Read نحمیا Chapter 13 Online
Read نحمیا Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of نحمیا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
نحمیا 13
فصل 13
1. په هغه ورځ چې کله د موسی تورات په لوړ اواز سره خلکو ته لوستل کېده، هغوی داسې لیکنه راپیدا کړه چې په هغې کې ویل شوي وو چې عمونیانو او موآبیانو ته اجازه نشته چې د خدای د قوم د غونډې سره یوځای شي.
2. دا په دې خاطر چې د عمون او موآب خلکو اسراییلیانو ته د مصر څخه د راوتلو په وخت کې په لاره کې د خوړو او اوبو په ورکولو سره هرکلی ونه کړ، بلکې د دې په ځای هغوی بلعام ته پیسې ورکړې چې په اسراییلو باندې لعنت ووایي، خو زمونږ خدای هغه لعنت په برکت باندې بدل کړ.
3. کله چې د اسراییلو قوم د تورات دا وینا واورېدله، هغوی ټول دورګه خلک د اسراییلو د ټولنې نه وشړل.
4. الیاشیب کاهن چې زمونږ د خدای د کور د ګودامونو مسوول ؤ، هغه د طوبیا خپلوان ؤ.
5. د ګودامونو د کوټو څخه یې یوه لویه کوټه طوبیا ته ورکړې وه. دا کوټه مخکې د غلو دانو او خوشبویۍ د نذرانو او د خدای د کور د لوښو او هم د غلو دانو، شرابو او د زیتونو د تېلو د لسمې برخې دپاره وه، چې لاویانو، د خدای د کور سندرغاړو او د خدای د کور ساتونکو ته به د حکم سره سم ورکول کېدل. د کاهنانو دپاره نذرانې هم په دې کوټه کې ساتل کېدلې.
6. خو کله چې دا کار کېده زه په اورشلیم کې نه وم، ځکه چې د ارتخششتا د پاچاهۍ په دوه دېرشم کال چې هغه د څپرکیل پاچا ؤ، زه بېرته هغه ته ورغلی وم. څه موده وروسته مې د هغه څخه اجازه تر لاسه کړه
7. او اورشلیم ته راستون شوم. هلته د الیاشیب د هغه بد کار څخه خبر شوم چې طوبیا ته یې د خدای په کور کې یوه کوټه ورکړې وه.
8. زه ډېر په قهر شوم او د طوبیا ټول شیان مې دباندې وغورځول.
9. ما حکم ورکړ چې کوټې دې د مذهبي دود له مخې پاکې شي او د خدای د کور سامان، د غلې دانې نذرانې او خوشبویي دې بېرته کېښودل شي.
10. همدارنګه زه خبر شوم چې د خدای د کور سندرغاړي او نور لاویان د اورشلیم څخه تللي او بېرته خپلو کروندو ته ستانه شوي دي، ځکه چې خلکو هغوی ته خپله برخه نه وه ورکړې.
11. نو ما مامورین ورټل او د هغوی څخه مې پوښتنه وکړه: «د خدای د کور په هکله ولې بې پروایي شوې ده؟» بیا مې لاویان او سندرغاړي بېرته د خدای کور ته راوستل او هغوی ته مې بېرته خپلې وظیفې وسپارلې.
12. نو د یهودا ټولو خلکو یوځل بیا د خدای د کور ګودامونو ته د خپلو غلو دانو، شرابو او د زیتونو د تېلو د لسمې برخې په راوړلو باندې پیل وکړ.
13. دا لاندې کسان مې د ګودامونو د مسوولانو په توګه وټاکل: شلمیا کاهن، صادوق چې د شریعت عالم ؤ، فدایا لاوي او حانان چې د زکور زوی او د متنیا لمسی ؤ، د هغوی مرستیال. دا سړي خلکو ته د اعتبار وړ وو، د دوی کار نورو خدمتګارانو ته د سامانونو وېشل ؤ.
14. ای زما خدایه، زما هغه ښه کارونه په یاد وساته چې ستا د کور دپاره مې کړي دي او هغه مه هېروه.
15. په هغه وخت کې مې ولیدل چې په یهودا کې خلک د سبت په ورځ د انګورو څخه شربت وباسي. نورو غلې دانې، شراب، انګور، انځر او نور شیان په خپلو خرو باندې بارول او هغه یې اورشلیم ته وړل. هغوی غوښتل چې د سبت په ورځ دا شیان خرڅ کړي، خو ما خبرداری ورکړ چې دا کارونه ونه کړي.
16. ځینې خلک چې د صور د ښار څخه وو او په اورشلیم کې اوسېدل، هغوی به هم د سبت په ورځ ماهیان او هر ډول شیان راوړل چې په هغو یهودیانو یې خرڅ کړي چې په اورشلیم کې اوسېدل.
