Read اعمال رسولان Chapter 17 Online
Read اعمال رسولان Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اعمال رسولان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اعمال رسولان 17
فصل 17
1. پولوس او سیلاس د امفیپولیس او اپولونیا د ښارونو څخه تېر شول او تسالونیکیې ته چې د یهودیانو کنیسه په کې وه، ورسېدل.
2. پولوس د خپل عادت له مخې کنیسې ته لاړ او درې هفتې یې د هر سبت په ورځ د خدای د کلام په هکله د هغوی سره بحثونه وکړل.
3. او دا یې ورته بیان او ثابت کړل چې مسیح باید تکلیفونه وزغمي او د مړینې څخه وروسته به بیا راژوندی شي. پولوس وویل: «همدا عیسی چې زه د هغه په هکله ستاسو سره خبرې کوم، هماغه مسیح دی.»
4. ځینې یهودیان او زیات شمېر دینداره یونانیان او نامتو ښځې قانع شوې او پولوس او سیلاس سره یوځای شول.
5. خو په دې کار د ځینو یهودیانو سره بخیلي راپیدا شوه. هغوی څو بېکاره او لوچک خلک د کوڅو څخه راټول کړل او یوه ډله یې جوړه کړه او په ښار کې یې شور او غوغا جوړه کړه. هغوی د یاسون په کور حمله وکړه او کوښښ یې کاوه چې پولوس او سیلاس پیدا کړي او خلکو ته یې راولي.
6. خو چې کله یې هغوی پیدا نه کړل، نو یاسون او ځینې نور ایمانداران یې د ښار واکمنانو ته په راښکلو راوستل او چیغې یې وهلې: «دې خلکو نړۍ په بل مخ اړولې ده او اوس دلته راغلي
7. او یاسون هغوی په خپل کور کې مېلمانه کړي دي. دوی ټولو د امپراتور قانون مات کړی او وایي چې دلته یو بل پاچا دی چې عیسی نومیږي.»
8. کله چې خلکو او د ښار واکمنانو دا خبرې واورېدلې، نو ډېر ناارامه شول.
9. نو هغوی د یاسون او نورو ایماندارانو څخه ضمانت واخیست او هغوی یې پرېښودل چې لاړ شي.
10. څنګه چې شپه شوه، نو ایماندارانو پولوس او سیلاس بیریې ته ولېږل. کله چې هلته ورسېدل، نو د یهودیانو کنیسې ته لاړل.
11. د بیریې یهودیان د تسالونیکې د یهودیانو څخه د روښانه فکر خاوندان وو. ځکه چې هغوی په ډېر شوق سره پیغام ومنلو او هره ورځ به یې په غور سره د خدای کلام لوسته، ترڅو په دې پوه شي چې کوم څه چې پولوس وایي هغه رښتیا دي که نه.
12. نو له همدې امله په هغوی کې ډېرو خلکو ایمان راوړ او همدارنګه ډېرو نامتو یوناني ښځو او سړیو هم ایمان راوړ.
13. خو کله چې د تسالونیکیې یهودیان خبر شول چې پولوس په بیریه کې هم د خدای کلام بیانوي، نو هلته راغلل چې خلک ولمسوي او د پولوس په خلاف یې راپورته کړي.
14. نو ایماندارانو سمدلاسه پولوس د بحیرې غاړې ته ولېږه، خو سیلاس او تیموتاوس په بیریه کې پاتې شول.
15. کومو خلکو چې پولوس یې بدرګه کاوه، د هغه سره د آتن تر ښاره پورې لاړل. بیا پولوس هغوی ته لارښوونه وکړه چې کله بېرته خپل کور ته ورسېدلئ، نو سیلاس او تیموتاوس ته ووایئ چې زر تر ژره آتن ته راشي.
16. په هغه وخت کې چې پولوس په آتن کې د سیلاس او تیموتاوس دپاره انتظار کاوه، نو کله چې هغه ولیدل چې هغه ښار د بتانو څخه ډک دی، ډېر خفه شو.
17. هغه به په کنیسه کې د یهودیانو او دینداره غیریهودیانو سره بحثونه کول او هره ورځ به یې د ښار په بازارونو کې د هغو خلکو سره چې هلته ورسره مخامخ کېدل، هم بحثونه کول.
18. ځینو اپیکوري او رواقي فیلسوفانو هم د هغه سره بحث کاوه. ځینو خلکو به پوښتنه کوله: «دا جاهل غواړي څه ووایي؟» نورو به ویل: «داسې ښکاري چې هغه د نورو خدایانو په هکله خبرې کوي.» دا یې ځکه وویل چې پولوس د عیسی او د قیامت په هکله زېری ورکاوه.
