خروج Chapter 23

For English

Read خروج Chapter 23 Online

Read خروج Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

خروج 23

فصل 23

1. د درواغو خبر مه خپروئ. د درواغو په شاهدۍ ورکولو سره د بدکاره سړي سره مرسته مه کوئ.

2. په بد کار کې د اکثریت څخه پیروي مه کوئ. کله چې تاسو په یوه دعوه کې شاهدي ورکوئ، د اکثریت څخه په پلوي کولو سره عدالت تر پښو لاندې کوئ مه.

3. د یو غریب سړي په محاکمه کې په دې خاطر چې هغه غریب دی د هغه طرفداري مه کوئ.

4. که چېرې تاسو یوناڅاپه د خپل دښمن غویی یا خر ووینئ چې لار یې غلطه کړې ده، هغه بېرته ورولئ.

5. که چېرې تاسو ولیدل چې ستاسو د دښمن خر د بار لاندې پرېوتی دی، هغه هلته مه پرېږدئ، د هغه سره مرسته وکړئ چې خر یې بېرته پاڅیږي.

6. په محکمه کې د غریب سره بې انصافي مه کوئ.

7. په درواغو تهمت مه لګوئ او د یو بې ګناه یا صادق سړي د مړینې سبب کېږئ مه. ځکه چې زه به ګناهکار ونه بخښم.

8. رشوت مه اخلئ، ځکه چې رشوت بینا خلک ړندوي او د بې ګناه خلکو حق ورباندې تر پښو لاندې کیږي.

9. په یو مسافر سړي باندې تېری مه کوئ. ځکه چې تاسو خپله په مصر کې مسافران وئ او د مسافرانو د حال څخه خبر یئ.

10. تاسو باید شپږ کاله خپلې ځمکې وکرئ او حاصل یې ورېبئ.

11. مګر په اووم کال هغه ځمکه شاړه پرېږدئ او څه شی چې په کې شنه شوي وي هغه ورڅخه مه رېبئ. څه چې په کې پاتې وي هغه به غریبان خلک او وحشي حیوانات وخوري. خپل د انګورو باغونو او د زیتونو د ونو د باغونو سره همداسې کار وکړئ.

12. په هفته کې شپږ ورځې خپل کار وکړئ، مګر په اوومه ورځ کار مه کوئ ترڅو ستاسو غلامان او بېګانه خلک چې ستاسو دپاره کار کوي او حتیٰ ستاسو حیوانات هم وکولی شي ارام وکړي.

13. هرڅه چې ما څښتن درته ویلي دي په هغو باندې عمل کوئ. د نورو خدایانو په نوم دعا مه کوئ، حتیٰ د هغوی نومونه په ژبه هم مه اخلئ.

14. زما د احترام په خاطر په کال کې درې ځله اخترونه کوئ،

15. اول د فطیرې ډوډۍ اختر. لکه څنګه چې ما درباندې امر کړی دی اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. دا کار د ابیب په میاشت کې وکړئ، ځکه چې په دې میاشت کې تاسو له مصر څخه راووتلئ. په دې اختر کې دې هیڅوک زما حضور ته خالي لاس نه راځي.

16. تاسو د لو کولو اختر د خپلو اولنیو حاصلاتو سره چې په خپلو پټیو کې مو کرلي دي ولمانځئ.د کال په آخر کې د حاصل د راټولولو اختر ولمانځئ، یعنې کله چې تاسو د پټیو څخه حاصل راټولوئ.

17. هر کال باید په دغو دریو اخترونو کې ستاسو ټول نارینه زما یعنې ستاسو د څښتن خدای د عبادت دپاره راشي.

18. کله چې تاسو ماته یو حیوان قرباني کوئ، د هغه سره خمیره ډوډۍ مه وړاندې کوئ. هغه حیوانات چې په دغو اخترونو کې ماته قرباني کیږي، د هغې وازګه باید تر سهاره پورې پاتې نه شي.

19. هر کال د خپل څښتن خدای کور ته د خپل اولني حاصل ډېرې ښې غلې دانې راوړئ.یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.

20. ګورئ، زه ستاسو مخې ته یوه فرښته درلېږم چې په لاره کې ستاسو ساتنه وکړي او هغه ځای ته مو راولي چې ستاسو دپاره مې تیار کړی دی.

21. هرڅه چې هغه فرښته فرمایي په غور سره ورڅخه اطاعت وکړئ. د هغې په مقابل کې سرکشي مه کوئ، هغه به ستاسو سرکشي ونه بخښي، ځکه چې پوره اختیار مې ورته ورکړی دی.

22. که چېرې تاسو په غور سره د هغې خبرو ته غوږ ونیسئ او زما ټولې خبرې ومنئ، زه به ستاسو د دښمنانو دښمن شم او زه به د هغه چا په خلاف شم څوک چې ستاسو په خلاف وي.

23. زما فرښته به ستاسو په مخکې روانه وي او تاسو به د اموریانو، حیتیانو، فرزیانو، کنعانیانو، حویانو او یبوسیانو خاورې ته بوځي او زه به هغوی ټول له منځه یوسم.

24. د هغوی خدایانو ته سجده یا عبادت مه کوئ او د هغوی د رواجونو څخه پیروي مه کوئ. د هغوی بتان له منځه یوسئ او هغه لویې تیږې چې د هغوی د عبادت دپاره استعمالیږي ټوټې ټوټې کړئ.

25. که چېرې تاسو زما یعنې د خپل څښتن خدای عبادت وکړئ نو زه به ستاسو په خوراک او اوبو کې برکت واچوم او ستاسو ټولې ناروغۍ به لېرې کړم.

26. ستاسو په خاوره کې به هیڅ یوه ښځه خپل اولاد نقصان نه کړي او نه به شنډه شي. زه به تاسو ته اوږده عمرونه درکړم.

27. زه به په هغو قومونو باندې سخته وېره راولم او ستاسو دښمنان به دومره وارخطا کړم چې درڅخه وتښتي.

28. زه به ستاسو په دښمنانو کې سخته وېره پیدا کړم او حویان، کنعانیان او حیتیان به ستاسو له مخې څخه لېرې کړم.

29. مګر زه به هغوی په یو کال کې ونه باسم، ځکه چې ځمکه به ویجاړه پاتې شي او وحشي حیوانات به ډېر زیات شي.

30. بلکه هغوی به لږ لږ شړم ترڅو تاسو دومره ډېر شئ چې هغه خاوره ونیسئ.

31. زه به ستاسو د خاورې سرحدونه د سرې بحیرې څخه نیولې د مدیترانې تر بحیرې پورې او د دښتې څخه نیولې د فرات تر سینده پورې وغزوم. زه به ستاسو سره مرسته وکړم چې هغو خلکو ته چې اوس په دې خاوره کې اوسیږي ماتې ورکړئ او هغوی به وشړئ.

32. د هغوی یا د هغوی د خدایانو سره هیڅ قسم تړون مه کوئ.

33. هغوی مه پرېږدئ چې ستاسو په هېواد کې واوسیږي. که چېرې تاسو هغوی پرېږدئ، هغوی به تاسو زما په مقابل کې په ګناه کولو باندې مجبور کړي. که چېرې تاسو د هغوی د خدایانو عبادت وکړئ، نو دا به ستاسو دپاره یو وژونکی دام وي.>

About خروج Chapter 23

Read خروج Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 23
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 23 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 23?

خروج Chapter 23 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 23 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 35
  2. خروج Chapter 32
  3. خروج Chapter 12
  4. خروج Chapter 3
  5. خروج Chapter 27
  6. خروج Chapter 24
  7. خروج Chapter 13

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم پادشاهان Chapter 23
  2. عزرا Chapter 6
  3. متلونه Chapter 14
  4. زبور Chapter 82
  5. ارمیا Chapter 29
  6. لاویان Chapter 9
  7. اول تواریخ Chapter 26

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 15
  2. لاویان Chapter 22
  3. اول تواریخ Chapter 5
  4. زبور Chapter 2
  5. زبور Chapter 71
  6. زبور Chapter 85
  7. دوهم تواریخ Chapter 8
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *