Read اول تیموتاوس Chapter 1 Online
Read اول تیموتاوس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تیموتاوس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تیموتاوس and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تیموتاوس 1
فصل 1
1. دا لیک د پولوس له خوا دی چې د عیسی مسیح رسول او زمونږ د خلاصوونکي خدای او عیسی مسیح په حکم چې زمونږه هیله ده، ټاکل شوی دی،
2. تیموتاوس ته چې په ایمان کې لکه زما د رښتیني زوی په شان دی. زمونږ د پلار خدای او زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل، رحم او سلامتي دې وي په تا باندې.
3. کله چې زه مقدونیې ته په سفر روان وم نو ستا نه مې په کلکه غوښتنه وکړه چې په افسیس کې پاتې شې، ځکه چې هلته ځینې خلک غلط تعلیم ورکوي او ته باید هغوی ته حکم وکړې چې د دې کار نه لاس واخلي.
4. هغوی ته ووایه چې خپل وخت په نکلونو او خپلو نیکونو په نه تمامېدونکو شجرو باندې نه ضایع کوي. دا شیان یوازې د خلکو په منځ کې بحثونه رامنځته کوي، بلکې د هېچا سره د خدای په کار کې چې د ایمان په وسیله تر سره کېدای شي، مرسته نه کوي.
5. د دې حکم مقصد هغه مینه ده چې د پاک زړه، پاک وجدان او سوچه ایمان سره پیدا کیږي.
6. خو ځینو خلکو د دې شیانو څخه مخ واړاوه او خپل ځانونه یې په بې معنی بحثونو کې راګېر کړل.
7. هغوی غواړي چې د شریعت عالمان اوسي، خو پرته له دې چې پوه شي چې څه وایي یا د څه شي په هکله په ډاډه زړه خبرې کوي.
8. مونږ پوهېږو چې شریعت ښه دی، خو که چېرې د هغه څخه په سمه او مناسبه توګه ګټه واخیستل شي.
9. خو په دې هم باید پوه شو چې شریعت د نېکانو دپاره جوړ شوی نه دی بلکې د قانون ماتوونکو او نافرمانه خلکو دپاره، بې دینه او ګناهکارانو، ناپاکانو او د مقدساتو سپکوونکو، د هغو خلکو دپاره چې خپل مور او پلار وژني او د قاتلانو دپاره،
10. د بد اخلاقانو، بچه بازانو، د غلامانو خرڅوونکو، دروغجنو، په دروغو شاهدي ورکوونکو او د هغه چا دپاره جوړ شوی دی چې د سم تعلیم په خلاف دي.
11. دا د مبارک خدای د جلال نه ډک زېری دی چې ماته راسپارل شوی دی.
12. -
13. زه د خپل څښتن عیسی مسیح شکر کوم چې ماته یې قوت راکړی دی چې د هغه کار سرته ورسوم، که څه هم مخکې به ما کفر ویلو او ځوروونکی او ظالم سړی وم، ما باندې یې باور وکړ او د خپل خدمت دپاره یې غوره کړم. خو په ما باندې رحم وشو، ځکه چې ما په بې ایمانۍ او ناپوهۍ کې دا کارونه کړي وو.
14. زمونږ څښتن په ما باندې ډېر زیات فضل وکړ او هغه ایمان او مینه یې ماته راکړه چې د عیسی مسیح سره په یووالي کې تر لاسه کیږي.
15. دا خبره رښتیا او په پوره توګه د منلو وړ ده چې عیسی مسیح دنیا ته راغی چې ګناهکاران وژغوري او زه تر هغو ټولو بد یم.
16. خو له همدې امله په ما باندې رحم وشو، ترڅو عیسی مسیح خپل لوی صبر ماته چې تر ټولو ګناهکارانو بد یم، وښایي او د هغو ټولو خلکو دپاره یو مثال اوسم چې وروسته به په هغه باندې ایمان راوړي او تلپاتې ژوندون به ومومي.
17. اوس دې ابدي پاچا، نه فناکېدونکي، نه لیدونکي او یوازېني خدای ته تل ترتله عزت او جلال وي! امین.
18. ای تیموتاوسه زما زویه، د هغو پېشګویانو له مخې چې پخوا ستا په هکله شوې دي، تاته حکم کوم او هیله مند یم چې دا حکم سرته ورسوې او د هغو څخه د وسلو په توګه په جګړه کې ښه کار واخلې
19. او خپل ایمان او پاک وجدان ټینګ وساتې. ځینو خلکو چې د خپل وجدان خبره ونه منله، نو د هغوی د ایمان کشتۍ ډوبه شوه.
20. په هغوی کې هیمناوس او سکندر شامل دي چې ما هغوی شیطان ته وسپارل، ترڅو دا زده کړي چې نور کفر ونه وایي.
About اول تیموتاوس Chapter 1
Read اول تیموتاوس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تیموتاوس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تیموتاوس
Chapter: 1
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تیموتاوس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تیموتاوس Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تیموتاوس Chapter 1?
اول تیموتاوس Chapter 1 is part of the Book of اول تیموتاوس in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تیموتاوس Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تیموتاوس
- اول تیموتاوس Chapter 6
- اول تیموتاوس Chapter 3
- اول تیموتاوس Chapter 4
- اول تیموتاوس Chapter 2
- اول تیموتاوس Chapter 5
Explore More from نوی عهد
- مکاشفه Chapter 11
- اول قرنتیانو ته Chapter 16
- دریم یوحنا Chapter 1
- رومیانو ته Chapter 8
- عبرانیانو ته Chapter 2
- افسیانو ته Chapter 6
- متی Chapter 7