اول تیموتاوس Chapter 5

For English

Read اول تیموتاوس Chapter 5 Online

Read اول تیموتاوس Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تیموتاوس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تیموتاوس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول تیموتاوس 5

فصل 5

1. مشر سړي ته هېڅکله سختې خبرې مه کوه، بلکې هغه داسې هڅوه لکه چې ستا خپل پلار وي او د ځوانانو سره لکه د ورونو په شان چلند کوه.

2. د زړو ښځو سره لکه د میندو په شان او د ځوانو ښځو سره په پوره پاکۍ لکه د خپلو خویندو په شان چلند کوه.

3. د کونډو ښځو چې په رښتیا سره څوک نه لري، پام او عزت کوه.

4. که چېرې کونډه اولادونه او یا لمسیان ولري، نو د ټولو نه مخکې هغوی باید د خپلې کورنۍ په وړاندې خپل دیني مسوولیت وپېژني او د خپل مور او پلار حق ادا کړي، ځکه چې په دې کار باندې خدای خوشحالیږي.

5. کومه ښځه چې په رښتیا سره کونډه وي او څوک نه لري، هغه خدای ته هیله لري او شپه او ورځ په زارۍ او دعا اخته وي.

6. خو کومه کونډه چې عیاشي کوي، که هغه ژوندۍ هم وي خو په حقیقت کې مړه ده.

7. هغوی ته دا لارښوونې وکړه، ترڅو هېڅوک په هغوی کې کومه غلطي او ملامتیا پیدا نه کړي.

8. که چېرې څوک د خپلو خپلوانو او په ځانګړې توګه د خپلې کورنۍ په غړو باندې پام نه کوي، نو هغه د ایمان نه منکر دی او تر بې ایمانه هم ډېر بد دی.

9. هغه کونډه دې د کونډو په لست کې ولیکل شي چې عمر یې د شپېتو کالو نه کم نه وي او یوځل واده شوې وي.

10. هغه باید د خپلو ښو کارونو له امله مشهوره وي: هغې خپل اولادونه روزلي وي، مېلمه پالنه یې کړې وي، په عاجزۍ سره د خدای د خلکو خدمت وکړي، د دردمندو خلکو سره یې مرسته کړې وي او خپل ځان یې د هر ډول ښه کار دپاره وقف کړی وي.

11. خو د ځوانو کونډو نومونه په لست کې مه لیکه، ځکه کله چې د هغوی نفساني غوښتنې هغوی د مسیح نه لېرې کړي، نو بیا غواړي چې واده وکړي.

12. په دې ډول هغوی خپل ځانونه د قضاوت لاندې راولي، ځکه چې خپله اولنۍ وعده یې ماته کړې ده.

13. برسېره پر دې، هغوی په دې عادت کیږي چې بېکاره اوسي او کور په کور وګرځي، نه یوازې بېکاره بلکې غیبت کوي او د نورو په کارونو کې لاس وهنه کوي او د هغو شیانو په هکله چې لازمه نه ده خبرې کوي.

14. نو زما مشوره دا ده چې ځوانې کونډې دې واده وکړي، اولادونه دې راوړي او د خپل کور کارونه دې تنظیم کړي او زمونږ مخالفینو ته موقعه ورنه کړي چې بدې خبرې ورپسې وکړي.

15. ځکه چې ځینې کونډې لا د مخکې نه بې لارې شوې دي او د شیطان په لاره روانې دي.

16. که چېرې د یوې ایماندارې ښځې په خپلوانو کې کونډې ښځې وي، نو هغه دې په خپله د هغوی سره مرسته وکړي او په کلیسا باندې دې بار نه اچوي، ترڅو کلیسا د هغو کونډو سره مرسته وکړي چې په رښتیا څوک نه لري.

17. د کلیسا هغه مشران چې خپله وظیفه په ښه توګه سرته رسوي هغوی د عزت او تنخواه لایق دي، په ځانګړې توګه هغوی چې د کلام په اورولو او تعلیم ورکولو کې زحمت وباسي.

18. ځکه چې د خدای کلام وایي: «تاسو د غوبل کولو په وخت کې د غویي خوله مه تړئ.» او په بل ځای کې وایي: «مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی.»

19. د کوم مشر په خلاف چې تور لګول کیږي هغه مه منه، مګر دا چې دوه یا درې شاهدان ورباندې شاهدي ورکړي.

20. هغوی چې ګناه کوي، نو د ټولې کلیسا په مخکې یې ملامته کړه، ترڅو د نورو دپاره د عبرت سبب شي.

21. زه د خدای او عیسی مسیح او د غوره شویو فرښتو په حضور کې تاته حکم کوم چې په دې لارښوونو باندې پرته له تعصب نه عمل کوه او په هېڅ کار کې د هېچا طرفداري مه کوه.

22. څښتن ته د خدمت دپاره په هېچا باندې په لاس ایښودلو کې بیړه مه کوه او د نورو په ګناهونو کې مه شریک کېږه. پاک لمنه اوسه.

23. د دې نه وروسته یوازې اوبه مه څښه، بلکې د خپلې معدې په خاطر لږ لږ شراب هم څښه، ځکه چې ته زیات وختونه ناروغه کېږې.

24. د ځینو خلکو ګناهونه ښکاره دي او هغوی قضاوت ته رسوي، خو د نورو ګناهونه به وروسته ښکاره شي.

25. همدارنګه د خلکو ښه کارونه هم په ښکاره لیدل کیږي او که دا کارونه په پټه هم شوي وي، نو یوه ورځ به ښکاره شي.

About اول تیموتاوس Chapter 5

Read اول تیموتاوس Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تیموتاوس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول تیموتاوس
Chapter: 5
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تیموتاوس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول تیموتاوس Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول تیموتاوس Chapter 5?

اول تیموتاوس Chapter 5 is part of the Book of اول تیموتاوس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول تیموتاوس Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-تیموتاوس

  1. اول تیموتاوس Chapter 6
  2. اول تیموتاوس Chapter 3
  3. اول تیموتاوس Chapter 1
  4. اول تیموتاوس Chapter 4
  5. اول تیموتاوس Chapter 2

Explore More from نوی عهد

  1. یوحنا Chapter 8
  2. عبرانیانو ته Chapter 13
  3. کولسیانو ته Chapter 2
  4. مکاشفه Chapter 12
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 3
  6. یوحنا Chapter 2
  7. دوهم تیموتاوس Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 5
  2. تثنیه Chapter 33
  3. ایوب Chapter 39
  4. زبور Chapter 111
  5. مکاشفه Chapter 2
  6. اول تواریخ Chapter 29
  7. دوهم پادشاهان Chapter 22
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *