Read استر Chapter 2 Online
Read استر Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of استر and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
استر 2
فصل 2
1. څه موده وروسته چې کله د خشایار شاه قهر سوړ شو، هغه د وشتي، د هغه څه په اړه چې هغې کړي وو او د هغه فرمان په اړه چې د هغې په هکله یې ورکړی ؤ، فکر کاوه.
2. نو د پاچا ځینو خدمتګارانو چې هغه ته نژدې خلک وو، وړاندیز وکړ: «د پاچا دپاره دې ښکلې پېغلې ولټول شي.
3. پاچا دې د خپلې امپراتورۍ په هر ولایت کې مامورین وټاکي چې ټولې ښکلې پېغلې دې حرمسرای ته چې د شوش په بالاحصار کې دی، راولي. هغوی دې د هیجای تر څارنې لاندې وي چې د پاچا خصي شوی خدمتګار دی او د حرمسرای مسوول دی. هغوی ته دې د اړتیا وړ د سینګار شیان تیار کړي.
4. نو بیا هغه پېغله چې د پاچا خوښه شوه د وشتي په ځای دې ملکه شي.» دا مشوره د پاچا خوښه شوه او هماغسې یې وکړل.
5. د شوش په بالاحصار کې یو یهودي چې مردخای نومېده، اوسېده. هغه د بنیامین د قبیلې د یاییر زوی او د شمعي او قیس د اولادې څخه ؤ.
6. هغه وخت چې د څپرکیل پاچا نبوکدنصر د یهودا پاچا یهویاکین د ځینو یهودیانو سره د اسیرانو په توګه د اورشلیم څخه د ځان سره بوتلو، د مردخای نیکه هم د اسیرانو له جملې څخه ؤ.
7. د مردخای د کاکا یوه لور وه چې هدسه نومېده او د استر په نوم هم مشهوره وه. هغه ډېره ښایسته وه او ښکلی اندام یې درلود. کله چې د هغې مور او پلار مړه شول نو مردخای هغه په فرزندۍ ونیوله او د خپلې لور په شان یې روزله.
8. نو کله چې د پاچا فرمان او حکم خپور شو، ډېرې پېغلې چې په هغو کې استر هم وه، د پاچا ماڼۍ ته چې د شوش په بالاحصار کې وه، راوستل شوې. هغوی د هیجای چې د حرمسرای مسوول ؤ تر څارنې لاندې وې.
9. استر د هیجای په نظر کې ښه ښکاره شوه او هغه ورباندې مهربانه شو. هغه سمدلاسه د هغې دپاره د سینګار د شیانو او د ځانګړې ډوډۍ د تیارولو دپاره پروګرام جوړ کړ. د هغې دپاره یې اووه وینځې چې د پاچا د ماڼۍ څخه غورې شوې وې، وټاکلې او هغه یې د خپلو وینځو سره په حرمسرای کې ډېر ښه ځای ته یوړله.
10. د مردخای د لارښوونې له مخې استر دا خبره پټه ساتلې وه چې هغه په کومې کورنۍ او قوم پورې اړه لري.
11. مردخای به هره ورځ د حرمسرای په مخکې ښکته او پورته ګرځېده، ترڅو پوه شي چې هغه څنګه ده او څه ورباندې پېښیږي.
12. د پېغلو دپاره د ښکلا تمرینونو پوره یو کال دوام مونده: شپږ میاشتې یوازې په بدن باندې د مر د کنډ د غوړیو غوړول او شپږ میاشتې نور د عطرونو او د سینګار د شیانو دپاره. وروسته له دې یې هره پېغله په وار سره د خشایار شاه حضور ته بیوله.
13. کله چې یوه پېغله پاچا ته ورتلله، نو هغې کولای شول هرڅه چې یې غوښتل د حرمسرای څخه د پاچا ماڼۍ ته د ځان سره یوسي.
14. هغه به ماښام ماڼۍ ته تلله، سهار به یې بل حرمسرای ته بیوله او د پاچا د وینځو د مسوول شعشغاز خصي تر څارنې لاندې به وه. بیا به پاچا ته نه ورتله، خو چې کله به د پاچا هغه خوښه شوه، نو هغه به یې په نوم راغوښتله.
15. (استر د ابیحایل لور وه او د ده وراره مردخای هغه په فرزندۍ نیولې وه.) کله چې د استر وار راورسېده چې پاچا ته ورشي، نو د هیجای د لارښوونې له مخې یوازې هغه څه چې یې ورته ویلي وو چې هغه یوسي، له ځان سره یې یووړل. هرچا چې هغه لیدله، هغه به یې خوښوله.
16. په دې توګه د خشایار شاه د پاچاهۍ د اووم کال په لسمه میاشت چې د طیبت میاشت وه، استر یې په شاهي ماڼۍ کې د پاچا حضور ته راوستله.
17. پاچا د نورو ټولو پېغلو نه د هغې سره زیاته مینه کوله او هغې د نورو ټولو پېغلو څخه د پاچا زیات پام او مهرباني تر لاسه کړه. د هغې په سر یې شاهي تاج کېښود او هغه یې د وشتي په ځای خپله ملکه جوړه کړه.
18. بیا پاچا خپلو ټولو مامورینو او درباریانو ته یوه لویه مېلمستیا د استر په ویاړ ورکړه. هغه د ټولو ولایتونو دپاره دا ورځ د رخصتۍ ورځ اعلان کړه او شاهانه سوغاتونه یې خلکو ته ووېشل.
19. کله چې پېغلې د دوهم ځل دپاره راغونډې شوې، مردخای د پاچا له خوا د ماڼۍ یو مهم ځای ته ګمارل شوی ؤ.
20. استر دا خبره پټه ساتلې وه چې هغه په کومې کورنۍ او قوم پورې اړه لري، لکه څنګه چې مردخای هغې ته لارښوونه کړې وه. استر د خپل کوچنیوالي په شان د مردخای اطاعت کاوه.
21. په هغو ورځو کې کله چې مردخای په ماڼۍ کې د پاچا خدمت کاوه، د پاچا د ماڼۍ دوه خصیان، بګتان او تارش چې د پاچا د کوټې د دروازې ساتونکي وو، په خشایار شاه باندې په قهر شول او د هغه د قتل دسیسه یې جوړه کړه.
22. خو مردخای د دې دسیسې څخه خبر شو او استر ملکې ته یې خبر ورکړ او هغې د مردخای له خوا دا خبره پاچا ته ورسوله.
23. کله چې دغه خبر وڅېړل شو او ښکاره شوه چې رښتیا ده، نو پاچا دواړه خصیان په دار باندې وځړول. دا ټول د پاچا په حضور کې د امپراتورۍ د تاریخ په کتاب کې ولیکل شول.
About استر Chapter 2
Read استر Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of استر in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: استر
Chapter: 2
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading استر. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading استر Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is استر Chapter 2?
استر Chapter 2 is part of the Book of استر in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete استر Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اَستر
Explore More from زوړ عهد
- حزقیال Chapter 15
- ایوب Chapter 27
- مرثیې Chapter 1
- متلونه Chapter 12
- زکریا Chapter 14
- اول پادشاهان Chapter 20
- ارمیا Chapter 1