Read فلیپیانو ته Chapter 3 Online
Read فلیپیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of فلیپیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of فلیپیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
فلیپیانو ته 3
فصل 3
1. اخر دا چې ای خویندو او ورونو، د څښتن سره په یووالي کې خوشحالي کوئ. دا زما دپاره کوم تکلیف نه دی چې تاسو ته هماغه شیان یوځل بیا لیکم او په دې کې ستاسو امن او سلامتي ده.
2. د هغو خلکو سره چې د سپیو په شان دي او د هغوی سره چې بدکاره دي، احتیاط کوئ چې په دې ټینګار کوي چې تاسو سنت کړي یعنې د خلاصون دپاره ستاسو د بدن یو غړی پرې کوي.
3. ځکه مونږ رښتیني سنت شوي خلک یو، مونږ چې د روح په وسیله د خدای عبادت کوو. مونږ په عیسی مسیح باندې فخر کوو او د جسماني مراسمو په سرته رسولو باور نه لرو،
4. که څه هم زما سره دلیل شته چې په خپل ځان باندې تکیه وکړم. که چېرې نور خلک فکر کوي چې په جسماني مراسمو باندې تکیه کولای شي، نو زه د هغوی نه زیات کولای شم.
5. کله چې زه د اتو ورځو وم، سنت شوم. زه د اسراییلو د قوم او د بنیامین د قبیلې څخه یم او اصلي عبرانی یم او د شریعت د مراعت کولو په لحاظ فریسي وم.
6. زه دومره غیرتي وم چې د عیسی مسیح پیروان به مې ځورول او د شریعت د عادلانو معیارونو له مخې زه بې عیبه انسان وم.
7. خو هرڅه چې زما په ګټه وو، زه یې اوس د مسیح په تاوان ګڼم.
8. هو، یوازې دا نه، بلکې زما د څښتن عیسی مسیح پېژندل دومره قیمتي ؤ چې ما هرڅه د هغه په خاطر تاوان وګڼل. ما د هغه په خاطر هرڅه ایسته وغورځول او هغه ټول مې لکه د چټلیو په شان وګڼل، ترڅو مسیح خپل کړم
9. او د هغه سره یو شم. زه نور خپل ځان په شریعت باندې په عمل کولو سره عادل نه ګڼم، بلکې په مسیح باندې د ایمان په وسیله عادل شوی یم، هغه رښتینولي چې په ایمان باندې ولاړه ده او د خدای له خوا راځي.
10. زه غواړم چې مسیح او د هغه د بیا راژوندي کېدلو قدرت وپېژنم، د هغه سره په کړاوونو کې شریک شم او د هغه په مرګ کې د هغه په شان شم،
11. ترڅو د هرې لارې چې وي، زه هم د مړو نه بېرته د تل پاتې ژوند دپاره راژوندی شم.
12. زه دا نه وایم چې ما دا هرڅه لا مخکې تر لاسه کړي دي او کامل شوی یم، بلکې د هغه د تر لاسه کولو دپاره هلې ځلې کوم، ځکه چې مسیح زه خپل کړی یم.
13. ای خویندو او ورونو، زه فکر نه کوم چې هغه مې تر لاسه کړي دي. خو یو کار چې زه یې اوس کوم، هغه دا دی چې څه چې تېر شوي دي هغه هېر کړم او هغه څه چې مې مخکې دي د هغو دپاره ډېر کوښښ وکړم.
14. زه د هدف پسې هلې ځلې کوم، ترڅو هغه جایزه تر لاسه کړم چې د هغې دپاره خدای زه د عیسی مسیح په وسیله اسماني ژوند ته بللی یم.
15. مونږ ټول چې په روحاني توګه بالغان یو، باید همداسې فکر ولرو، او که په تاسو کې څوک بل ډول فکر لري، نو خدای به هغه تاسو ته ښکاره کړي.
16. په هر حال، راځئ چې د هغه معیار له مخې پرمخ لاړ شو چې مونږ ورته رسېدلي یو.
17. ای خویندو او ورونو، زما د مثال نه پیروي وکړئ او هغو خلکو ته خپل پام راوګرځوئ چې زمونږ په شان ژوند تېروي.
18. ځکه ما څو څو ځلې تاسو ته ویلي دي او یوځل بیا یې درته د خپلو سترګو په اوښکو سره وایم چې ډېر خلک داسې ژوند کوي چې د عیسی مسیح د صلیب د رښتینې معنی سره دښمني لري.
19. د هغوی پای تباهي ده او د هغوی خدای د هغوی جسماني غوښتنې دي او هغوی په خپلو د شرم نه ډکو کارونو باندې فخر کوي. هغوی یوازې د دنیاوي شیانو په فکر کې دي.
20. خو مونږ په اصل کې د اسمان اوسېدونکي یو او د خپل خلاصوونکي څښتن عیسی مسیح د راتللو په انتظار یو چې د اسمان نه به راځي.
21. هغه به زمونږ کمزوری بدن داسې بدل کړي چې د هغه د جلال نه ډک بدن په شان شي. دا کار به د هغه قدرت په وسیله تر سره کیږي چې ټول شیان د خپل ځان تابع کړي.
About فلیپیانو ته Chapter 3
Read فلیپیانو ته Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of فلیپیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: فلیپیانو ته
Chapter: 3
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading فلیپیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading فلیپیانو ته Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is فلیپیانو ته Chapter 3?
فلیپیانو ته Chapter 3 is part of the Book of فلیپیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete فلیپیانو ته Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from فلیپیانو-ته
Explore More from نوی عهد
- اول یوحنا Chapter 4
- اول تیموتاوس Chapter 6
- اعمال رسولان Chapter 7
- یوحنا Chapter 7
- رومیانو ته Chapter 8
- دوهم پطروس Chapter 3
- مرقس Chapter 15