17. ما د یهودیانو مشران ورټل او هغوی ته مې وویل: «دا څه بد کار دی چې تاسې یې کوئ؟ تاسې ولې د سبت د ورځې سپکاوی کوئ؟
18. ایا ستاسو نیکونو همداسې کارونه ونه کړل، ترڅو زمونږ خدای په مونږ او په دې ښار باندې دا ټول مصیبتونه راوستل؟ اوس تاسو د سبت ورځې ته په سپکاوي سره په اسراییلو باندې د هغه نور غضب هم راپاروئ.»
19. نو ما حکم ورکړ چې د ښار دروازې دې د سبت د پیل کېدلو، یعنې د لمر د پرېوتلو د وخت نه بندې کړای شي او د سبت د پای ته رسېدلو پورې دې خلاصې نه شي. ما د خپلو کسانو څخه څو تنه په دروازو کې ودرول چې د سبت په ورځ د خرڅولو شیان ښار ته رانه وړل شي.
20. هغو سوداګرو او خرڅوونکو چې هر ډول شیان به یې خرڅول یو یا دوه ځلې یې د شنبې شپه د اورشلیم څخه دباندې تېره کړه.
21. خو ما هغوی ته خبرداری ورکړ او ومې ویل: «تاسو ولې د دېوال په خوا کې شپه تېروئ؟ که تاسو بیا دا کار وکړ، نو زه به ستاسو په وړاندې د زور څخه کار واخلم.» له هماغه وخت راهیسې هغوی نور د سبت په ورځ رانغلل.
22. ما لاویانو ته حکم وکړ چې خپل ځانونه د مذهبي دود له مخې پاک کړي او په دروازو کې پهره وکړي، ترڅو د سبت د ورځې پاکوالی وساتل شي.ای زما خدایه، ما د دې کار په خاطر هم در په یاد کړه او د خپلې لویې او تلپاتې مینې په خاطر په ما باندې رحم وکړه.
23. په هغه وخت کې مې دا هم ولیدل چې د یهودا ځینو خلکو د اشدود، عمون او موآب د ښځو سره ودونه کړي وو.
24. د هغوی د ماشومانو څخه نیمایي یې په اشدودي یا ځینو نورو ژبو باندې خبرې کولې او هغوی د یهودا په ژبه باندې خبرې نه شوې کولای.
25. نو ما هغه خلک ورټل، په هغوی باندې مې لعنت ووایه، ځینې مې ووهل او د هغوی د سرونو وېښتان مې وویستل. بیا مې هغوی ته د خدای په نوم باندې قسم ورکړ چې هغوی او د هغوی اولادونه به د پردیو قومونو سره ودونه نه کوي.
26. ما هغوی ته وویل: «همدا د پردیو قومونو ښځې وې چې سلیمان پاچا یې ګناهکار کړ. هغه د نورو قومونو د پاچاهانو په منځ کې ساری نه درلود. خدای د هغه سره مینه درلودله او هغه یې په ټولو اسراییلو باندې پاچا کړی ؤ، خو هغه هم پردیو ښځو د ګناه خواته یووړ.
27. ایا مونږ هم ستاسو په لاره روان شو او د پردیو قومونو د ښځو سره په ودونو کولو لویه ګناه وکړو او په دې توګه د خپل خدای په وړاندې خیانت وکړو؟»
28. یهویاداع د مشر کاهن الیاشیب زوی ؤ، خو د هغه د زامنو څخه یو تن د سنبلط حوروني د لور سره واده کړی ؤ، نو هغه مې د اورشلیم څخه وشړلو.
29. ای زما خدایه، دا در په یاد کړه چې هغوی څنګه د کاهن د مقام او د هغه لوظ سپکاوی وکړ چې تا د کاهنانو او لاویانو سره کړی ؤ.
30. ما قوم د ټولو پردیو شیانو څخه پاک کړ او د کاهنانو او لاویانو دپاره مې وظیفه وټاکله، ترڅو هغوی ټول خپل مسوولیت وپېژني.
31. داسې ترتیبات مې ونیول چې خلک به په ټاکلي وخت د نذرانو د سوځولو دپاره لرګي راوړي او د خپلو لومړنیو حاصلاتو نذرانې به راوړي.ای زما خدایه، ما در په یاد کړه او ماته برکت راکړه.
About نحمیا Chapter 13
Read نحمیا Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: نحمیا
Chapter: 13
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading نحمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading نحمیا Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is نحمیا Chapter 13?
نحمیا Chapter 13 is part of the Book of نحمیا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete نحمیا Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from نحمیا
- نحمیا Chapter 1
- نحمیا Chapter 10
- نحمیا Chapter 6
- نحمیا Chapter 5
- نحمیا Chapter 7
- نحمیا Chapter 4
- نحمیا Chapter 11