Read متی Chapter 1 Online
Read متی Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of متی and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
متی 1
فصل 1
1. د عیسی مسیح شجره چې هغه د داود پاچا د کورنۍ او د ابراهیم د اولادې څخه ؤ.
2. ابراهیم د اسحاق پلار ؤ او اسحاق د یعقوب پلار ؤ او یعقوب د یهودا او د هغه د ورونو پلار ؤ
3. او یهودا د فارز او زارح پلار ؤ چې مور یې تامار وه او فارز د حزرون پلار ؤ او حزرون د آرام پلار ؤ
4. او آرام د عمیناداب پلار ؤ او عمیناداب د نحشون پلار ؤ او نحشون د شلمون پلار ؤ
5. او شلمون د بوعز پلار ؤ چې مور یې راحاب وه او بوعز د عوبید پلار ؤ چې مور یې روت وه او عوبید د یسي پلار ؤ
6. او یسي د داود پاچا پلار ؤ.داود د سلیمان پلار ؤ او د سلیمان مور د اوریا پخوانۍ ښځه وه.
7. او سلیمان د رحبعام پلار ؤ او رحبعام د ابیا پلار ؤ او ابیا د آسا پلار ؤ.
8. آسا د یهوشافاط پلار ؤ او یهوشافاط د یورام پلار ؤ او یورام د عزیا پلار ؤ.
9. عزیا د یوتام پلار ؤ او یوتام د آحاز پلار ؤ او آحاز د حزقیا پلار ؤ
10. او حزقیا د منسي پلار ؤ او منسي د آمون پلار ؤ او آمون د یوشیا پلار ؤ.
11. یوشیا د یکنیا او د هغه د ورونو پلار ؤ. په دې وخت کې یهودیان څپرکیل ته جلاوطن شوي وو.
12. څپرکیل ته د یهودیانو د جلاوطنۍ نه وروسته یکنیا د شالتي ییل پلار ؤ او شالتي ییل د زروڅپرکیل پلار ؤ
13. او زروڅپرکیل د آبیهود پلار ؤ او آبیهود د ایلیاقیم او الیاقیم د عازور پلار ؤ
14. او عازور د صادوق پلار او صادوق د یاکین او یاکین د ایلیهود پلار ؤ
15. او ایلیهود د العازار پلار او العازار د متان پلار ؤ او متان د یعقوب پلار
16. او یعقوب د یوسف پلار ؤ چې یوسف د مریمې مېړه ؤ او مریم وزېږاوه عیسی چې مسیح به یې ورته ویل.
17. نو په دې ډول د ابراهیم څخه تر داود پورې څوارلس نسلونه او د داود څخه څپرکیل ته د یهودیانو د جلاوطنۍ تر وخته پورې څوارلس نسلونه او د جلاوطنۍ د وخت څخه تر مسیح پورې څوارلس نسلونه کیږي.
18. د عیسی مسیح زېږېدنه داسې وه: کله چې د هغه د مور مریم کوژدنه د یوسف سره وشوه نو مخکې له دې چې د هغوی واده وشي، معلومه شوه چې هغه د روح القدس په وسیله امیدواره وه.
19. یوسف چې یو نېک سړی ؤ او نه یې غوښتل چې مریم د خلکو په مخ کې رسوا شي، نو پرېکړه یې وکړه چې په پټه هغې ته طلاق ورکړي.
20. یوسف لا په دې هکله فکر کاوه چې د څښتن یوه فرښته ورته په خوب کې ښکاره شوه او ویې ویل: «ای د داود زویه یوسفه! د مریم سره د واده کولو نه مه وېرېږه، ځکه چې هغه د روح القدس په وسیله امیدواره شوې ده.
21. د هغې به زوی وشي او ته ورباندې عیسی نوم کېږده، ځکه چې هغه به خپل قوم د ګناهونو څخه وژغوري.»
22. دا هرڅه ځکه وشول، ترڅو څه چې څښتن د خپل پیغمبر په وسیله ویلي وو هغه رښتیا شي:
23. ګورئ، یوه پېغله به امیدواره شي او هغه به یو زوی وزېږوي او هغوی به په هغه باندې عمانوییل نوم کېږديچې معنی یې ده: «خدای زمونږ سره مل دی.»
24. کله چې یوسف له خوبه راویښ شو نو څنګه چې د څښتن فرښتې ورته حکم کړی ؤ هماغسې یې وکړل او د مریم سره یې واده وکړ.
25. خو تر هغې پورې چې د هغې زوی پیدا شوی نه ؤ یوسف ورسره یوځای نه شو او یوسف په هغه باندې عیسی نوم کېښود.
About متی Chapter 1
Read متی Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of متی in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: متی
Chapter: 1
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading متی. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading متی Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is متی Chapter 1?
متی Chapter 1 is part of the Book of متی in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete متی Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from متی
Explore More from نوی عهد
- لوقا Chapter 17
- لوقا Chapter 16
- غلاطیانو ته Chapter 1
- مرقس Chapter 10
- مکاشفه Chapter 12
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
- اول قرنتیانو ته Chapter 6