زکریا Chapter 14

For English

Read زکریا Chapter 14 Online

Read زکریا Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زکریا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

زکریا 14

فصل 14

1. ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده چې ستاسو مال به بلکل ستاسو په وړاندې لوټ کړے شى.

2. زۀ به ټول قومونه راغونډ کړم چې د يروشلم خلاف جنګ وکړى، ښار به محاصره شى، کورونه به لوټ شى او ښځې به په زور بې‌عزته شى. نيم ښار به جلاوطن شى، خو نور پاتې خلق به د ښار نه بونۀ تلے شى.

3. بيا به مالِک خُدائ لاړ شى او د هغه قومونو خلاف به داسې جنګ وکړى، لکه څنګه چې هغۀ پخوا جنګ کړے وو.

4. په هغه ورځ به د هغۀ پښې د زيتُونو په غر د يروشلم مشرق طرف ته ودريږى. او د زيتُونو غر به د مشرق نه تر مغرب پورې په مينځ نيم شى، يوه لويه وادى به جوړه شى، دا غر به نيم د شمال طرف ته او نيم د جنوب طرف ته وښويږى.

5. بيا به تاسو زما د غرۀ په وادۍ کښې وتښتئ، ځکه دا به تر آضل پورې رسېدلې وى. تاسو به داسې وتښتئ لکه څنګه چې تاسو د يهوداه د بادشاه عُزياه په ورځو کښې د زلزلې نه وتښتېدلئ. بيا مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به راشى، او ټولې پاکې فرښتې به هغۀ سره راشى.

6. په هغه ورځ به نۀ رڼا او نۀ يخ او نۀ کنګل وى.

7. دا به يو بې‌مثاله ورځ وى، نۀ به ورځ وى نۀ به شپه وى، مالِک خُدائ ته به د دې پته وى. د ماښام په وخت کښې به هم رڼا وى.

8. په هغه ورځ به د ژوند اوبۀ د يروشلم نه بهيږى، نيمې به د مشرق سمندر ته او نيمې به د مغرب سمندر ته، په ګرمۍ او يخنۍ کښې بهيږى.

9. مالِک خُدائ به په ټوله زمکه بادشاه وى، په هغه ورځ به صرف يو مالِک خُدائ وى، او صرف د هغۀ نوم به وى.

10. ټول مُلک، د جبع نه تر رِمون پورې، د يروشلم جنوب طرف ته، به لکه د عرابه د وادۍ په شان شى. خو يروشلم به بيا اوچت شى او په خپل ځائ به ودريږى، د بنيامين د دروازې نه تر د زړې دروازې پورې، د ګوټ دروازې پورې، او د حنن‌ايل د برج نه تر د شاهى انګورو د لنګرو پورې.

11. دا به بيا آباد شى، دا به بيا هيڅکله هم تباه نۀ شى. يروشلم به محفوظ وى.

12. دا هغه وبا ده چې مالِک خُدائ به په دې هغه خلق مړۀ کړى چا چې د يروشلم خلاف جنګ کړے وو. د هغوئ غوښې به سخا شى چې لا دوئ په خپلو پښو ولاړ وى، د دوئ سترګې به په خپل ځائ سخا شى، او د دوئ ژبې به د دوئ په خُلو کښې سخا شى.

13. په هغه ورځ به مالِک خُدائ خلق په لوئ درد اخته کړى. هر سړے به د بل لاس راونيسى، او هغوئ به په يو بل حمله وکړى.

14. تر دې چې يهوداه او يروشلم به په خپلو کښې جنګ کوى. د ګېرچاپېره ټولو قومونو دولت به راغونډ کړے شى، چې په کښې به په لوئ مِقدار سرۀ زر او سپين زر او جامې وى.

15. هم دغه شان به په آسونو او قچرو، اوښانو، خرونو او چې څومره ځناور په هغه ځائ کښې دى افت نازل شى.

16. بيا به د ټولو قومونو پاتې ژوندى کسان چا چې په يروشلم حمله کړې وه کال په کال د بادشاه، مالِک خُدائ ربُ الافواج عبادت ته هلته ځى، او د جونګړو اختر به کوى.

17. خو کۀ هر قوم يروشلم ته د تلو او د بادشاه مالِک خُدائ ربُ الافواج د عبادت نه اِنکار وکړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى.

18. کۀ مِصريان هلته لاړ نۀ شى او خپل ځانونه هلته حاضر نۀ کړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى. مالِک خُدائ به په هغوئ هغه وبا نازله کړى چې مالِک خُدائ يې په هغه قومونو رالېږى څوک چې د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى.

19. دا به د مِصر او د هغه ټولو قومونو سزا وى چې څوک د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى.

20. په هغه ورځ به د آسونو په ګونګرو باندې هم ليکلى وى ”مالِک خُدائ ته مقدس کړے شوى“ او د پخلى دېګونه د مالِک خُدائ په کور کښې به لکه د هغه مقدسو لوښو په شان وى چې د قربان‌ګاه په وړاندې دى.

21. هر يو لوښے به په يروشلم او يهوداه کښې مالِک خُدائ ربُ الافواج ته مقدس وى. او هغوئ ټول چې قربانۍ کولو له راغلى دى هغوئ به څۀ لوښى واخلى او په کښې به پخلى کولے شى. او په هغه ورځ به د مالِک خُدائ ربُ الافواج په کور کښې يو کنعانى سوداګر هم پاتې نۀ شى.

About زکریا Chapter 14

Read زکریا Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زکریا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: زکریا
Chapter: 14
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زکریا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading زکریا Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is زکریا Chapter 14?

زکریا Chapter 14 is part of the Book of زکریا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete زکریا Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زکریا

  1. زکریا Chapter 1
  2. زکریا Chapter 2
  3. زکریا Chapter 10
  4. زکریا Chapter 9
  5. زکریا Chapter 4
  6. زکریا Chapter 3
  7. زکریا Chapter 12

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 38
  2. دوهم سموئیل Chapter 19
  3. زبور Chapter 50
  4. ارمیا Chapter 12
  5. لاویان Chapter 2
  6. قاضیان Chapter 20
  7. دوهم تواریخ Chapter 15

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 17
  2. متی Chapter 3
  3. دوهم قرنتیانو ته Chapter 5
  4. اول پادشاهان Chapter 2
  5. دوهم پادشاهان Chapter 23
  6. ایوب Chapter 23
  7. پیدایښت Chapter 47
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *