نحمیا Chapter 6

For English

Read نحمیا Chapter 6 Online

Read نحمیا Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of نحمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

نحمیا 6

فصل 6

1. سنبلط، طوبیا، جشم چې عرب ؤ او زمونږ نورو دښمنانو واورېدل چې مونږ د دېوال د ودانولو کار پای ته رسولی دی او په هغه کې هېڅ سوری پاتې نه دی. یوازې د دروازو د پلو د ایښودلو کار پاتې ؤ.

2. نو سنبلط او جشم ماته یو پیغام راولېږه او دا وړاندیز یې وکړ چې د هغوی سره د اونو په ډاګ کې په یوه کلي کې وګورم. زه پوه شوم چې دا د هغوی یو چل ؤ او غوښتل یې چې ماته زیان ورسوي.

3. هغوی ته مې استازي ورولېږل چې داسې ورته ووایي: «زه په یو مهم کار باندې بوخت یم. زه نه شم کولای چې خپل کار پرېږدم، هلته درشم او ستاسو سره وګورم.»

4. هغوی څلور ځلې هماغه پیغام راولېږه او ما ورته هر ځل هماغه ځواب ورلېږه.

5. نو سنبلط خپل خدمتګار د پنځم ځل دپاره د یو لیک سره راولېږه، دا یو سرخلاصی لیک ؤ.

6. په هغه کې داسې لیکل شوي وو:«جشم وایي چې د ګاونډیو قومونو په منځ کې داسې اوازې دي چې ته او یهودیان اراده لرئ چې سرغړونه وکړئ، نو په دې خاطر تاسو دا دېوال ودانوئ. دا هم وایي چې ته غواړې خپل ځان د هغوی پاچا کړې.

7. همدارنګه تا نبیان هم ټاکلي دي چې په اورشلیم کې داسې اعلان وکړي چې نحمیا د یهودا پاچا دی. نو دا خبر به بېرته پاچا ته ورسیږي، ښه به دا وي چې زما سره وګورې، ترڅو په دې اړه یو د بل سره مشوره وکړو.»

8. ما هغه ته ځواب ورولېږه: «ته چې څه وایې په هغې کې هېڅ رښتیا نشته. دا ټولې خبرې تا د خپله ځانه جوړې کړې دي.»

9. هغوی ټولو هڅه کوله چې مونږ ووېروي او د دې کار څخه لاس واخلو. خو ما خدای ته دعا وکړه چې ماته قوت راکړه.

10. شمعیه د دلایا زوی او د مهیتبییل لمسي نه شو کولای چې خپل کور پرېږدي، نو زه د هغه د لیدلو دپاره لاړم. چې کله یې زه ولیدم، ویې ویل: «باید د خدای په کور کې پټ شو او دروازې قلف کړو، ځکه چې هغوی د شپې راځي چې تا ووژني.»

11. ما ځواب ورکړ: «زه داسې سړی نه یم چې وتښتم او پټ شم. ایا ته فکر کوې چې زه به د خدای په کور کې په پټېدلو سره خپل ژوند وژغورم؟ زه به دا کار ونه کړم.»

12. کله چې ما په دې اړه فکر وکړ نو پوه شوم چې خدای شمعیه نه دی رالېږلی، بلکې طوبیا او سنبلط هغه ته رشوت ورکړی دی چې ماته دا خبرداری راکړي.

13. هغوی هغه اجیر نیولی ؤ چې ما ووېروي او ګناه وکړم، ترڅو هغوی وکولای شي چې زما نوم بد کړي او ومې شرموي.

14. ما دعا وکړه: «ای زما خدایه، هغه څه چې طوبیا او سنبلط وکړل هغه در په یاد کړه او هغوی ته سزا ورکړه. همدارنګه نوعدیه پیغمبره او نور ټول نبیان در په یاد کړه چې غوښتل یې ما ووېروي.»

15. دېوال په دوه پنځوس ورځو کې د ایلول د میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه پای ته ورسېده.

16. کله چې زمونږ ټول دښمنان خبر شول چې کار پای ته ورسېده، نو شاوخوا قومونه ووېرېدل او رسوا شول، ځکه چې هغوی په دې پوه شول چې زمونږ خدای د دېوال په بیا ودانولو کې زمونږ سره مرسته کړې ده.

17. په دې ټوله موده کې یهودي مشرانو او طوبیا یو بل ته لیکونه استول.

18. دوه دلیلونه وو چې په یهودا کې ډېرو خلکو د طوبیا سره قسم کړی ؤ: یو دا چې شکنیا د آرح زوی د هغه خسر ؤ او بل دا چې د طوبیا زوی یهوحانان د برکیا د زوی مشلام د لور سره واده کړی ؤ.

19. خلکو به زما په مخکې د طوبیا د ښو کارونو په اړه خبرې کولې او زما خبرې به یې هغه ته رسولې. نو طوبیا به لیکونه رالېږل چې ما ووېروي.

About نحمیا Chapter 6

Read نحمیا Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: نحمیا
Chapter: 6
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading نحمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading نحمیا Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is نحمیا Chapter 6?

نحمیا Chapter 6 is part of the Book of نحمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete نحمیا Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from نحمیا

  1. نحمیا Chapter 8
  2. نحمیا Chapter 12
  3. نحمیا Chapter 10
  4. نحمیا Chapter 7
  5. نحمیا Chapter 2
  6. نحمیا Chapter 3
  7. نحمیا Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. ارمیا Chapter 14
  2. صفنیا Chapter 3
  3. متلونه Chapter 14
  4. متلونه Chapter 27
  5. ایوب Chapter 7
  6. زکریا Chapter 7
  7. رومیانو ته Chapter 2
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *