اعمال رسولان Chapter 12

For English

Read اعمال رسولان Chapter 12 Online

Read اعمال رسولان Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اعمال رسولان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

اعمال رسولان 12

فصل 12

1. په هماغه وخت کې هیرودیس پاچا د کلیسا د ځینو غړو په ځورولو پیل وکړ.

2. هغه د یوحنا ورور یعقوب په توره باندې وواژه.

3. کله چې هیرودیس ولیدل چې یهودیان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس یې هم ونیوه. دا کار د فطیرې ډوډۍ د اختر په ورځو کې وشو.

4. کله چې هغه پطروس ونیوه، نو په زندان کې یې واچاوه او هغه یې څلورو ټولیو ته چې په هر یو کې څلور څلور عسکره وو، وسپاره چې ساتنه یې وکړي. هیرودیس د دې نیت درلود چې د فسحې د اختر څخه وروسته هغه د ټولو خلکو په مخکې محاکمه کړي.

5. نو پطروس یې په زندان کې وساته، خو ایماندارانو د زړه له کومي د هغه دپاره خدای ته دعاګانې کولې.

6. یوه شپه مخکې چې هیرودیس غوښتل پطروس د محاکمې دپاره راولي، پطروس د دوو عسکرو په منځ کې په دوو زنځیرونو تړلی ویده پروت ؤ او ساتونکو د زندان په دروازه کې پهره کوله.

7. ناڅاپه د څښتن فرښته راښکاره شوه او په کوټه کې رڼا وځلېدله. فرښتې د پطروس اوږه وخوځوله او هغه یې راویښ کړ او ورته ویې ویل: «زر شه، پاڅېږه.» سمدلاسه د پطروس د لاسونو څخه زنځیرونه ولوېدل.

8. بیا فرښتې هغه ته وویل: «ملا دې وتړه او څپلۍ دې په پښو کړه.» پطروس همداسې وکړل. بیا فرښتې هغه ته وویل: «خپله چپنه دې واغونده او ما پسې راځه.»

9. پطروس راووت او په هغې پسې روان شو. هغه نه پوهېده چې دا هرڅه رښتیا دي، ځکه هغه فکر کاوه چې رویا ویني.

10. هغوی د لومړۍ او دوهمې پوستې څخه تېر شول او د اوسپنې هغې دروازې ته ورسېدل چې د ښار خواته وتلې وه. دروازه په خپله خلاصه شوه او هغوی دباندې راووتل. هغوی په یوه کوڅه کې روان وو او ناڅاپه فرښته د پطروس له سترګو پناه شوه.

11. بیا پطروس په هوش راغی او ویې ویل: «اوس پوره باور لرم چې څښتن خپله فرښته راولېږله او زه یې د هیرودیس او له هغه څه نه چې یهودیانو یې تمه درلودله، خلاص کړم.»

12. کله چې هغه پوه شو، نو د یوحنا چې د مرقوس په نوم هم یادېده، د هغه د مور مریم کور ته لاړ چې هلته زیات شمېر خلک د دعا دپاره راټول شوي وو.

13. کله چې پطروس د کور دروازه وټکوله، نو د رودا په نوم یوه وینځه راغله چې دروازه خلاصه کړي.

14. هغې د پطروس اواز واورېد او دومره خوشحاله شوه چې د دې په ځای چې دروازه ورته خلاصه کړي، هغې بېرته دننه منډه کړه او هغوی یې خبر کړل چې پطروس دباندې په دروازه کې ولاړ دی.

15. هغوی ورته وویل: «ته لېونۍ شوې یې.» خو هغه په خپله خبره باندې ټینګه ولاړه وه چې همداسې ده. بیا هغوی وویل: «دا به د هغه فرښته وي!»

16. خو پطروس په پرله پسې توګه دروازه ټکوله او کله چې هغوی دروازه خلاصه کړه او هغه یې ولیده، نو حیران پاتې شول.

17. خو پطروس د لاس په اشاره هغوی ته وویل چې غلي شئ او هغوی ته یې دا کیسه وکړه چې څښتن څنګه هغه د زندان څخه راوویست. هغه وویل چې یعقوب او نور ایمانداران له دې څخه خبر کړئ. بیا هغه روان شو او بل ځای ته لاړ.

18. کله چې سهار شو، نو هغه ساتونکي عسکر ډېر وارخطا شول چې په پطروس باندې څه وشول.

19. هیرودیس امر وکړ چې پطروس ولټوي، خو هغه یې پیدا نه کړ. هغه د ساتونکو څخه پوښتنې وکړې او د هغوی د اعدام حکم یې ورکړ. له هغې وروسته هیرودیس د یهودیې څخه لاړ او د څه مودې دپاره په قیصریه کې پاتې شو.

20. هیرودیس د صور او صیدون په خلکو ډېر په قهر ؤ. هغوی سره راټول شول او هغه ته ورغلل. لومړی هغوی بلاستوس چې د پاچا د ماڼۍ ناظر ؤ، په دې راضي کړ چې د هغوی سره به مرسته وکړي. بیا هغوی د هیرودیس څخه وغوښتل چې روغه جوړه ورسره وکړي، ځکه چې د دوی وطن ته خوراکي شیان د هیرودیس پاچا د وطن څخه راتلل.

21. نو په یوې ټاکلې ورځ هیرودیس خپل د پاچاهۍ کالي واغوستل، په تخت باندې کښېناست او هغوی ته یې وینا پیل کړه.

22. خلکو چیغې وهلې: «دا د خدای اواز دی، نه د انسان.»

23. سمدلاسه د څښتن فرښتې هیرودیس وواهه، ځکه چې کوم جلال چې باید خدای ته ورکړل شوی وای، هغه خپل ځان ته ورکړ. هغه چینجیو وخوړ او مړ شو.

24. خو په همدې وخت کې د خدای کلام خپرېده او ډېر خلک ایمانداران شول.

25. نو برنابا او شاوول خپله وظیفه سرته ورسوله او د اورشلیم څخه بېرته انطاکیې ته راستانه شول او د ځان سره یې یوحنا چې بل نوم یې مرقوس ؤ، بوتلو.

About اعمال رسولان Chapter 12

Read اعمال رسولان Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اعمال رسولان
Chapter: 12
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اعمال رسولان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اعمال رسولان Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اعمال رسولان Chapter 12?

اعمال رسولان Chapter 12 is part of the Book of اعمال رسولان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اعمال رسولان Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اعمال-رسولان

  1. اعمال رسولان Chapter 16
  2. اعمال رسولان Chapter 15
  3. اعمال رسولان Chapter 9
  4. اعمال رسولان Chapter 5
  5. اعمال رسولان Chapter 13
  6. اعمال رسولان Chapter 28
  7. اعمال رسولان Chapter 14

Explore More from نوی عهد

  1. اعمال رسولان Chapter 3
  2. لوقا Chapter 22
  3. اعمال رسولان Chapter 15
  4. رومیانو ته Chapter 15
  5. متی Chapter 26
  6. اعمال رسولان Chapter 22
  7. مرقس Chapter 2

Related Chapters & Readings

  1. لاویان Chapter 12
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 11
  3. دوهم تواریخ Chapter 8
  4. حزقیال Chapter 24
  5. شمېر Chapter 31
  6. زبور Chapter 142
  7. اشعیا Chapter 51
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *