استر Chapter 3

For English

Read استر Chapter 3 Online

Read استر Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of استر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

استر 3

فصل 3

1. څه موده وروسته خشایار شاه د همداتا زوی هامان ته چې د اجاج د طایفې ؤ، ترفیع ورکړه. هغه یې په خپلې امپراتورۍ کې لومړنی وزیر کړ.

2. پاچا حکم وکړ چې ټول درباریان دې هامان ته د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیت کړي. هغوی ټولو همداسې وکړل، پرته له مردخای څخه.

3. نو هغو نورو درباریانو چې د پاچا خدمت کاوه د مردخای څخه پوښتنه وکړه: «ته ولې د پاچا د حکم څخه سرغړونه کوې؟»

4. هغوی به هره ورځ مردخای دې ته هڅاوه چې دا خبره ومني، خو هغوی ته یې غوږ نه نیوه. هغه به ویل: «زه یهودي یم او نه شم کولای چې هامان ته د درناوي سر ټیټ کړم.» نو هغوی هامان ته په دې هکله خبر ورکړ چې وګوري چې ایا هغه د مردخای رویه زغمي او که نه.

5. کله چې هامان پوه شو چې مردخای ده ته د درناوي په خاطر نه په ګونډو کیږي نو هغه سخت په قهر شو.

6. کله چې هغه پوه شو چې مردخای یهودي دی، هغه دا پرېکړه وکړه چې یوازې د مردخای وژل کافي نه دي. هغه دا پلان جوړ کړ چې هغه ټول یهودیان چې د خشایار شاه په ټوله امپراتورۍ کې دي، ووژل شي.

7. د خشایار شاه د امپراتورۍ د دولسم کال په لومړۍ میاشت چې د نیسان میاشت وه، هامان امر وکړ چې د ده په وړاندې پوریم یعنې پچه واچوي چې د دې دسیسې د سرته رسولو دپاره کومه ورځ او کومه میاشت ښه ده. نو د دولسمې میاشتې یعنې د اذر د میاشتې دیارلسمه ورځ وټاکل شوه.

8. نو هامان خشایار شاه ته وویل: «یو قوم دی چې ستاسو د امپراتورۍ د ټولو ولایتونو د قومونو په منځ کې خپور شوی دی چې دود یې د هغو ټولو قومونو نه فرق لري او د پاچا د قانون څخه اطاعت نه کوي، دا د پاچا په ګټه نه ده چې هغوی وزغمي.

9. که ستاسو اعلیحضرت خوښه وي، یو فرمان جاري کړئ چې هغوی ووژل شي. که تاسو دا کار وکړئ، نو زه وعده کوم چې درې سوه څلوېښت ټنه سپین زر به د شاهي اداري چارو دپاره شاهي خزانې ته ورکړم.»

10. پاچا خپله د مهر ګوته چې په هغې باندې د پاچا فرمانونه مهر کېدل، د خپلې ګوتې راوویستله او هغه یې هامان د اجاجي همداتا زوی ته چې د یهودیانو دښمن ؤ، ورکړه.

11. پاچا هغه ته وویل: «دا قوم او د هغوی پیسې دې ستا وي، نو څنګه چې ستا خوښه وي هماغسې ورسره وکړه.»

12. نو د لومړۍ میاشتې په دیارلسمه ورځ هامان د پاچا منشیان راوغوښتل. هغوی د هامان حکمونه هر ولایت ته د هغوی په خط او د هر قوم په ژبه د پاچا له خوا ټاکل شويو والیانو، د بېلابېلو ولایتونو نورو والیانو او د مختلفو قومونو مامورینو ته ولیکل. هغه حکمونه د خشایار شاه په نامه ولیکل او مهر شول.

13. پیغامونه د دې حکم سره د قاصدانو په وسیله د پاچا ټولو ولایتونو ته ولېږل شول چې ټول یهودیان، زوړ او ځوان، ښځې او ماشومان دې په یوه ورځ یعنې د دولسمې میاشتې په دیارلسمه نېټه چې د اذر میاشت وه، ووژل شي. هغوی دې په بې رحمۍ سره ووژل شي او د هغوی مالونه دې لوټ شي.

14. د فرمان د متن یو نقل دې د قانون په توګه هر ولایت ته صادر شي او د هر قوم خلکو ته دې په ډاګه شي، ترڅو هغوی د هغې ورځې دپاره تیار اوسي.

15. د پاچا په حکم دا فرمان د شوش په بالاحصار کې خپور شو او قاصدانو دغه خبر په بیړه ولایتونو ته ورساوه. په داسې حال کې چې پاچا او هامان ناست وو او شراب یې څښل، خو د شوش په ښار کې وارخطایي او ګډوډي وه.

About استر Chapter 3

Read استر Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: استر
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading استر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading استر Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is استر Chapter 3?

استر Chapter 3 is part of the Book of استر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete استر Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اَستر

  1. استر Chapter 7
  2. استر Chapter 6
  3. استر Chapter 9
  4. استر Chapter 4
  5. استر Chapter 1
  6. استر Chapter 8
  7. استر Chapter 5

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم پادشاهان Chapter 19
  2. اشعیا Chapter 42
  3. زبور Chapter 56
  4. واعظ Chapter 12
  5. واعظ Chapter 9
  6. اشعیا Chapter 35
  7. زبور Chapter 87

Related Chapters & Readings

  1. اول پطروس Chapter 1
  2. عاموس Chapter 8
  3. دوهم تواریخ Chapter 36
  4. دوهم پادشاهان Chapter 17
  5. متلونه Chapter 29
  6. خروج Chapter 36
  7. واعظ Chapter 7
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *