نحمیا Chapter 3

For English

Read نحمیا Chapter 3 Online

Read نحمیا Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of نحمیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

نحمیا 3

فصل 3

1. تبیا مشر کاهن الیاشیب او د هغه ملګرو کاهنانو د پسه دروازه بېرته جوړه کړه، هغه یې وقف کړه او دروازې یې بېرته په خپل ځای کې کېښودلې. هغوی هغه دېوال د سلو د برج او د حنن ییل تر برج پورې ودان او وقف کړ.

2. د دېوال بله برخه د اریحا خلکو ودانه کړه. ورپسې برخه یې د امري زوی زکور ودانه کړه.

3. د هسناه طایفې د ماهي دروازه جوړه کړه. هغوی تیرونه او دروازې په خپلو ځایونو کې کېښودلې او په هغو کې یې د دروازې د بندولو دپاره قلفکونه او اړمونه هم کېښودل.

4. مریموت چې د اوریا زوی او د هقوس لمسی ؤ د دېوال بله برخه جوړه کړه. د برکیا زوی او د مشیزبییل لمسي مشلام د دېوال بله برخه جوړه کړه او بله برخه یې صادوق د بعنه زوی جوړه کړه.

5. د دېوال بله برخه د تقوع خلکو جوړه کړه، خو د تقوع مشرانو د هغه کار څخه انکار وکړ چې د کار د مسوولانو له خوا هغوی ته ورسپارل شوی ؤ.

6. یویاداع د فاسیح زوی او مشلام د بسودیا زوی د یشانه دروازه جوړه کړه. هغوی تیرونه او د دروازې پلې په خپلو ځایونو کې کېښودلې او په هغو کې یې د دروازې د بندولو دپاره قلفکونه او اړمونه هم کېښودل.

7. د جبعون څخه ملتیا، د میرونوت څخه یادون او د جبعون او مصفه خلکو د فرات د سیند د لوېدیځې خوا د سیمې د والي تر استوګنځي پورې د دېوال بله برخه جوړه کړه.

8. د دېوال بله برخه عزییل د حرهایا زوی چې زرګر ؤ جوړه کړه. حننیا چې د عطر جوړوونکو څخه ؤ تر پلن دېواله پورې د دېوال بله برخه جوړه کړه.

9. رفایا د حور زوی چې د اورشلیم د نیمې ناحیې حاکم ؤ، د دېوال بله برخه جوړه کړه.

10. یدعیا د حروماف زوی د دېوال هغه برخه جوړه کړه چې د هغه د کور مخې ته وه. د دېوال بله برخه حطوش د حشبنیا زوی جوړه کړه.

11. ملکیا د حاریم زوی او حشوب د فحت موآب زوی د دېوال ورپسې برخه او هم د تنورونو برج جوړ کړ.

12. شلوم د هلوحیش زوی چې د اورشلیم د بلې نیمې ناحیې حاکم ؤ، د دېوال بله برخه جوړه کړه. د هغه لورګانو د هغه سره په دې کار کې مرسته وکړه.

13. حانون او د زانوح د ښار اوسېدونکو د درې دروازه بېرته جوړه کړه. هغوی د دروازې پلې په خپلو ځایونو کې کېښودلې او په هغو کې یې د دروازې د بندولو دپاره قلفکونه او اړمونه هم کېښودل. وروسته یې د خزلو د دروازې پورې څلور سوه او پنځوس متره دېوال بیا جوړ کړ.

14. ملکیا د رکاب زوی چې د بیت هکاریم د ناحیې حاکم ؤ، د خزلو دروازه یې بېرته جوړه کړه. هغه د دروازې پلې په خپلو ځایونو کې کېښودلې او په هغو کې یې د دروازې د بندولو دپاره قلفکونه او اړمونه هم کېښودل.

15. شلون د کلحوزه زوی چې د مصفه د ناحیې حاکم ؤ، د فوارې دروازه یې بېرته جوړه کړه. هغه د دروازې چت جوړ کړ، د دروازې پلې یې په خپلو ځایونو کې کېښودلې او په هغو کې یې د دروازې د بندولو دپاره قلفکونه او اړمونه هم کېښودل. هغه د سیلوحا د حوض څخه چې د شاهي باغ په څنګ کې ؤ د هغو زینو پورې چې د داود د ښار څخه کوزې شوې وې، دېوال ودان کړ.

16. نحمیا د عزبوق زوی چې د بیت صور د نیمې ناحیې حاکم ؤ، د دېوال بله برخه چې د داود د کورنۍ هدیرې، حوض او عسکري قشلو پورې رسېدله، جوړه کړه.

17. هغه لاویان چې د دېوال څو نورې برخې یې جوړې کړې، دا دي: رحوم د باني زوی لومړنۍ برخه جوړه کړه. حشبیا چې د قعیلې د نیمې ناحیې حاکم ؤ، د خپلې ناحیې په استازیتوب بله برخه جوړه کړه.

18. بوای د حیناداد زوی چې د قعلې د ناحیې د بلې نیمایي برخې حاکم ؤ، بله برخه جوړه کړه.

19. ایصر د یشوع زوی چې د مصفې حاکم ؤ، د دېوال هغه بله برخه جوړه کړه چې هغې لارې ته مخامخ وه چې جبه خانې او د وسلو ګودام ته ورختلې وه او د دېوال تر کنجه پورې رسېدله.

20. باروک د زبای زوی د دېوال بله برخه چې د مشر کاهن الیاشیب د کور تر دروازې پورې رسېدله، جوړه کړه.

21. مریموت چې د یوریا زوی او د هقوس لمسی ؤ، یوه بله برخه د الیاشیب د کور د دروازې څخه د هغه د کور تر پایه پورې جوړه کړه.

22. هغه کاهنان چې د دېوال څو نورې برخې یې جوړې کړې، دا دي: د اورشلیم د شاوخوا سیمې کاهنانو د دېوال بله برخه جوړه کړه.

23. بنیامین او حشوب هغه برخه جوړه کړه چې د هغوی کور ته مخامخ وه. د معسیا زوی او د عننیا لمسي عزریا هغه برخه جوړه کړه چې د هغه د کور په خوا کې وه.

24. بنوي د حیناداد زوی بله برخه جوړه کړه چې د عزریا د کور څخه د دېوال تر کنجه پورې وه.

25. ‏-

26. فالال د اوزای زوی بله برخه جوړه کړه چې د دېوال د کنج او د هغې پورتنۍ ماڼۍ د برج څخه پیل شوې وه چې د ساتونکو حوېلۍ ته نژدې وه. فدایا د فرعوش زوی بله برخه جوړه کړه چې په ختیځ کې د اوبو د دروازې او د خدای د کور د پهره دارۍ برج ته مخامخ وه. (دا د ښار هغې برخې ته نژدې وه چې د عوفل په نوم یادېدله او د خدای د کور خدمتګاران په کې اوسېدل.)

27. د تقوع خلکو د دېوال بله برخه جوړه کړه او دا د هغوی دوهمه برخه وه. هغه برخه د هغه ځای څخه پیل شوې وه چې د خدای د کور د څارنې لوی برج ته مخامخ وه او د عوفل تر دېواله پورې رسېدله.

28. د کاهنانو یوې ډلې د دېوال بله برخه جوړه کړه چې د اسونو د دروازې په شمال کې وه. هر یو په هغې برخې باندې کار کاوه چې د هغه د کور په مخکې وه.

29. صادوق د یمیر زوی د دېوال بله برخه جوړه کړه چې د هغه د کور په مخکې وه. شمعیه د شکنیا زوی چې د ختیځې دروازې ساتونکی ؤ، د دېوال بله برخه جوړه کړه.

30. حننیا د شلمیا زوی او حانون د صالاف شپږم زوی د دېوال بله برخه جوړه کړه چې دا د هغوی دپاره دوهمه برخه وه. مشلام د برکیا زوی د دېوال بله برخه جوړه کړه چې د هغه د کور په مخکې وه.

31. ملکیا چې یو زرګر ؤ، د دېوال هغه برخه جوړه کړه چې د خدای د کور د کار کوونکو او سوداګرانو تر کوره پورې رسېدله. دا ځای د حاضرۍ دروازې ته مخامخ ؤ چې هغې کوټې ته نژدې ؤ چې د دېوال په شمال ختیځ کنج باندې وه.

32. زرګرانو او سوداګرانو د دېوال وروستنۍ برخه چې د کنج د کوټې څخه د پسه تر دروازې پورې رسېدله، جوړه کړه.

About نحمیا Chapter 3

Read نحمیا Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of نحمیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: نحمیا
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading نحمیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading نحمیا Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is نحمیا Chapter 3?

نحمیا Chapter 3 is part of the Book of نحمیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete نحمیا Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. زبور Chapter 22
  4. اول پادشاهان Chapter 5
  5. لاویان Chapter 10
  6. لاویان Chapter 8
  7. لاویان Chapter 9

Explore More from نحمیا

  1. نحمیا Chapter 1
  2. نحمیا Chapter 11
  3. نحمیا Chapter 8
  4. نحمیا Chapter 5
  5. نحمیا Chapter 10
  6. نحمیا Chapter 2
  7. نحمیا Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. استر Chapter 1
  2. اعمال رسولان Chapter 6
  3. خروج Chapter 2
  4. ایوب Chapter 6
  5. اعمال رسولان Chapter 3
  6. شمېر Chapter 17
  7. استر Chapter 5
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *