوی نسل باید دا زده کړي چې څنګه جګړه وکړي، په خاصه توګه هغه خلک چې مخکې د جګړې ډګر ته نه وو تللي.

3. هغه قومونه چې په دې خاوره کې پاتې شوي وو دا وو: هغه فلسطینیان چې په پنځو ښارونو کې وو، ټول کنعانیان، صیدونیان او همدارنګه حویان چې د لبنان په غرونو کې د بعل حرمون څخه نیولې د حمات تر غاښي پورې اوسېدل.

4. څښتن دا خلک د دې دپاره پریښي وو چې اسراییلیان ورباندې وازمایي او وګوري چې آیا هغوی د څښتن هغو امرونو ته چې د موسیٰ په وسیله د هغوی نیکونو ته ورکړل شوي وو غاړه ږدي او که نه.

5. نو اسراییلیان د کنعانیانو، حیتیانو، اموریانو، فرزیانو، حویانو او یبوسیانو په منځ کې اوسېدل.

6. دوی د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته په نکاح کولې او خپلې لورګانې یې د هغوی زامنو ته په نکاح ورکولې او د هغوی د خدایانو عبادت به یې کاوه.

7. د اسراییلو قوم خپل څښتن خدای هېر کړ. دوی د هغه په مقابل کې ګناه وکړه او د بعل او اشیره د بتانو عبادت یې کاوه.

8. نو څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او هغوی یې د بین النهرین پادشاه کوشان رشعتایم ته په لاس ورکړل او هغه اته کاله په هغوی باندې حکومت وکړ.

9. بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ، هغه ورته د کالیب د کشر ورور قناز زوی عتنیئیل راولېږه چې هغوی وژغوري.

10. د څښتن روح په هغه باندې نازل شو او هغه د اسراییلو مشر شو. عتنیئیل جګړې ته لاړ او څښتن هغه د بین النهرین په پادشاه کوشان رشعتایم باندې بریالی کړ.

11. د اسراییلو په خاوره کې څلوېښت کاله ارامي وه او وروسته بیا عتنیئیل مړ شو.

12. د اسراییلو خلکو بیا داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو. د هغوی د بدیو له کبله څښتن عجلون د موآب پادشاه د اسراییلو په مقابل کې قوي کړ.

13. عجلون د عمونیانو او عمالیقیانو سره یو ځای شو. عجلون راغی او په اسراییلو باندې یې حمله وکړه او هغوی اریحا یعنې د خرما د ونو ښار ونیو.

14. د موآب پادشاه عجلون په اسراییلیانو باندې اتلس کاله حکومت وکړ.

15. بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ. هغه دوی ته یو نفر ورولېږه چې دوی وژغوري. د هغه نوم ایهود ؤ چې چپ لاسی ؤ او د جیرا زوی ؤ چې د بنیامین د قبیلې څخه ؤ. اسراییلیانو د هغه په لاس د موآب پادشاه عجلون ته باج ولېږه.

16. ایهود یوه دوه مخې توره جوړه کړې وه چې نیم متر اوږده وه. هغه دا توره د خپلو کالیو لاندې په خپل ښي ورون باندې وتړله.

17. هغه د موآب پادشاه عجلون ته چې ډېر چاغ سړی ؤ باج وړاندې کړ.

18. کله چې ایهود هغه ته باج وړاندې کړ، هغه دا نفر چې باج یې انتقال کړی ؤ بېرته خپلو کورونو ته ولېږل.

19. خو ایهود په خپله د هغو مجسمو سره چې جلجال ته نژدې وې راوګرځېده، بېرته پادشاه ته ورغی او ورته ویې ویل: <ای پادشاه زه ستاسو دپاره یو پټ پیغام لرم.>پادشاه خپلو خدمتګارانو ته وویل: <مونږ یوازې پرېږدئ!> او هغوی ټول ووتل.

20. په داسې حال کې چې پادشاه په خپلې هواداره بالاخانه کې یوازې ناست ؤ، ایهود هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: <زه ستاسو دپاره د خدای له طرفه یو پیغام لرم.> پادشاه پاڅېده.

21. ایهود په خپل چپ لاس باندې د خپل ښي اړخ څخه توره راوویستله او د پادشاه په ګېډه کې یې ورومنډله.

22. توره د لاستي سره د هغه په ګېډه کې ننوته او د پښو له منځ څخه یې راووتله. ایهود د هغه د ګېډې څخه توره ونه ویستله او د هغه په وازګه کې پټه شوه.

23. بیا ایهود برنډې ته ووت. هغه پادشاه پسې د کوټې دروازې بندې او قلف کړې.

24. د ایهود د تګ څخه وروسته د پادشاه خدمتګاران راغلل او ویې لیدل چې د کوټې دروازې قلف دي. هغوی فکر کاوه چې پادشاه به دننه خپل حاجت پوره کوي.

25. هغوی زیات انتظار وویست، تر هغې پورې چې وارخطا شول. خو کله چې هغه د کوټې دروازې خلاصې نه کړې، هغوی کلي واخیسته او دروازې یې خلاصې کړې. هغوی ولیدل چې بادار یې په غولي باندې مړ پروت دی.

26. په هغه وخت کې چې هغوی انتظار کاوه، ایهود وتښتېده. هغه د مجسمو څخه تېر شو او سعیرت ته ورسېده.

27. کله چې ایهود د افرایم غرنۍ سیمې ته ورسېده، نو سرنی یې وواهه او اسراییلیان د هغه سره د غونډیو څخه راکوز شول او هغه یې مشري کوله.

28. هغوی ته یې وویل: <ما پسې راځئ! ځکه چې څښتن ستاسو دښمن یعنې موآب تاسو ته تسلیم کړی دی.> نو دوی د هغه پسې روان شول او د اردن ګودرونه یې چې موآب ته د تېرېدلو لاره وه ونیول او څوک یې نه پرېښودل چې له هغو څخه تېر شي.

29. په هغه ورځ هغوی د موآبیانو نژدې لس زره تکړه عسکر ووژل، هیچا ونه شو کولی چې وتښتي.

30. نو اسراییلیانو موآبیانو ته ماتې ورکړه او د اسراییلو په خاوره کې اتیا کاله ارامي وه.

31. د ایهود څخه وروسته شمجر د عنات زوی مشر شو. هغه په چوکه باندې شپږسوه فلسطینیان ووژل او اسراییلیان یې ورڅخه وژغورل.

About قاضیان Chapter 3

Read قاضیان Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: قاضیان
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading قاضیان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading قاضیان Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is قاضیان Chapter 3?

قاضیان Chapter 3 is part of the Book of قاضیان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete قاضیان Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from قاضیان

  1. قاضیان Chapter 11
  2. قاضیان Chapter 6
  3. قاضیان Chapter 15
  4. قاضیان Chapter 14
  5. قاضیان Chapter 2
  6. قاضیان Chapter 10
  7. قاضیان Chapter 12

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 42
  2. غلاطیانو ته Chapter 2
  3. اول تواریخ Chapter 1
  4. اول پادشاهان Chapter 3
  5. لوقا Chapter 19
  6. عزرا Chapter 10
  7. پیدایښت Chapter 5
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *