اعمال رسولان Chapter 1

For English

Read اعمال رسولان Chapter 1 Online

Read اعمال رسولان Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اعمال رسولان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اعمال رسولان 1

فصل 1

1. ای تیوفیلوسه! ما په خپل لومړي کتاب کې د هغو کارونو په هکله ولیکل چې عیسی سرته ورسول او تعلیم یې ورکړ، یعنې د هماغې ورځې نه چې کار یې پیل کړ،

2. تر هغې ورځې پورې چې هغه اسمان ته پورته کړای شو. مخکې له دې چې دا کار وشي هغه خپلو رسولانو ته چې هغه غوره کړي وو د روح القدس په وسیله لارښوونې وکړې.

3. عیسی د خپلې مړینې څخه وروسته خپل ځان رسولانو ته وښود او ډېر ثبوتونه یې وړاندې کړل چې هغه ژوندی دی او تر څلوېښتو ورځو پورې څو څو ځلې هغوی ته ښکاره شو او د هغوی سره یې د خدای د پاچاهۍ په هکله خبرې وکړلې.

4. هغه وخت چې عیسی لا د هغوی سره ؤ، هغوی ته یې حکم وکړ:«د اورشلیم څخه لاړ نه شئ، بلکې د هغې وعدې انتظار وباسئ چې زما پلار کړې ده او د هغې په هکله مې تاسو ته ویلي وو.

5. یحیی به په اوبو باندې د تعمید غسل ورکاوه، خو څو ورځې وروسته به تاسو ته په روح القدس د تعمید غسل درکړل شي.»

6. نو کله چې رسولان سره راټول شول، د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «څښتنه، ایا همدا یې وخت دی چې ته به بیا اسراییلو ته پاچاهي ورکوې؟»

7. عیسی هغوی ته وویل: «تاسو ته په کار نه دي چې هغه وختونه او نیټې وپېژنئ چې زما پلار په خپل اختیار سره ټاکلي دي.

8. خو د روح القدس په نازلېدو به تاسو قدرت پیدا کړئ او په اورشلیم، ټوله یهودیه، سامریه او د نړۍ تر بله سره پورې به زما شاهدان یئ.»

9. وروسته له دې چې عیسی دا وویل، په داسې حال کې چې هغوی ورته کتل هغه اسمان ته پورته یووړل شو او ورېځې هغه د هغوی له نظره پناه کړ.

10. کله چې عیسی پورته روان ؤ او هغوی لا اسمان ته ځیر ځیر کتل، نو ناڅاپه دوه سړي چې سپین کالي یې اغوستي وو د هغوی په خوا کې ودرېدل

11. او ویې ویل: «ای جلیلیانو، تاسو ولې دلته ولاړ یئ او اسمان ته ګورئ؟ دغه عیسی چې ستاسو څخه اسمان ته پورته بوتلل شو، لکه څنګه چې لاړ او تاسو ولید، نو همداسې به بېرته راشي.»

12. بیا رسولان د زیتون د غره څخه چې له اورشلیم څخه یو کیلومتر لېرې دی، بېرته اورشلیم ته راستانه شول.

13. کله چې هغوی ښار ته ورسېدل، نو هغې بالاخانې ته پورته شول چې هغوی په کې د یو څه وخت دپاره اوسېدل. کوم رسولان چې هلته تللي وو هغوی پطروس، یوحنا، یعقوب، اندریاس، فیلیپوس، توما، بارتولما، متي، د حلفي زوی یعقوب، شمعون سرتېری او د یعقوب زوی یهودا وو.

14. هغوی ټول به یوځای سره راټولېدل او تل به یې په ګډه دعا کوله چې په هغوی کې د عیسی مور مریم، څو نورې ښځې او د عیسی ورونه هم وو.

15. په هغو ورځو کې پطروس په یوه غونډه کې چې د عیسی شاګردان په کې راټول شوي وو او شمېر یې شاوخوا یوسلو شل تنه وو، ودرېده او ویې ویل:

16. «ای خویندو او ورونو! د خدای د کلام هغه پېشګویي باید رښتیا شي چې روح القدس د داود په خوله د یهودا په هکله چې د عیسی د نیوونکو لارښوونکی ؤ، کړې وه.

17. هغه زمونږ د ډلې څخه ؤ او زمونږ سره په خدمت کې شریک ؤ.

18. کومې پیسې چې یهودا د هغه بد کار په بدل کې تر لاسه کړې وې، په هغو باندې یې یوه ټوټه ځمکه واخیستله او په هغې کې سر په تالاق راولوېد. خېټه یې وشلېدله او کولمې یې بیرون راووتلې.

19. د اورشلیم ټول خلک له دې نه خبر شول او هغوی دا ځمکه په خپله ژبه د حقل دما په نوم یاده کړه چې معنی یې ده د وینې ځمکه.

20. نو ځکه د زبور په کتاب کې لیکل شوي دي:‹وران او ویجاړ دې شي کور د هغههېڅوک دې نه وي هلته چې په کې واوسیږي›او همدارنګه لیکل شوي دي:‹بل څوک دې ونیسي مقام د هغه›

21. نو اوس باید یو داسې سړی وټاکل شي چې هغه په ټوله موده کې چې څښتن عیسی زمونږ سره تګ او راتګ درلود، زمونږ سره ملګری ؤ،

22. یعنې له هغه وخت نه چې یحیی د تعمید غسل ورکاوه تر هغه وخته پورې چې عیسی زمونږ څخه پورته بوتلل شو. نو د دغو کسانو څخه باید یو یې د عیسی د بیا راژوندي کېدلو د شاهد په توګه زمونږ سره وي.»

23. نو هغوی د دوو کسانو وړاندیز وکړ: یوسف چې د برسابا په نوم یادېده او همدارنګه د یوستوس په نوم هم مشهور ؤ او بل یې ماتیاس ؤ.

24. بیا هغوی دعا وکړه: «ای څښتنه، ته د ټولو انسانانو د زړونو څخه خبر یې، نو مونږ ته وښایه چې په دې دوه کسانو کې تا کوم یو غوره کړی دی

25. چې د رسول په توګه د یهودا په ځای خدمت وکړي، ځکه چې هغه خپل رسالت پرېښود او هغه ځای ته لاړ چې د هغه لایق ؤ.»

26. بیا هغوی پچه واچوله او پچه د ماتیاس په نوم راووتله او هغه په هغو نورو یوولسو رسولانو کې شامل شو.

About اعمال رسولان Chapter 1

Read اعمال رسولان Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اعمال رسولان in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اعمال رسولان
Chapter: 1
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اعمال رسولان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اعمال رسولان Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اعمال رسولان Chapter 1?

اعمال رسولان Chapter 1 is part of the Book of اعمال رسولان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اعمال رسولان Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اعمال-رسولان

  1. اعمال رسولان Chapter 16
  2. اعمال رسولان Chapter 15
  3. اعمال رسولان Chapter 13
  4. اعمال رسولان Chapter 9
  5. اعمال رسولان Chapter 5
  6. اعمال رسولان Chapter 3
  7. اعمال رسولان Chapter 28

Explore More from نوی عهد

  1. مکاشفه Chapter 9
  2. متی Chapter 22
  3. مکاشفه Chapter 17
  4. عبرانیانو ته Chapter 6
  5. لوقا Chapter 4
  6. اعمال رسولان Chapter 24
  7. مکاشفه Chapter 14

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 34
  2. عزرا Chapter 8
  3. ملاکي Chapter 3
  4. واعظ Chapter 11
  5. روت Chapter 4
  6. زبور Chapter 107
  7. زبور Chapter 124
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *