استر Chapter 7

For English

Read استر Chapter 7 Online

Read استر Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of استر and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

استر 7

فصل 7

1. نو پاچا او هامان د ډوډۍ خوړلو دپاره د استر مېلمستیا ته لاړل.

2. د دوهم ځل دپاره چې هغوی شراب څښل، پاچا بیا پوښتنه وکړه: «ای استر ملکې، ته څه غواړې؟ هغه به درکړل شي. ستا غوښتنه څه ده؟ که ته وغواړې، زه به حتی نیمه امپراتوري هم درکړم.»

3. استر ملکې په ځواب کې وویل: «ای پاچا! که تاسو په ما باندې مهرباني کوئ او که چېرې ستاسو خوښه وي، نو بیا زما ژوند وژغورئ. دا زما غوښتنه ده. او زما د قوم ژوند هم وژغورئ. دا زما هیله ده.

4. ځکه چې زه او زما قوم په بې رحمۍ سره د وژلو دپاره خرڅ شوي یو. که چېرې یوازې د غلامانو او وینځو په شان خرڅ شوي وای، نو زه به غلې پاتې شوې وای او په دې هکله به مې تاسو نه په تکلیف کولئ. خو مونږ د وژلو او نابودۍ سره مخامخ یو!»

5. خشایار شاه د استر ملکې نه پوښتنه وکړه: «هغه څوک دی؟ هغه سړی چېرته دی چې د داسې کار جرات لري؟»

6. استر ځواب ورکړ: «زمونږ دښمن او زمونږ ځوروونکی همدا بد سړی هامان دی!»په دې وخت کې هامان د پاچا او ملکې نه ډېر ووېرېد.

7. پاچا په ډېر قهر سره د مېلمستیا نه پاڅېد او د ماڼۍ باغ ته لاړ. هامان پوه شو چې پاچا د هغه د اعدامولو اراده کړې ده، نو هغه په کوټې کې پاتې شو چې استر ملکې ته د خپل ژوند په خاطر زارۍ وکړي.

8. هامان د استر په تخت باندې ځان وغورځاوه چې هغې ته د رحم دپاره زارۍ وکړي. په دې وخت کې پاچا بېرته د مېلمستیا سالون ته راستون شو او هامان یې د استر په تخت باندې ولید. پاچا چیغې کړې: «ایا دا سړی همدلته زما په مخکې زما خپلې ماڼۍ کې ملکه بې عزته کوي؟»څنګه چې د پاچا د خولې نه دا خبره راووتله، خصیانو د هامان مخ پټ کړ.

9. په دې وخت کې حربونه چې د پاچا د خصیانو د ډلې څخه ؤ او د هغه خدمت یې کاوه، وویل: «هامان په خپل کور کې د درویشت مترو په لوړوالي یو دار جوړ کړی دی، ترڅو مردخای چې ستاسو اعلیحضرت ژوند یې ژغورلی دی په هغه باندې وځړوي.»پاچا امر وکړ: «هامان په هغه باندې وځړوئ!»

10. نو هامان په هغه دار باندې چې هغه د مردخای دپاره جوړ کړی ؤ وځړول شو. بیا د پاچا قهر سوړ شو.

About استر Chapter 7

Read استر Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: استر
Chapter: 7
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading استر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading استر Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is استر Chapter 7?

استر Chapter 7 is part of the Book of استر in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete استر Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اَستر

  1. استر Chapter 3
  2. استر Chapter 6
  3. استر Chapter 9
  4. استر Chapter 4
  5. استر Chapter 1
  6. استر Chapter 8
  7. استر Chapter 5

Explore More from زوړ عهد

  1. اول تواریخ Chapter 14
  2. زبور Chapter 56
  3. دوهم پادشاهان Chapter 11
  4. اول تواریخ Chapter 24
  5. دوهم سموئیل Chapter 10
  6. حزقیال Chapter 10
  7. غزل غزلونه Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 23
  2. عزرا Chapter 8
  3. دوهم پادشاهان Chapter 24
  4. زبور Chapter 123
  5. تثنیه Chapter 24
  6. دوهم پادشاهان Chapter 21
  7. یوحنا Chapter 14
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *