Read ایوب Chapter 21 Online
Read ایوب Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ایوب 21
فصل 21
1. بيا ايُوب جواب ورکړو،
2. ”زما خبرې په غور سره واورئ، او دا دې تاسو له تسلى درکړى.
3. ما پرېږدئ چې خبرې وکړم، او چې خبرې ختمې کړم نو بيا تاسو داړې چينګولے شئ.
4. زما شکايت د خُدائ پاک نه دے د انسانانو نه نۀ دے. او د دې بېصبرۍ ما سره ښۀ سبب شته.
5. ما ته وګورئ او حېران شئ، او ګوته په خولۀ کښې ونيسئ.
6. کله چې زۀ په دې سوچ وکړم نو خفه شم، او زما په بدن لړزان راشى.
7. بدعمله خلق ولې ژوندى وى، او پوخ عُمر ته ورسيږى او طاقتور شى؟
8. د هغوئ بچى د هغوئ په وړاندې ودان شى، او د هغوئ نمسى د هغوئ په موجودګۍ کښې آباد شى.
9. د هغوئ کورونه د يرې نه بچ وى، او خُدائ پاک هغوئ له سزا نۀ ورکوى.
10. د هغوئ غوَيے په مال کولو کښې هيڅکله نۀ ناکامه کيږى، د هغوئ غوا بچى راوړى او يو هم نۀ ضائع کوى.
11. د هغوئ ماشومان د رَمو په شان ګرځى، او د هغوئ بچى د خوشحالۍ نه ګډيږى.
12. هغوئ د تمبل او د رڅپرکی سره سندرې وائى، او د شپېلۍ د آواز سره خوشحالى کوى.
13. هغوئ په مالدارۍ کښې وخت تېروى، او په خېر سره قبر ته ځى.
14. هغوئ خُدائ پاک ته وائى چې مونږ پرېږده. زمونږ زړۀ نۀ غواړى چې ستا تابعدارى وکړُو.
15. قادر خُدائ څوک دے، چې مونږ د هغۀ خِدمت وکړُو؟ او مونږ ته به څۀ فائده راورسيږى چې مونږ هغۀ ته سوال وکړُو؟
16. خو هغوئ په خپل محنت سره نۀ دى مالداره شوى، د بدعمله کسانو مشوره ما ته منظوره نۀ ده.
17. د بدعمله خلقو ډيوه څو ځلې مړه کړے شوې وه؟ او څو ځلې په هغوئ باندې تباهى راغلې وه. خُدائ پاک څو ځلې په خپله غصه کښې سزا ورکوى؟
18. هغوئ څو ځلې د هوا په مخکښې د خسڼى په شان شول، او څو ځلې د بوسو په شان طوفان يوړل؟
19. تۀ وائې چې، خُدائ پاک د هغوئ په وجه د هغوئ بچو له سزا ورکوى. نو دا سزا دې هم هغوئ له ورکړے شى، چې پته ورته ولګى.
20. هغوئ دې په خپلو سترګو خپله تباهى وګورى، او د قادر خُدائ غصه دې تېره کړى.
21. دا ځکه چې کله هغوئ مړۀ شى نو دا فکر به ورسره نۀ وى چې په خاندان يې څۀ کيږى.
22. څوک خُدائ پاک ته ښودنه کولے شى، هغه خُدائ پاک ته چې د غټو مرتبو لرونکو خلقو هم عدالت کوى؟
23. څوک چې ښۀ په مالدارۍ کښې مړ شى، هغه په آرام او حِفاظت کښې وى،
24. هغوئ ښۀ صحتمند وى، او ښۀ غټ او تکړه وى.
25. بل کس په سخته غريبۍ کښې مړ شى، او هيڅکله يې ښۀ ورځ نۀ وى ليدلې.
26. هغوئ ټول يو شان مرى او په خاورو کښې ښخيږى، او هغوئ ټول د چينجو خوراک شى.
27. ګوره، ما ته ستا د سوچونو پته ده، او ما ته زما خِلاف ستا د منصوبو پته ده.
28. تۀ به ما ته د مالدارو او بدعمله خلقو په حقله ووائى، د چا کورونه چې د هغوئ د ګناهونو په وجه تباه شوى دى.
29. خو تاسو هلته د موجودو خلقو نه تپوس ونۀ کړو، او د هغوئ ګواهى مو ونۀ منله.
30. چې بدعمله کسان د مصيبت په وخت کښې خلاص شى، او د قهر په ورځ بچ کيږى.
31. څوک شته چې مخامخ ورباندې تنقيد وکړى، او چې د خپل عمل بدله ورکړى؟
32. کله چې هغوئ قبرستان ته يوړلے شى، نو خلق به د هغوئ د قبر خيال ساتى.
33. زرګونه کسان د هغوئ په جنازه کښې شريک شى، او د عزت سره خاورو ته وسپارلے شى.
34. نو بيا به تۀ ما له په تشو خبرو باندې څنګه تسلى راکړې؟ ستا هر يو جواب د دروغو نه ډک دے.“
About ایوب Chapter 21
Read ایوب Chapter 21 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ایوب
Chapter: 21
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ایوب Chapter 21 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ایوب Chapter 21?
ایوب Chapter 21 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ایوب Chapter 21 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ایوب
- ایوب Chapter 11
- ایوب Chapter 39
- ایوب Chapter 19
- ایوب Chapter 8
- ایوب Chapter 1
- ایوب Chapter 42
- ایوب Chapter 41
Explore More from زوړ عهد
- دوهم پادشاهان Chapter 5
- اول پادشاهان Chapter 1
- اول سموئیل Chapter 21
- حزقیال Chapter 3
- دوهم سموئیل Chapter 5
- اول پادشاهان Chapter 17
- اشعیا Chapter 32