اول تیموتاوس Chapter 6

For English

Read اول تیموتاوس Chapter 6 Online

Read اول تیموتاوس Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تیموتاوس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تیموتاوس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول تیموتاوس 6

فصل 6

1. هغوی چې د غلامۍ د جغ لاندې دي، خپل باداران دې د ډېر درناوي لایق وګڼي، ترڅو د خدای نوم او زمونږ تعلیم بدنام نه شي.

2. هغه غلامان چې باداران یې ایمانداران دي، هغوی دې په دې خاطر د هغوی بې احترامي نه کوي چې هغوی ایمانداران ورونه دي، بلکې باید د هغوی ښه خدمت وکړي، ځکه کوم خلک چې د هغوی د خدمت نه ګټه اخلي، هغوی ایمانداران او زړه ته نژدې خلک دي.نو باید دا تعلیم خلکو ته ورکړل شي او هغوی وهڅول شي ترڅو په دې باندې عمل وکړي.

3. که چېرې څوک غلط تعلیم ورکوي او زمونږ د څښتن عیسی مسیح د سمو خبرو او د هغه تعلیم سره چې د دیندارۍ سره سمون لري، موافق نه وي،

4. نو هغه مغرور دی او په هېڅ شي نه پوهیږي. هغه په لېونتوب سره بحثونه خوښوي او دا خوښوي چې د لغتونو په سر شخړه وکړي. دا شیان د کینې، بې اتفاقۍ، تهمت او بدګمانۍ سبب کیږي.

5. دا د هغو خلکو په منځ کې د دوامداره بحثونو سبب کیږي چې خیالونه یې خراب او د حقیقت نه لېرې دي او هغوی ګومان کوي چې دینداري د شتمنۍ د لاسته راوړلو دپاره یوه وسیله ده.

6. خو د قناعت سره دینداري ډېرې ګټې لري،

7. ځکه چې مونږ دې دنیا ته څه نه دي راوړي او نه د دې دنیا نه د ځان سره کوم څه وړلی شو.

8. خو که چېرې مونږ خواړه او کالي ولرو، نو په هغو باید قناعت وکړو.

9. خو کوم خلک چې غواړي شتمن شي، نو هغوی د وسوسو او ډول ډول بې معنی او تاوان رسوونکو غوښتنو په دام کې چې خلک د تباهۍ خواته بیایي، راګېریږي.

10. ځکه چې د پیسو سره مینه کول د ډېرو بدیو بنیاد او سرچینه ده. ځینو خلکو چې د پیسو سره ډېر شوق پیدا کړی دی، نو خپل ایمان یې له لاسه ورکړی دی او په ډېرو غمونو یې خپل زړونه سوري سوري کړي دي.

11. خو ای د خدای استازیه، ته د دې ټولو شیانو نه لرې اوسه. د عدالت، دیندارۍ، ایمان، مینې، صبر او زغم او نرمۍ کوښښ کوه.

12. د ایمان په جنګ کې ښه وجنګېږه او تلپاتې ژوند تر لاسه کړه، ځکه چې ته خدای د تلپاتې ژوند دپاره غوره کړی یې چې د ډېرو شاهدانو په حضور کې په ښه ډول د خپل ایمان اقرار وکړې.

13. زه تاته د هغه خدای په حضور کې چې ټولو شیانو ته ژوند ورکوي او د عیسی مسیح په حضور کې چې د پانتیاس پیلاتوس په مخکې یې ښه اقرار وکړ، حکم کوم

14. چې د زړه نا زړه کېدلو پرته دې حکم ته غاړه کېږدې. نو بیا به د اوس نه زمونږ د څښتن عیسی مسیح د بېرته راتللو پورې هېڅوک په تا کې کومه ملامتیا پیدا نه کړي.

15. نو مبارک خدای چې یوازېنی واکمن، د پاچاهانو پاچا او د څښتنانو څښتن دی، هغه به د عیسی مسیح راتلل په یو ټاکلي وخت کې ښکاره کړي.

16. خدای چې یوازې غیر فاني دی او په هغه نور کې اوسیږي چې هېڅوک نه شي کولای هغه ته ورنژدې شي او هېچا هېڅکله هغه نه دی لیدلی او نه یې لیدلی شي، عزت او قدرت دې ترتله د هغه وي! امین.

17. د دې دنیا شتمنو خلکو ته حکم وکړه چې نه دې مغرور کیږي او نه دې فاني مال او دولت ته کومه هیله ولري، بلکې خدای ته دې هیله ولري چې هرڅه مونږ ته پرېمانه راکوي چې خوند ترې واخلو.

18. هغوی ته حکم وکړه چې نېک کارونه وکړي او په ښو کارونو کې شتمن شي او سخیان اوسي او دې ته تیار اوسي چې نورو ته هم برخه ورکړي.

19. په دې ډول به هغوی د خپلو ځانونو دپاره یوه خزانه جوړه کړي چې د راتلونکي دپاره یو ښه بنیاد وي، ترڅو هغوی وکولای شي چې رښتینی ژوند لاسته راوړي.

20. ای تیموتاوسه، هغه څه چې تاته درسپارل شوي دي، د هغه ساتنه کوه. د بې دینه خبرو او احمقانه بحثونو څخه چې په غلطۍ سره ورته «پوهه» ویل کیږي، ځان وساته.

21. د دې خبرو په اقرار کولو سره ځینو خلکو خپل ایمان له لاسه ورکړی دی.په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.

About اول تیموتاوس Chapter 6

Read اول تیموتاوس Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تیموتاوس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول تیموتاوس
Chapter: 6
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تیموتاوس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول تیموتاوس Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول تیموتاوس Chapter 6?

اول تیموتاوس Chapter 6 is part of the Book of اول تیموتاوس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول تیموتاوس Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-تیموتاوس

  1. اول تیموتاوس Chapter 3
  2. اول تیموتاوس Chapter 1
  3. اول تیموتاوس Chapter 4
  4. اول تیموتاوس Chapter 2
  5. اول تیموتاوس Chapter 5

Explore More from نوی عهد

  1. کولسیانو ته Chapter 3
  2. دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 3
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 14
  4. دوهم تیموتاوس Chapter 3
  5. مکاشفه Chapter 11
  6. یوحنا Chapter 15
  7. اعمال رسولان Chapter 17

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 81
  2. پیدایښت Chapter 10
  3. زبور Chapter 62
  4. ایوب Chapter 32
  5. زبور Chapter 80
  6. زبور Chapter 92
  7. اول تواریخ Chapter 18
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *