Read اعمال رسولان Chapter 11 Online
Read اعمال رسولان Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اعمال رسولان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اعمال رسولان 11
فصل 11
1. په ټوله یهودیه کې رسولان او ایمانداران خبر شول چې غیریهودیانو هم د خدای پیغام منلی دی.
2. کله چې پطروس بېرته اورشلیم ته راغی، نو یوې ډلې چې د غیریهودیانو د سنتولو غوښتونکي وو په هغه باندې اعتراض وکړ
3. او ویل یې: «ته ولې د ناسنت شویو خلکو کور ته لاړې او د هغوی سره دې ډوډۍ هم وخوړله؟»
4. نو څه چې پېښ شوي وو، پطروس ټکي په ټکي هغوی ته بیان کړل.
5. هغه وویل: «زه د یافا په ښار کې وم او دعا مې کوله چې بې هوشه شوم او رویا مې ولیدله چې د یو لوی دسترخوان په شان یو شی چې د څلورو څنډو څخه راځوړند ؤ، او د اسمان نه د ځمکې خواته راښکته کېده او ما پورې راورسېده.
6. کله چې ما ورته په غور سره وکتل، نو په هغه کې کورني حیوانات او وحشي ځناور، خزندې او مرغان وو.
7. بیا مې یو اواز واورېد چې ویل یې: ‹ای پطروسه! پاڅېږه، هغه حلال کړه او ویې خوره.›
8. خو ما ورته وویل: ‹څښتنه! هېڅکله نه، ما هېڅکله هم کوم حرام یا ناپاکه شی خولې ته نه دی وروړی.›
9. د اسمان څخه یوځل بیا اواز راغی چې ویل یې: ‹کوم شیان چې خدای حلال ګرځولي دي، ته یې باید حرام ونه ګڼې.›
10. درې ځلې داسې وشول او بیا هغه ټول شیان بېرته اسمان ته یووړل شول.
11. په هماغه شېبه کې درې تنه چې د قیصریې څخه رالېږل شوي وو، هغه کور ته راورسېدل چې مونږ په کې اوسېدلو.
12. روح القدس راته وویل چې په دې هکله اندېښنه مه کوه چې هغوی غیریهودیان دي. بیا دا شپږ ایمانداران هم زما سره لاړل او مونږ ټول د کورنیلیوس کور ته ورننوتلو.
13. هغه مونږ ته وویل چې څنګه یې په خپل کور کې یوه فرښته ولیدله چې ولاړه وه او هغه ته یې وویل: ‹یو څوک یافا ته ولېږه او شمعون چې پطروس ورته ویل کیږي، راوله.
14. هغه به تاته یو پیغام واوروي چې د هغه په وسیله به ته او ستا ټوله کورنۍ خلاصون ومومئ.›
15. کله چې ما خبرې پیل کړې، نو په هغوی باندې روح القدس نازل شو لکه څنګه چې لومړی ځل په مونږ باندې نازل شوی ؤ.
16. بیا هغه ته را په یاد شول څه چې څښتن عیسی ویلي وو: ‹یحیی به په اوبو باندې د تعمید غسل ورکاوه، خو تاسو ته به په روح القدس د تعمید غسل درکول کیږي.›
17. که خدای هغوی ته هماغه نعمت ورکړی دی چې مونږ ته یې په هغه وخت کې راکړ چې په څښتن عیسی مسیح باندې مو ایمان راوړ، نو بیا زه څوک وم چې خدای مې د دې کار نه منع کړی وای؟»
18. کله چې هغوی دا خبرې واورېدلې، نو غلي پاتې شول. هغوی د خدای په ثنا او صفت کولو پیل وکړ او ویل یې: «نو بیا خدای حتی غیریهودیانو ته هم دا موقع ورکړې ده چې توبه وباسي او تلپاتې ژوندون ولري.»
19. د هغې ځورونې له امله چې د استیفان د مړینې نه وروسته پیل شوه، ځینې ایمانداران خواره واره شول او د فنیقیې، قبرس او انطاکیې پورې لاړل. هغوی خپل پیغام یوازې یهودیانو ته ورساوه.
20. خو د قبرس او قیروان ځینې ایمانداران چې انطاکیې ته لاړل، د یونانیانو سره یې هم خبرې وکړې او هغوی ته یې د څښتن عیسی په هکله زېری ورساوه.
21. د څښتن قدرت د هغوی سره ؤ او زیات شمېر خلکو ایمان راوړ او د څښتن عیسی پیروان شول.
22. دا خبر د اورشلیم کلیسا ته ورسېدله او هغوی برنابا انطاکیې ته ولېږه.
23. کله چې هغه راورسېده او ویې لیدل چې خدای څنګه خلکو ته برکت ورکړ، نو ډېر خوشحاله شو او هغوی یې وهڅول چې ټول د زړه له کومي څښتن ته وفادار پاتې شي،
24. ځکه چې برنابا یو نېک سړی او د روح القدس څخه ډک او د ټینګ ایمان خاوند ؤ. په دې ځای کې ډېرو خلکو په څښتن باندې ایمان راوړ.
25. بیا برنابا د ترسوس ښار ته لاړ چې شاوول ولټوي.
26. چې کله یې شاوول پیدا کړ، نو هغه یې انطاکیې ته راوست او برنابا او شاوول پوره یو کال هلته د ایماندارانو سره یوځای کېدل او ډېرو خلکو ته یې تعلیم ورکاوه. او همدلته په انطاکیه کې ؤ چې د لومړي ځل دپاره ایمانداران د مسیحیانو په نوم یاد شول.
27. په همدې وخت کې ځینې پیغمبران د اورشلیم څخه انطاکیې ته راغلل.
28. په هغوی کې یو تن چې اګابوس نومېده، ودرېده او د روح القدس په وسیله یې پېشګويي وکړه چې په ټوله نړۍ کې به سخته قحطي راشي. دا قحطي د کلودیوس امپراتور په زمانه کې راغله.
29. د انطاکیې ایماندارانو پرېکړه وکړه چې هر یو به د خپل توان سره سم هغو ایماندارانو ته چې په یهودیه کې اوسیږي، مرسته ورلېږي.
30. هغوی همداسې وکړل او خپلې مرستې یې د برنابا او شاوول په لاس د اورشلیم د کلیسا مشرانو ته ولېږلې.
About اعمال رسولان Chapter 11
Read اعمال رسولان Chapter 11 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اعمال رسولان
Chapter: 11
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اعمال رسولان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اعمال رسولان Chapter 11 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اعمال رسولان Chapter 11?
اعمال رسولان Chapter 11 is part of the Book of اعمال رسولان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اعمال رسولان Chapter 11 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اعمال-رسولان
- اعمال رسولان Chapter 16
- اعمال رسولان Chapter 15
- اعمال رسولان Chapter 9
- اعمال رسولان Chapter 5
- اعمال رسولان Chapter 28
- اعمال رسولان Chapter 14
- اعمال رسولان Chapter 13
Explore More from نوی عهد
- افسیانو ته Chapter 1
- مرقس Chapter 12
- فلیپیانو ته Chapter 3
- لوقا Chapter 12
- مرقس Chapter 7
- اول یوحنا Chapter 3
- متی Chapter 2