اعمال رسولان Chapter 9

For English

Read اعمال رسولان Chapter 9 Online

Read اعمال رسولان Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اعمال رسولان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اعمال رسولان 9

فصل 9

1. په هماغه وخت کې شاوول لا د څښتن عیسی پیروانو ته د قتل سخت اخطارونه ورکول. هغه لوی کاهن ته لاړ

2. او د هغه څخه یې وغوښتل چې د دمشق کنیسو ته لیکونه ورکړي چې که چېرې هغه داسې کوم څوک پیدا کړي که هغه ښځه وي یا نر، چې د څښتن عیسی د لارې پیروان وي، نو هغه ونیسي او اورشلیم ته یې راولي.

3. کله چې شاوول دمشق ته نژدې کېده، نو ناڅاپه د اسمان څخه یوه رڼا د هغه شاوخوا وځلېدله.

4. هغه په ځمکه باندې راولوېد او یو اواز یې واورېد چې ویل یې: «شاووله، شاووله! ته ولې ما ځوروې؟»

5. شاوول پوښتنه وکړه: «ای څښتنه، ته څوک یې؟» ځواب راغی: «زه عیسی یم، یعنې هغه څوک چې ته یې ځوروې.

6. اوس پاڅېږه او ښار ته لاړ شه او هلته به تاته وویل شي چې څه باید وکړې.»

7. کوم کسان چې د شاوول سره په سفر کې ملګري وو، غلي ولاړ وو. هغوی اواز واورېد، خو هېڅوک یې ونه لیده.

8. نو شاوول د ځمکې څخه راپورته شو او سره له دې چې سترګې یې غړېدلې، خو څه شی یې نه شو لیدلی. نو ملګرو یې هغه له لاسه ونیوه او دمشق ته یې بوته.

9. هغه تر درېو ورځو پورې ړوند ؤ او نه یې څه خوړل او نه یې څښل.

10. په دمشق کې یو ایماندار اوسېده چې حنانیا نومېده. هغه رویا ولیدله چې څښتن ورته وویل: «ای حنانیا!» هغه ځواب ورکړ: «ای څښتنه، زه حاضر یم.»

11. څښتن هغه ته وویل: «پاڅېږه او هغې کوڅې ته لاړ شه چې د مستقیمې کوڅې په نوم یادیږي او د یهودا په کور کې د شاوول په نوم د یو تن څخه چې د ترسوس د ښار څخه دی، پوښتنه وکړه. هغه همدا اوس دعا کوي.

12. هغه په رویا کې ولیدل چې د حنانیا په نوم یو سړی راځي او د هغه په سر باندې به لاس ږدي، ترڅو هغه بېرته بینا شي.»

13. حنانیا ځواب ورکړ: «ای څښتنه، ډېرو خلکو ماته د دې سړي او د هغو ټولو بدیو په هکله چې هغه په اورشلیم کې ستا د خلکو سره کړي دي، ویلي دي.

14. او مشرانو کاهنانو هغه ته اختیار ورکړی چې دمشق ته راشي او هغه ټول خلک چې ستا نوم اخلي، ونیسي.»

15. خو څښتن هغه ته وویل: «لاړ شه، ځکه چې دا سړی یوه وسیله ده چې ما غوره کړی دی، ترڅو زما نوم غیریهودیانو، د هغوی پاچاهانو او د اسراییلو قوم ته وروپېژني.

16. زه به په خپله هغه ته وښایم چې هغه باید زما د نوم په خاطر څومره کړاوونه وزغمي.»

17. نو حنانیا روان شو او هغه کور ته ورننوت چې شاوول په کې اوسېده او خپل لاس یې په شاوول باندې کېښود او ورته ویې ویل: «ای شاووله وروره! کله چې ته دلته راروان وې، نو څښتن یعنې هماغه عیسی چې تاته په لاره کې درښکاره شو، زه رالېږلی یم چې ته بېرته بینا شې او د روح القدس څخه ډک شې.»

18. سمدلاسه د شاوول د سترګو څخه د پوستکو په شان شیان راوغورځېدل او هغه بېرته بینا شو. بیا هغه راپاڅېده او د تعمید غسل یې واخیست.

19. له هغې وروسته هغه ډوډۍ وخوړله او بېرته یې قوت پیدا کړ.شاوول یو څو ورځې په دمشق کې د ایماندارانو سره پاتې شو.

20. هغه سمدلاسه کنیسو ته لاړ او وعظ یې پیل کړ او ویل یې چې عیسی د خدای زوی دی.

21. هرچا چې د هغه خبرې اورېدلې، نو حیران به شول او پوښتنه به یې کوله: «ایا دا هماغه سړی نه دی چې په اورشلیم کې به یې هغه خلک له منځه وړل چې د عیسی نوم به یې یاداوه؟ هغه دلته د دې مقصد دپاره نه دی راغلی چې دا خلک ونیسي او لاس تړلي یې مشرانو کاهنانو ته بوځي؟»

22. خو د شاوول د وعظ کولو قدرت نور هم زیاتېده او په خپلو قانع کوونکو دلیلونو یې ثابتوله چې عیسی هماغه وعده شوی مسیح دی او هغوی ورته ځواب نه شو ویلی.

23. ډېره موده وروسته یهودیان سره راټول شول او دسیسه یې جوړه کړه چې شاوول ووژني.

24. هغوی شپه او ورځ د ښار په دروازو کې څوکیداري کوله، ترڅو هغه ووژني. خو شاوول د هغوی له دسیسې څخه خبر شو.

25. نو یوه شپه د شاوول پیروانو هغه په ټوکرۍ کې د ښار د دېوال د سوري په لاره راښکته کړ.

26. کله چې شاوول اورشلیم ته ورسېده، نو کوښښ یې وکړ چې د نورو ایماندارانو سره یوځای شي، خو هغوی ټول د هغه څخه وېرېدل، ځکه چې هغوی په دې باور نه درلود چې شاوول په رښتیا سره ایماندار شوی دی.

27. بیا برنابا د هغه سره مرسته وکړه او هغه یې رسولانو ته بوته او هغوی ته یې وویل چې شاوول څنګه دمشق ته په لاره کې څښتن عیسی ولیده او هغه څنګه د شاوول سره خبرې وکړلې. همدارنګه برنابا هغوی ته وویل چې شاوول څنګه په دمشق کې په زړورتیا سره د عیسی په نوم وعظ وکړ.

28. نو شاوول د هغوی سره پاتې شو او په اورشلیم کې د هغوی سره ګرځېده او په زړورتیا سره یې د څښتن عیسی په نوم وعظ کاوه.

29. هغه به د یوناني ژبو یهودیانو سره خبرې او بحث کاوه، خو هغوی کوښښ کاوه چې شاوول ووژني.

30. کله چې ایمانداران د دې څخه خبر شول، نو شاوول یې قیصریې ته بوته او بیا یې هغه د ترسوس ښار ته ولېږه.

31. نو په ټوله یهودیه، جلیل او سامره کې کلیسا ارامه وه او ښه شوه. ایماندارانو د څښتن څخه په وېره کې او د روح القدس په مرسته پرمختګ کاوه او شمېر یې زیاتېده.

32. پطروس به هرځای ته سفر کاوه او یوځل هغه د هغو ایماندارانو د لیدلو دپاره چې د لده په ښار کې اوسېدل، لاړ.

33. په هغه ځای کې هغه د اینیاس په نوم یو سړی ولیده چې شل ؤ او د اتو کالو راهیسې په کټ کې پروت ؤ.

34. پطروس هغه ته وویل: «ای اینیاسه، عیسی مسیح درته شفا درکوي. پاڅېږه او بستره دې راټوله کړه.» او هغه سمدلاسه پاڅېده.

35. هغو ټولو خلکو چې په لده او شارون کې اوسېدل، اینیاس ولیده او په څښتن عیسی یې ایمان راوړ.

36. په یافا کې یوه ایمانداره ښځه اوسېدله چې طبیتا نومېدله. په یوناني ژبه کې د هغې د نوم معنی هوسۍ ده. هغې تل نېک کارونه کول او د غریبانو سره یې مرسته کوله.

37. په دې وخت کې هغه ناروغه او بیا مړه شوه. خلکو هغې ته غسل ورکړ او پاس په بالاخانه کې یې د هغې مړی کېښود.

38. یافا د لدې څخه ډېره لېرې نه وه او ایمانداران خبر شول چې پطروس په لده کې دی، نو هغوی دوه تنه ورولېږل او د هغه څخه یې وغوښتل چې زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه.

39. نو پطروس پاڅېده او د هغوی سره روان شو. کله چې هغه راورسېده، نو پاس بالاخانې ته یې بوته. ټولې کونډې ښځې د هغه څخه راتاوې شوې، هغوی ژړل او هغه کالي او چپنې چې طبیتا د خپل ژوندانه په وخت کې ګنډلي وو، هغه ته وښودل.

40. پطروس هغوی ټولې له کوټې څخه وویستلې، هغه په ګونډو شو او دعا یې وکړه. بیا یې مړي ته مخ راواړاوه او ویې ویل: «طبیتا پاڅېږه!» هغې خپلې سترګې وغړولې او کله چې یې پطروس ولیده، نو کښېناستله.

41. پطروس هغې ته لاس ورکړ او هغه یې په پښو ودروله. بیا پطروس ټول ایمانداران او کونډې راوغوښتلې او طبیتا یې ورته ژوندۍ وسپارله.

42. دا خبره په ټوله یافا کې خپره شوه او ډېرو خلکو په څښتن عیسی باندې ایمان راوړ.

43. پطروس د زیات وخت دپاره د شمعون په نوم د څرمنو جوړوونکي سره په یافا کې پاتې شو.

About اعمال رسولان Chapter 9

Read اعمال رسولان Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اعمال رسولان
Chapter: 9
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اعمال رسولان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اعمال رسولان Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اعمال رسولان Chapter 9?

اعمال رسولان Chapter 9 is part of the Book of اعمال رسولان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اعمال رسولان Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اعمال-رسولان

  1. اعمال رسولان Chapter 16
  2. اعمال رسولان Chapter 15
  3. اعمال رسولان Chapter 5
  4. اعمال رسولان Chapter 28
  5. اعمال رسولان Chapter 13
  6. اعمال رسولان Chapter 24
  7. اعمال رسولان Chapter 10

Explore More from نوی عهد

  1. اول یوحنا Chapter 1
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 1
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 16
  4. متی Chapter 4
  5. عبرانیانو ته Chapter 12
  6. دریم یوحنا Chapter 1
  7. اول تیموتاوس Chapter 4

Related Chapters & Readings

  1. شمېر Chapter 36
  2. عاموس Chapter 6
  3. اعمال رسولان Chapter 1
  4. دوهم تواریخ Chapter 31
  5. زبور Chapter 52
  6. متی Chapter 14
  7. زبور Chapter 87
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *