نحمیا Chapter 4

For English

Read نحمیا Chapter 4 Online

Read نحمیا Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of نحمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

نحمیا 4

فصل 4

1. کله چې سنبلط واورېدل چې مونږ یهودیان د دېوال په بیا ودانولو باندې بوخت وو، هغه ډېر په قهر شو او په مونږ باندې یې ملنډې ووهلې.

2. هغه د خپلو ملګرو او د سامریانو د لښکرو په مخکې وویل: «دا بېچاره یهودیان څه کوي؟ ایا دوی نیت لري چې دا ښار بېرته ودان کړي؟ ایا دوی فکر کوي چې د قربانیو په وړاندې کولو سره به وکولای شي چې دا کار په یوه ورځ کې پای ته ورسوي؟ ایا دوی کولای شي چې د دې سوځېدلي ښار د ډېریو څخه د ودانۍ تیږې جوړې کړي؟»

3. طوبیا د هغه په څنګ کې ولاړ ؤ او ویې ویل: «هغوی څه ډول دېوال جوړوي؟ که چېرې یو ګیدړ هم په هغه باندې وخېژي، نو د هغوی دغه د تیږو دېوال ورانولی شي!»

4. ما دعا وکړه: «ای زمونږ خدایه! واوره چې هغوی څنګه په مونږ باندې ملنډې وهي. دا ملنډې دې په خپله په هغوی باندې ووهل شي. د هغوی هرڅه دې لوټ شي او هغوی دې پردي وطن ته د اسیرانو په توګه یووړل شي.

5. د هغوی بد کارونه مه بخښه او د هغوی ګناهونه مه هېروه، ځکه چې هغوی د معمارانو یعنې زمونږ سپکاوی کوي.»

6. نو مونږ د دېوال بیا ودانولو ته دوام ورکړ او د هغه لوړوالی نیمایي ته ورسېده، ځکه چې خلکو په شوق سره کار کاوه.

7. خو کله چې سنبلط، طوبیا او د عربو، عمون او اشدود خلکو واورېدل چې د اورشلیم د دېوال د بیا جوړولو کار پرمخ روان دی او د دېوال سوري بندیږي، نو هغوی ډېر په قهر شول.

8. نو هغوی ټولو دسیسه جوړه کړه چې راشي او په اورشلیم باندې برید وکړي او ګډوډي جوړه کړي،

9. خو مونږ خپل خدای ته دعا وکړه او د خپل ځان د ساتنې دپاره مو د هغوی په وړاندې شپه او ورځ ساتونکي ځای په ځای کړل.

10. د یهودا خلکو دا سندره وویله:«مونږه ستړي شوي یو په وړلو د بارونو سرهڅنګه به یووړل شي دومره ماتې تیږېڅنګه جوړوو به مونږه دا دېوال؟»

11. زمونږ دښمنانو به ویل: «مخکې له دې چې یهودیان په دې پوه شي چې څه وشول، مونږ به په غلا ورشو او هغوی به ووژنو، ترڅو د هغوی د کار مخه ونیسو.»

12. خو هغه یهودیان چې زمونږ دښمنانو ته نژدې اوسېدل، هغوی به بیا بیا راتلل او مونږ به یې د دښمنانو د هغو نقشو څخه خبرولو چې زمونږ په ضد به یې جوړولې.

13. نو ما خلک ولېږل چې د دېوال په هغو ټیټو ځایونو کې چې لا جوړ شوي نه وو، پهره وکړي. هغوی مې د کورنیو په ترتیب ځای په ځای کړل او د خپلو تورو، نېزو او لیندو سره هلته ودرېدل.

14. کله چې ماته معلومات وشو، نو زه پاڅېدم او مشرانو، مامورانو او د قوم پاتې خلکو ته مې وویل: «د خپلو دښمنانو څخه مه وېرېږئ. دا یاد ساتئ چې څښتن څومره لوی او هیبتناک دی. نو تاسو د خپلو خپلوانو، اولادونو، ښځو او کورونو په خاطر وجنګېږئ.»

15. زمونږ دښمنان پوه شول چې مونږ د هغوی د دسیسې څخه خبر یو او هغوی په دې باندې هم پوه شول چې خدای د هغوی پلانونه شنډ کړي دي. نو مونږ ټول بېرته لاړو چې د دېوال د بیا ودانولو کار وکړو.

16. د هماغه وخت څخه وروسته زما نیمو خلکو کار کاوه او نیمو خلکو چې د زغرو کالي یې اغوستي وو او په نېزو، سپرونو او لیندو باندې سمبال وو، پهره کوله. مشرانو د کار کوونکو ملاتړ کاوه.

17. هغه څوک چې د دېوال په ودانولو باندې بوخت وو او هغو خلکو چې د ودانۍ مواد به یې وړل، په یو لاس کې به یې وسله نیولې وه او په بل لاس به یې کار کاوه.

18. د معمارانو څخه به هر یو خپله توره تر ملا تړلې وه او کار به یې کاوه. هغه سړی چې د خطر سرنی یې واهه، زما په څنګ کې ولاړ ؤ.

19. نو ما شریفو خلکو او د هغوی مامورانو او نورو خلکو ته وویل: «زمونږ کار ډېر دی او ساحه يې دومره پراخه ده چې مونږ یو د بل څخه په یو لېرې فاصله کې یو.

20. کله چې تاسو د سرني اواز واورېد، زر راشئ او زما په شاوخوا باندې راټول شئ. زمونږ خدای به زمونږ دپاره وجنګیږي.»

21. نو هره ورځ به د سباوون څخه د شپې د ستورو د راختلو پورې زمونږ نیمو کسانو په دېوال باندې کار کاوه او نورو نیمو به د خپلو نېزو سره ولاړ او پهره به یې کوله.

22. په دې وخت کې ما د کار مسوولانو ته وویل چې دوی دې د خپلو مرستیالانو سره د شپې له خوا په اورشلیم کې پاتې شي، ترڅو هغوی وکولای شي چې د شپې له خوا د ښار ساتنه وکړي او د ورځې له خوا کار وکړي.

23. په دې وخت کې ټولو خپل کالي نه ویستل او تل به په وسلو سمبال وو. نه ما، نه زما خپلوانو، نه زما خدمتګارانو او نه زما ساتونکو، حتی هغه وخت چې د اوبو دپاره تلل، وسله به یې په ځمکه نه ایښودله.

About نحمیا Chapter 4

Read نحمیا Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: نحمیا
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading نحمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading نحمیا Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is نحمیا Chapter 4?

نحمیا Chapter 4 is part of the Book of نحمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete نحمیا Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from نحمیا

  1. نحمیا Chapter 5
  2. نحمیا Chapter 9
  3. نحمیا Chapter 11
  4. نحمیا Chapter 2
  5. نحمیا Chapter 3
  6. نحمیا Chapter 12
  7. نحمیا Chapter 10

Related Chapters & Readings

  1. اول پطروس Chapter 2
  2. قاضیان Chapter 6
  3. پیدایښت Chapter 12
  4. عبرانیانو ته Chapter 7
  5. یونس Chapter 1
  6. لوقا Chapter 1
  7. دوهم پادشاهان Chapter 24
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *