Read اول پطروس Chapter 1 Online
Read اول پطروس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پطروس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پطروس and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول پطروس 1
فصل 1
1. دا لیک د عیسی مسیح د رسول پطروس له خوا د خدای هغو غوره شویو خلکو ته چې د پنتوس، غلاتیه، کپدوکیه، اسیا او بطونیه ولایتونو ته مهاجر او خواره واره شوي دي.
2. پلار خدای تاسو د خپلې ارادې له مخې له ازله غوره کړي یئ او تاسو د روح القدس په وسیله پاک او سپېڅلي شوي یئ، ترڅو د عیسی مسیح اطاعت وکړئ. د هغه وینه ستاسو په خاطر توی شوه چې تاسو پاک شئ. ډېر زیات فضل او سلامتي وي په تاسو باندې.
3. -
4. ثنا او صفت دې وي خدای ته، هغه خدای ته چې زمونږ د عیسی مسیح پلار دی. هغه په خپل لوی رحم سره د مړو څخه د عیسی مسیح د بېرته راژوندي کولو په وسیله مونږ ته نوی ژوند راکړ. دا مونږ ته ژوندۍ هیله راکوي، ترڅو هغه نه فناکېدونکی، نه خرابېدونکی او تلپاتې میراث تر لاسه کړو چې ستاسو دپاره په اسمان کې ساتل شوی دی.
5. خدای به تاسو په خپل قدرت سره ستاسو د ایمان په وسیله د هغه خلاصون دپاره خوندي وساتي چې د قیامت په ورځ به یې ټول خلک وویني.
6. د دې دپاره تاسو خوشحالي وکړئ، که څه هم تاسو باید د یو څه وخت دپاره د هر ډول ازمایښتونو او سختیو سره مخ شئ.
7. د هغوی مقصد دا ؤ چې دا ثابته کړي چې ستاسو ایمان سوچه ایمان دی. لکه څنګه چې فاني سره زر په اور باندې ازمایل کیږي، نو همدارنګه ستاسو ایمان هم چې د سرو زرو څخه ډېر قیمتي دی، ازمایل کیږي. بیا به په هغه ورځ چې عیسی مسیح خپل ځان ښکاره کوي، ستاسو ایمان به ستاسو د ستاینې، لویۍ او عزت سبب وګرځي.
8. سره له دې چې تاسو تر اوسه عیسی مسیح نه دی لیدلی، خو بیاهم درباندې ګران دی او سره له دې چې اوس هم هغه نه وینئ، خو بیاهم ایمان ورباندې لرئ او داسې خوشحالي کوئ چې د جلال څخه ډکه وي او په ژبه یې بیان نه شي کېدای،
9. او ستاسو د ایمان مقصد دا دی چې تاسو خلاصون ومومئ.
10. د دې خلاصون په هکله پیغمبرانو په غور سره څېړنه کړې ده او همدارنګه د دې فضل په هکله یې چې خدای به یې په تاسو کوي، پېشګويي کړې ده.
11. د مسیح روح هغوی ته د مسیح د کړاوونو او جلال موندلو په هکله خبرې کولې. پیغمبرانو چې د مسیح د روح په وسیله چې په هغوی کې ؤ او پېشګویي یې کوله، هڅه کوله په دې پوه شي چې مسیح څوک دی او څه وخت به راځي.
12. خدای دغو پیغمبرانو ته دا څرګنده کړې وه چې د هغوی خدمت د خپل ځان دپاره نه بلکې ستاسو دپاره ؤ. اوس دا زېری تاسو ته د هغو خلکو له خوا اورول شوی چې د اسمان څخه د نازل شوي روح القدس په قدرت یې وعظ وکړ. دا هغه شیان دي چې فرښتې هم په دې ارمان دي چې ویې ویني.
13. نو د خپل عقل څخه کار واخلئ او هوښیار شئ. هغه فضل ته پوره هیله ولرئ چې د عیسی مسیح په راښکاره کېدلو سره به په تاسو وشي.
14. د تابعدارو اولادونو په شان اوسئ. نور مه پرېږدئ چې ستاسو د هغه وخت نفساني غوښتنې چې خدای مو نه پېژانده، په تاسو تاثیر وکړي.
15. بلکې لکه څنګه چې خدای چې تاسو یې رابللي یئ، سپېڅلی دی، نو تاسو هم په خپلو کړنو کې سپېڅلي اوسئ.
16. ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «سپېڅلي اوسئ، ځکه چې زه سپېڅلی یم.»
17. کله چې تاسو خدای ته دعا کوئ نو هغه ته پلار ووایئ. خدای هغه ذات دی چې بې له طرفدارۍ د هرچا د عملونو له مخې قضاوت کوي. نو خپل دنیاوي ژوند خدای ته په احترام لرلو او وېره کې تېر کړئ.
18. ځکه تاسو پوهېږئ چې د ژوند د بېځایه دودونو چې د خپلو نیکونو څخه درته په میراث پاتې شوي دي، د فاني شیانو لکه سرو زرو او سپینو زرو په بیه مو خلاصون نه دی موندلی.
19. بلکې تاسو پوهېږئ چې د مسیح په قیمتي وینې چې د بې عیبه او بې نقصه وري په شان ؤ، په بیه اخیستل شوي یئ او خلاصون مو موندلی دی.
20. خدای هغه د نړۍ د پیدایښت څخه مخکې غوره کړی ؤ، خو هغه په اخره زمانه کې ستاسو په خاطر ښکاره شو.
21. تاسو د مسیح په وسیله په خدای باندې ایمان راوړی دی، په هغه خدای چې مسیح یې له مړو څخه راژوندی کړ او جلال یې ورته ورکړ، ترڅو په خدای باندې ستاسو ایمان او هیله نوره هم قوي شي.
22. اوس چې تاسو خپل ځانونه د حقیقت په منلو سره پاک کړي دي، ترڅو د خپلو ورونو سره د اخلاص نه ډکه مینه ولرئ، نو یو د بل سره د زړه له کومي مینه وکړئ.
23. ځکه چې تاسو د خرابېدونکي تخم څخه نه، بلکې د نه خرابېدونکي تخم یعنې د خدای د ژوندي او تلپاتې کلام په وسیله نوي پیدا شوي یئ.
24. ځکه چې د خدای کلام وایي:«ټول انسانان د واښو په شان دياو د هغوی ښکلا د ګلانو په شان دهچې زیات دوام نه لري.واښه وچیږي او ګلان یې رژیږي،
25. خو د څښتن کلام تل ترتله پاتې کیږي.»او دا کلام هماغه زېری دی چې تاسو ته اورول شوی دی.
About اول پطروس Chapter 1
Read اول پطروس Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پطروس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول پطروس
Chapter: 1
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پطروس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول پطروس Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول پطروس Chapter 1?
اول پطروس Chapter 1 is part of the Book of اول پطروس in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول پطروس Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-پطروس
Explore More from نوی عهد
- اعمال رسولان Chapter 16
- متی Chapter 9
- اول پطروس Chapter 4
- غلاطیانو ته Chapter 2
- اعمال رسولان Chapter 23
- متی Chapter 14
- لوقا Chapter 13