19. نو هغوی پولوس شورا ته چې د مریخ په غونډۍ کې وه، راوست او ویې ویل: «مونږ غواړو پوه شو چې دا نوی تعلیم چې ته یې ورکوې هغه د څه شي په هکله دی؟
20. ځینې خبرې چې ته یې کوې هغه مونږ ته حیرانوونکې ښکاري. مونږ غواړو چې د هغو په معنی پوه شو.»
21. (ځکه چې د آتن خلکو او هغو پردیو خلکو چې هلته اوسېدل، دا خوښول چې خپل ټول وخت د نویو نظرونو په هکله په خبرو کولو او اورېدلو تېر کړي.)
22. پولوس د مریخ د غونډۍ د شورا په مخکې ودرېده او ویې ویل: «ای د آتن خلکو! زه پوه شوم چې تاسو ډېر مذهبي خلک یئ.
23. ځکه کله چې زه ستاسو په ښار کې ګرځېدم او ستاسو د عبادت شیانو ته مې کتل، نو د قربانۍ یو ځای مې ولید چې پرې لیکل شوي وو: ‹د یو نامعلوم خدای دپاره.› تاسو چې د کوم شي عبادت کوئ او نه یې پېژنئ، د هغه په هکله تاسو ته خبرې کوم.
24. هغه خدای چې نړۍ او هرڅه چې په هغې کې دي، پیدا کړي دي، هغه د ځمکې او اسمان څښتن دی او د انسانانو په لاس جوړ شویو عبادتځایونو کې نه اوسیږي.
25. همدارنګه نه هغو شیانو ته کومه اړتیا لري چې انسانان یې په خپلو لاسونو هغه ته تیاروي، ځکه چې خدای په خپله انسانانو ته ژوند، ساه او هرڅه ورکوي.
26. هغه ټول قومونه د یو انسان د نسل څخه پیدا کړل چې د ټولې نړۍ په بېلو بېلو ځایونو کې واوسیږي. د هغوی دپاره یې وختونه او د ځایونو حدونه وټاکل چې چېرته به اوسیږي.
27. د هغه مقصد دا ؤ چې هغوی د خدای په لټه کې اوسي، هغه ته ځانونه ورسوي او پیدا یې کړي، که څه هم هغه زمونږ هر یو څخه لېرې نه دی.
28. لکه څنګه چې یو چا ویلي دي:‹په هغه کې زمونږ ژوند، زمونږ حرکت او زمونږ موجودیت دی.›لکه څنګه چې ستاسو ځینو شاعرانو ویلي دي:‹مونږ هم د هغه اولادونه یو.›
29. نو څرنګه چې مونږ د خدای اولادونه یو، نو باید داسې فکر ونه کړو چې د خدای ذات د یوې مجسمې په شان دی چې د انسان په هنر او مهارت د سرو زرو، سپینو زرو یا تیږو څخه جوړه شوې وي.
30. په هغه وخت کې چې خلکو خدای نه پېژانده، خدای په دې شیانو سترګې پټولې. خو اوس هغه په هرځای کې ټولو خلکو ته حکم کوي چې توبه وباسي.
31. ځکه چې خدای یوه ورځ ټاکلې ده چې هغه به د عدالت له مخې د نړۍ قضاوت د هغه چا په وسیله کوي چې هغه غوره کړی دی. او د هغه کس په بیا راژوندي کولو سره یې دا خبره ټولو خلکو ته ثابته کړې ده.»
32. کله چې هغوی د پولوس څخه د مړو نه د راژوندي کېدلو خبره واورېدله، نو ځینو ورباندې ملنډې ووهلې، خو نورو وویل: «مونږ به په دې هکله په کوم بل وخت کې ستا خبرې بیا واورو.»
33. نو په دې ډول پولوس د هغوی څخه لاړ.
34. خو یو څو تنه د پولوس سره یوځای شول او ایمان یې راوړ، چې دیونیسوس چې د مریخ د غونډۍ د شورا غړی ؤ او همدارنګه یوه ښځه چې دامریس نومېدله او ځینې نور خلک هم ورسره وو.
About اعمال رسولان Chapter 17
Read اعمال رسولان Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اعمال رسولان
Chapter: 17
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اعمال رسولان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اعمال رسولان Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اعمال رسولان Chapter 17?
اعمال رسولان Chapter 17 is part of the Book of اعمال رسولان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اعمال رسولان Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اعمال-رسولان
- اعمال رسولان Chapter 16
- اعمال رسولان Chapter 15
- اعمال رسولان Chapter 9
- اعمال رسولان Chapter 5
- اعمال رسولان Chapter 13
- اعمال رسولان Chapter 3
- اعمال رسولان Chapter 28
Explore More from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 7
- مکاشفه Chapter 6
- اول قرنتیانو ته Chapter 15
- اعمال رسولان Chapter 3
- متی Chapter 23
- مرقس Chapter 4
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 1