Read اول تیموتاوس Chapter 2 Online
Read اول تیموتاوس Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تیموتاوس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول تیموتاوس and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول تیموتاوس 2
فصل 2
1. نو د هرڅه نه مخکې زه په کلکه ستاسو نه غوښتنه کوم چې د ټولو خلکو دپاره زارۍ، دعاګانې، شفاعتونه او شکرګزاري وکړئ.
2. د پاچاهانو او د واک د ټولو خاوندانو دپاره هم داسې وکړئ، ترڅو مونږ په ټولو برخو کې د دیندارۍ او عزت سره یو سوله ایز او ارام ژوند وکړو.
3. دا کار ښه دی او زمونږ خلاصوونکی خدای ورباندې خوشحالیږي.
4. هغه غواړي چې ټول خلک خلاصون ومومي او حقیقت وپېژني.
5. ځکه چې یو خدای دی او د خدای او انسانانو ترمنځ یو منځګړی دی او هغه عیسی مسیح دی چې په خپله انسان دی
6. او خپل ځان یې د ټولو دپاره قربان کړ او دا په ټاکلی وخت کې ثابته شوه چې خدای غواړي ټول خلک خلاصون ومومي.
7. له همدې امله زه وعظ کوونکی او رسول وټاکل شوم. زه خدای راولېږلم چې غیریهودیانو ته د ایمان او حقیقت په هکله تعلیم ورکړم. زه رښتیا وایم او دروغ نه وایم.
8. نو زه غواړم چې د هر عبادت په وخت کې دې سړي بې له قهر او دعوې څخه خپل سپېڅلي لاسونه پورته کړي او دعا دې وکړي.
9. همدارنګه ښځې دې هم د حیا او شرافت مناسب کالي واغوندي، نه دا چې خپلې کمڅۍ جوړې کړي او په سرو زرو، مرغلرو او قیمتي کالیو باندې خپل ځانونه سینګار کړي،
10. بلکې خپل ځانونه دې په ښو عملونو چې د دیندارو ښځو سره ښه ښکاري، سینګار کړي.
11. پرېږدئ چې ښځې په ارامۍ او تابعدارۍ سره زده کړه وکړي.
12. زه اجازه نه ورکوم چې ښځې دې سړیو ته تعلیم ورکړي او یا دې په هغوی باندې واک او اختیار ولري، بلکې ښځه باید خاموشه اوسي،
13. ځکه چې لومړی آدم پیدا شو او وروسته حوا
14. او دا آدم نه ؤ چې وغولېده، بلکې ښځه وه چې وغولېدله او د خدای قانون یې مات کړ.
15. خو ښځې به د اولاد په راوړلو سره خلاصون مومي، که چېرې هغوی په ایمان، مینه او پاکۍ کې ټینګې پاتې شي او په خپل ځان باندې واک ولري.
About اول تیموتاوس Chapter 2
Read اول تیموتاوس Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول تیموتاوس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول تیموتاوس
Chapter: 2
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول تیموتاوس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول تیموتاوس Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول تیموتاوس Chapter 2?
اول تیموتاوس Chapter 2 is part of the Book of اول تیموتاوس in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول تیموتاوس Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-تیموتاوس
- اول تیموتاوس Chapter 6
- اول تیموتاوس Chapter 3
- اول تیموتاوس Chapter 1
- اول تیموتاوس Chapter 4
- اول تیموتاوس Chapter 5
Explore More from نوی عهد
- اول قرنتیانو ته Chapter 3
- مکاشفه Chapter 11
- اول قرنتیانو ته Chapter 2
- رومیانو ته Chapter 14
- مرقس Chapter 4
- لوقا Chapter 23
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 2