Read یوحنا Chapter 14 Online
Read یوحنا Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوحنا in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of یوحنا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
یوحنا 14
فصل 14
1. عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «خپل زړونه مه ناارامه کوئ. په خدای باندې ایمان ولرئ او په ما باندې هم ایمان ولرئ.
2. زما د پلار په کور کې ډېرې کوټې دي. که داسې نه وای نو ما به تاسو ته ویلي نه وای چې زه ځم چې ستاسو دپاره ځای تیار کړم.
3. کله چې زه لاړم او تاسو دپاره مې ځای تیار کړ، نو بېرته راځم او تاسو د ځان سره وړم، ترڅو په کوم ځای کې چې زه یم هلته به تاسو هم یئ.
4. تاسو پوهېږئ زه چې چېرته ځم هغه لاره درته معلومه ده.»
5. توما وویل: «څښتنه، مونږ نه پوهېږو چې ته چېرته ځې، نو لاره به څنګه وپېژنو؟»
6. عیسی ځواب ورکړ: «زه لاره یم، زه حقیقت یم او زه ژوندون یم. هېڅوک نه شی کولای پرته له زما په وسیله پلار ته ورشي.
7. که چېرې تاسو زه پېژندلی نو زما پلار به مو هم پېژانده. نو دې نه وروسته تاسو هغه پېژنئ او هغه مو لیدلی دی. څرنګه چې تاسو زه وپېژندلم نو زما پلار به هم وپېژنئ او هغه مو لیدلی دی.»
8. د عیسی بل شاګرد فیلیپوس هغه ته وویل: «استاذه، مونږ ته پلار وښایه نو زمونږ قناعت به حاصل شي.»
9. عیسی هغه ته وویل: «ای فیلیپوسه، دومره موده زه ستاسو سره وم خو بیاهم ما نه پېژنې؟ هر چا چې زه لیدلی یم نو پلار یې هم لیدلی دی. نو بیا ته څنګه وایې چې مونږ ته پلار وښایه؟
10. ایا په دې باندې باور نه لرې چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی؟ زه چې تاسو ته کومې خبرې کوم هغه د خپل ځانه نه کوم، بلکې زما پلار چې په ما کې دی زما په وسیله خپل کارونه کوي.
11. کله چې زه وایم چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی، نو په دې باندې باور وکړئ. که زما په خبرو باندې باور نه کوئ نو کوم کارونه چې ما کړي دي د هغو دپاره باور وکړئ.
12. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي، نو کوم کارونه چې ما کړي دي، هغه به یې هم وکړي او له دې نه به هم لوی لوی کارونه وکړي، ځکه چې زه خپل پلار ته ورځم.
13. او تاسو چې هرڅه زما په نوم وغواړئ زه به هغه کوم، ترڅو د پلار جلال د زوی په وسیله ښکاره شي.
14. که چېرې تاسو کوم څه زما په نوم زما نه وغواړئ نو زه به یې سرته رسوم.
15. که چېرې تاسو زما سره مینه کوئ نو زما په حکمونو باندې به عمل کوئ
16. او زه به د پلار نه غوښتنه وکړم او هغه به تاسو ته یو بل مرسته کوونکی درولېږي چې تل ترتله به ستاسو سره وي،
17. یعنې د حقیقت روح چې د نړۍ خلک یې نه شي قبلولی، ځکه چې هغه نه ویني او نه یې پېژني. خو تاسو یې پېژنئ، ځکه چې هغه تاسو سره اوسي او په تاسو کې وي.
18. زه به تاسو لکه د یتیمانو په شان پرېنږدم، زه بېرته تاسو ته راځم.
19. لږ وخت وروسته به د نړۍ خلک نور ما ونه ویني خو تاسو به مې بیا وینئ. ځکه چې زه به راژوندی کېږم نو تاسو به هم ژوندي یئ.
20. کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به پوه شئ چې زه په پلار کې یم، تاسو په ما کې یئ او زه په تاسو کې یم.
21. هرڅوک چې زما حکمونه ومني او عمل ورباندې کوي نو دا هغه څوک دی چې زما سره مینه کوي. څوک چې زما سره مینه کوي نو زما پلار به ورسره مینه وکړي، او زه به هم د هغه سره مینه وکړم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.»
22. یهودا چې اسخریوتي یهودا نه ؤ، هغه ته وویل: «استاذه، ته ولې غواړې چې خپل ځان دې یوازې مونږ ته ښکاره کړې او د نړۍ خلکو ته نه؟»
23. عیسی په ځواب کې وویل: «هرڅوک چې زما سره مینه کوي نو هغه به زما په تعلیم باندې عمل کوي. زما پلار به د هغه سره مینه کوي او زه او پلار به هغه ته ورځو او د هغه سره به اوسېږو.
24. خو څوک چې زما سره مینه نه کوي هغه زما په تعلیم باندې عمل نه کوي. کوم تعلیم چې تاسو یې اورئ هغه زما تعلیم نه دی بلکې زما د پلار تعلیم دی چې زه یې رالېږلی یم.
25. تر هغې پورې چې زه ستاسو سره یم دا خبرې درته کوم.
26. خو ستاسو مرسته کوونکی یعنې روح القدس چې پلار به یې زما په نوم راولېږي، هغه به ټول شیان تاسو ته درزده کړي او هرڅه چې ما درته ویلي دي هغه به در په یاد کړي.
27. زه تاسو ته سوله درکوم داسې سوله چې یوازې زه یې ورکولای شم. دا د هغې سولې په شان نه ده چې نړۍ یې ورکولای شي. نو څه چې به پېښیږي د هغې په هکله مه ناارامه کېږئ او مه وېرېږئ.
28. تاسو واورېدل چې ما وویل زه ځم خو بېرته تاسو ته راځم. که چېرې تاسو زما سره مینه کولای نو د دې خبرې په اورېدلو سره چې زه پلار ته ورځم، تاسو به خوشحاله شوي وای، ځکه چې پلار زما نه ډېر لوی دی.
29. مخکې له دې چې دا کار وشي تاسو ته مې وویل نو کله چې دا کار وشي، تاسو به ایمان راوړئ.
30. زه نور زیات وخت نه لرم چې ستاسو سره خبرې وکړم، ځکه چې د دې نړۍ واکمن راروان دی. هغه په ما باندې هېڅ واک او اختیار ونه لري،
31. خو نړۍ باید په دې پوه شي چې زه د پلار سره مینه کوم، نو هماغه کار کوم چې هغه یې راته حکم کوي. اوس راځئ چې د دې ځای نه لاړ شو.
About یوحنا Chapter 14
Read یوحنا Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of یوحنا in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: یوحنا
Chapter: 14
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading یوحنا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading یوحنا Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is یوحنا Chapter 14?
یوحنا Chapter 14 is part of the Book of یوحنا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete یوحنا Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 16
- اول یوحنا Chapter 5
- اول پطروس Chapter 4
- اعمال رسولان Chapter 15
- اول تیموتاوس Chapter 6
- عبرانیانو ته Chapter 10
- متی Chapter 5
Explore More from یوحنا
- یوحنا Chapter 5
- یوحنا Chapter 19
- یوحنا Chapter 21
- یوحنا Chapter 4
- یوحنا Chapter 6
- یوحنا Chapter 11
- یوحنا Chapter 9