فلیپیانو ته Chapter 2

For English

Read فلیپیانو ته Chapter 2 Online

Read فلیپیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of فلیپیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of فلیپیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

فلیپیانو ته 2

فصل 2

1. که چېرې تاسو په مسیح کې ډاډه یئ، یا د هغه مینه تاسو ته تسلي درکوي، یا د خدای د روح سره شراکت لرئ، یا ستاسو ترمنځ مینه او خواخوږي وي،

2. نو تاسو زما خوشحالي پوره کړئ او په یو فکر اوسئ، یو د بل سره مینه ولرئ، په روح کې سره یو اوسئ او یو مقصد ولرئ.

3. د ځان خوښونې او غرور له مخې هېڅ کار مه کوئ، بلکې په عاجزۍ سره نور خلک د ځان نه لوړ ګڼئ.

4. یوازې د خپل ځان په فکر کې مه اوسئ، بلکې د نورو ګټې هم په پام کې ونیسئ.

5. هماغه ډول فکر ولرئ لکه څنګه چې عیسی مسیح درلود.

6. که څه هم هغه الهي ذات ؤ، خو هغه د خدای سره د برابرۍ څخه د خپل ځان په ګټه کار وانخیست،

7. بلکې هغه په خپله خوښه د هرڅه نه تېر شو او د یو غلام فطرت یې اختیار کړ. هغه د انسان په شکل پیدا شو او په انساني جسم کې راښکاره شو.

8. هغه خپل ځان عاجز کړ او د تابعدارۍ له مخې مرګ ته حاضر شو او حتی په صلیب باندې مرګ ته.

9. له همدې امله خدای هغه ته لوړ مقام ورکړ او هغه ته یې هغه نوم ورکړ چې د ټولو نومونو نه لوړ دی،

10. ترڅو د عیسی په نوم ټول مخلوقات که په اسمان کې دي، که د ځمکې په مخ او که د ځمکې لاندې، هغه ته په ګونډو شي

11. او ټول د پلار خدای د جلال دپاره په خپله خوله باندې اقرار وکړي چې عیسی مسیح څښتن دی.

12. له دې امله زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو تل زما اطاعت کړی دی، نه یوازې زما په شتون کې، بلکې د هغې نه زیات یې اوس زما په نشتون کې هم وکړئ. نو په وېره او لړزېدلو سره هغه کارونه سرته ورسوئ چې ستاسو د خلاصون د ښکاره کولو سبب ګرځي.

13. ځکه چې دا خدای دی چې په تاسو کې کار کوي او په تاسو کې اراده او قدرت پیدا کوي چې د هغه نېک مقصد پوره کړئ.

14. هر کار پرته له ګورېدلو او بحث کولو سرته ورسوئ،

15. ترڅو په دې زمانه کې چې ټول بې لارې او غلط خلک دي، تاسو د خدای بې عیبه، معصوم او لکه د خدای بې ګناه اولادونه اوسئ او د هغوی په منځ کې لکه د اسمان د ستورو په شان وځلېږئ.

16. تاسو تل د ژوندون پیغام خلکو ته ورسوئ. که چېرې داسې وکړئ، نو زه د مسیح د راتللو په وخت کې به فخر کوم چې نه زما منډې بې فایدې شوې او نه مې خواري بېځایه لاړه.

17. حتی که چېرې لازمه وي چې زما وینه دې لکه د قربانۍ په شان ستاسو د ایمان د قربانۍ په خاطر تویه شي، نو زه به خوشحاله یم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کې به شریک شم.

18. نو تاسو هم خوشحاله اوسئ او زما سره په خوشحالۍ کې شریک شئ.

19. زه څښتن عیسی ته هیله من یم چې ډېر زر به تیموتاوس درولېږم، ترڅو ستاسو د احوال نه خبر شم، نو خوشحاله به شم.

20. ځکه چې دلته د هغه په شان زما سره بل څوک نشته چې په رښتیا ستاسو په فکر کې وي.

21. ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو پسې ګرځي، نه د عیسی مسیح پسې.

22. خو تاسو پوهېږئ چې تیموتاوس خپل لیاقت ثابت کړ چې هغه لکه د یو زوی په شان چې د خپل پلار خدمت کوي، زما سره د زېري په خپرولو کې خدمت کړی دی.

23. نو له دې امله زه هیله لرم چې څنګه زما حال معلوم شي، نو زه به هغه تاسو ته درولېږم

24. او زه په څښتن باندې باور لرم چې په خپله به هم زر درشم.

25. خو اوس ما دا ضروري وګڼله چې زمونږ ورور، د خدمت ملګری او همکار عسکر اپافرودیتوس تاسو ته درولېږم چې هغه ستاسو پیغام رسوونکی دی او تاسو هغه زما د اړتیاوو د پوره کولو دپاره لېږلی ؤ.

26. ځکه چې هغه ډېر ارمان لري چې تاسو ټول وویني او هغه خفه دی، ځکه چې تاسو د هغه د ناروغۍ نه خبر شوي وئ.

27. هغه په رښتیا ناروغه ؤ او مرګ ته نژدې ؤ، خو خدای په هغه باندې رحم وکړ او یوازې په هغه نه، بلکې په ما یې هم وکړ چې په ما باندې د غم دپاسه غم رانه شي.

28. نو زه ډېر غواړم چې هغه تاسو ته درولېږم چې یوځل بیا د هغه په لیدلو خوشحاله شئ او زما غم هم کم شي.

29. نو هغه ته د څښتن په نوم په ډېرې خوشحالۍ سره هرکلی ووایئ او د هغه په شان خلکو ته درناوی کوئ.

30. ځکه چې هغه مسیح ته د خدمت په لاره کې مرګ ته نژدې شوی ؤ او هغه خپل ژوند د هغه خدمت دپاره په خطر کې واچاوه چې تاسو زما دپاره ونه کړای شو.

About فلیپیانو ته Chapter 2

Read فلیپیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of فلیپیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: فلیپیانو ته
Chapter: 2
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading فلیپیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading فلیپیانو ته Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is فلیپیانو ته Chapter 2?

فلیپیانو ته Chapter 2 is part of the Book of فلیپیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete فلیپیانو ته Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from فلیپیانو-ته

  1. فلیپیانو ته Chapter 4
  2. فلیپیانو ته Chapter 3
  3. فلیپیانو ته Chapter 1

Explore More from نوی عهد

  1. متی Chapter 24
  2. اول تیموتاوس Chapter 1
  3. مرقس Chapter 4
  4. یوحنا Chapter 18
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 6
  6. افسیانو ته Chapter 2
  7. مکاشفه Chapter 15

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 82
  2. دوهم تواریخ Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 25
  4. دوهم سموئیل Chapter 8
  5. اعمال رسولان Chapter 25
  6. متلونه Chapter 23
  7. ایوب Chapter 27
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *