نحمیا Chapter 11

For English

Read نحمیا Chapter 11 Online

Read نحمیا Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of نحمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

نحمیا 11

فصل 11

1. نو د قوم مشران په اورشلیم کې ځای په ځای شول او نورو خلکو پچه واچوله چې د هرو لسو کورنیو څخه دې یوه کورنۍ غوره شي او هغه دې د اورشلیم په سپېڅلي ښار کې واوسیږي او پاتې دې په نورو ښارګوټو کې واوسیږي.

2. هر سړی چې په خپله خوښه حاضرېده چې په اورشلیم کې واوسیږي، خلکو د هغه دپاره د برکت غوښتنه کوله.

3. د اسراییلو خلک، کاهنان، لاویان، د خدای د کور خدمتګاران او د سلیمان د خدمتګارانو اولاده د یهودا په ښارګوټو کې په خپلو ځمکو کې اوسېدل.دا د یهودا د ولایت د مشرانو لست دی چې په اورشلیم کې اوسېدل:

4. په اورشلیم کې د یهودا او بنیامین د قبیلو ځینې غړي اوسېدل چې هغه دا وو: عتایا چې د عزیا زوی ؤ او د زکریا لمسی ؤ. د هغه په نورو نیکونو کې امریا، شفطیا او مهللییل چې د یهودا د زوی فارص اولاده ده، شامل وو.

5. معسیا چې د باروک زوی او د کلحوزه لمسی ؤ. د هغه په نورو نیکونو کې حزایا، عدایا، یویاریب او زکریا چې د یهودا د زوی شیله اولاده ده، شامل وو.

6. د فارص له اولادې څخه څلورسوه اته شپېته تکړه سړي چې په اورشلیم کې اوسېدل.

7. د بنیامین له قبیلې غړي: سلو چې د مشلام زوی او د یوعید لمسی ؤ. د هغه په نورو نیکونو کې فدایا، قولایا، معسیا، ایتییل او اشعیا شامل وو.

8. د سلو نه وروسته جبای او سلای.ټول نهه سوه اته ویشت تنه بنیامینیان په اورشلیم کې اوسېدل.

9. د زکري زوی یوییل د هغوی مشر ؤ او یهودا د هسنواه زوی په ښار کې د هغه مرستیال ؤ.

10. کاهنان: یدعیا د یویاریب زوی او یاکین.

11. سرایا چې مشر کاهن ؤ، د حلقیا زوی او د مشلام لمسی. د هغه په نیکونو کې صادوق، مرایوت او اخیطوب شامل وو.

12. له دې طایفې څخه اته سوه دوه ویشت تنو د خدای په کور کې خدمت کاوه.عدایا چې د یروحام زوی او د فللیا لمسی ؤ. د هغه په نیکونو کې امصي، زکریا، فشحور او ملکیا شامل وو.

13. د دې طایفې څخه دوه سوه دوه څلوېښت تنه د کورنیو مشران وو.عمشیسای د عزرییل زوی او د اخزای لمسی ؤ. د هغه په نیکونو کې مشلیموت او یمیر شامل وو.

14. د دې طایفې څخه یو سلو اته ویشت زړور جنګیالي وو. د هغوی مشر زبدي ییل د هجدولیم زوی ؤ.

15. لاویان: شمعیه د حشوب زوی او د عزریقام لمسی ؤ. حشبیا او بوني د هغه نیکونه وو.

16. شبتای او یوزاباد مشر لاویان وو او دوی د هغو کارونو مسوولان وو چې د خدای له کور څخه دباندې به تر سره کېدل.

17. متنیا د میکا زوی او د زبدي لمسی ؤ چې د اساف اولاده وه. هغه د شکرګزارۍ د دعا د سندرې په ویلو سره، د خدای د کور د سندرغاړو د ډلې مشري کوله.بقبقېا د متنیا مرستیال ؤ.عبدا د شموع زوی او د جلال لمسی ؤ چې د یدوتون له اولادې څخه ؤ.

18. د اورشلیم په سپېڅلي ښار کې ټول دوه سوه او څلور اتیا تنه لاویان اوسېدل.

19. د خدای د کور ساتونکي: عقوب، طلمون او د هغوی خپلوان چې ټول یو سلو دوه اویا تنه وو.

20. د اسراییلو نور خلک او پاتې کاهنان او لاویان د خپلو نیکونو په جایدادونو کې د یهودا په نورو ښارګوټو کې اوسېدل.

21. د خدای د کور خدمتګاران د اورشلیم په هغې برخې کې اوسېدل چې د عوفل په نوم یادېده او هغوی د صیحا او جشفا تر نظر لاندې کار کاوه.

22. عزي د باني زوی او د حشبیا لمسی ؤ، هغه د هغو لاویانو مشر ؤ چې په اورشلیم کې اوسېدل. د هغه په نیکونو کې متنیا او میکا شامل وو او میکا د اساف د طایفې څخه ؤ چې نوموړې طایفې د خدای په کور کې د موسیقۍ مسوولیت په غاړه درلود.

23. د سندرغاړو ورځنی فعالیت د فارس پاچا د حکم او اصولو سره سم تر سره کېده.

24. فتحیا د مشیزبییل زوی چې د زرح د طایفې او د یهودا د قبیلې څخه ؤ، د فارس په دربار کې د اسراییلو د خلکو استازی ؤ.

25. ډېر خلک په هغو ښارګوټو کې اوسېدل چې د هغوی کروندو ته نژدې وو. د یهودا د قبیلې خلک په قریت اربع، دیبون او یقبصي ییل او د دغو ښارونو په نژدې کلیو کې اوسېدل.

26. همدارنګه هغوی د یشوع، مولاده، بیت فالط

27. او د حزر شوعال په ښارونو او د بیرشبع په ښار او د هغه په شاوخوا کلیو کې هم اوسېدل.

28. هغوی د صقلغ په ښار او د مکونه په ښار او د هغه په شاوخوا کلیو کې،

29. په عین رمون، زرعه، یرموت،

30. زانوح، عدولام او د دغو ښارګوټو په نژدې کلیو کې اوسېدل. هغوی په لاکیش او نژدې کروندو او په عزیقه او د هغې په شاوخوا کلیو کې اوسېدل. په دې توګه د یهودا خلک په هغې سیمې کې اوسېدل چې د بیرشبع او د هنوم د درې ترمنځ پرته وه.

31. د بنیامین د قبیلې خلک په جبع، مخماس، عیا او په بیت ییل او د هغه په شاوخوا او نژدې کلیو،

32. عناتوت، نوب، عننیا،

33. حاصور، رامه، جتایم،

34. حادید، صبوییم، نبلاط،

35. لود او اونو او د کسبګرو په دره کې اوسېدل.

36. د لاویانو ځینې ډلې چې د یهودا په سیمه کې اوسېدلې هغوی ولېږل شوې چې د بنیامین د خلکو سره واوسیږي.

About نحمیا Chapter 11

Read نحمیا Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: نحمیا
Chapter: 11
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading نحمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading نحمیا Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is نحمیا Chapter 11?

نحمیا Chapter 11 is part of the Book of نحمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete نحمیا Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. لاویان Chapter 8
  7. اول پادشاهان Chapter 21

Explore More from نحمیا

  1. نحمیا Chapter 1
  2. نحمیا Chapter 6
  3. نحمیا Chapter 7
  4. نحمیا Chapter 5
  5. نحمیا Chapter 9
  6. نحمیا Chapter 3
  7. نحمیا Chapter 10

Related Chapters & Readings

  1. عبرانیانو ته Chapter 7
  2. دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1
  3. اشعیا Chapter 52
  4. مرثیې Chapter 4
  5. پیدایښت Chapter 7
  6. ارمیا Chapter 20
  7. زبور Chapter 85
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *