اول پطروس Chapter 2

For English

Read اول پطروس Chapter 2 Online

Read اول پطروس Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پطروس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پطروس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول پطروس 2

فصل 2

1. نو بیا د هر ډول بدۍ، غولونې، منافقت، بخیلتوب او بدو خبرو نه لاس واخلئ.

2. د نویو زېږېدلو ماشومانو په شان د سوچه روحاني شیدو غوښتونکي اوسئ، ترڅو د هغو په څښلو سره په خلاصون کې لوی شئ.

3. ځکه چې تاسو خپله د څښتن د مهربانۍ خوند څښلی دی.

4. نو بیا د هغه خواته راشئ چې د ژوندۍ تیږې په شان دی چې خلکو رد کړی دی، خو د خدای په نظر کې غوره او قیمتي دی.

5. تاسو هم لکه د ژوندیو تیږو په شان یئ چې خدای درڅخه د خپل روحاني کور په جوړولو کې کار اخلي. هلته به تاسو د سپېڅلو کاهنانو په توګه خدمت کوئ او د عیسی مسیح په وسیله به هغه روحاني قربانۍ وړاندې کوئ چې خدای ته د منلو وړ وي.

6. ځکه چې د خدای کلام وایي:ګورئ، زه په صهیون کې د بنیاد غوره شوې او قیمتي تیږه ږدم،او هرڅوک چې په هغه ایمان راوړي، نو هېڅکله به ونه شرمیږي.

7. نو ستاسو دپاره چې ایمان لرئ، دا تیږه ډېره ارزښتناکه ده. خو د بې ایمانانو په اړه د خدای کلام وایي:هغه تیږه چې ګلکارانو رد کړه،د بنیاد اصلي تیږه شوه.

8. او همدارنګه وایي:هغه داسې تیږه ده چې د خلکو د ښویېدلو سبب کیږياو یو داسې تیږه دی چې هغوی به ورباندې رالویږي.هغوی به رالویږي، ځکه چې د هغوی په قسمت کې همداسې ؤ، په دې خاطر هغوی د خدای کلام نه مني.

9. خو تاسو د خدای غوره شوی قوم، شاهي کاهنان، سپېڅلی ملت او د خدای خلک یئ، ترڅو د هغه لوړ صفتونه چې د تیارې څخه یې خپلې حیرانوونکې او ځلېدونکې رڼا ته راوبللئ، بیان کړئ.

10. پخوا تاسو د خدای قوم نه وئ، خو اوس د خدای قوم یئ. یو وخت په تاسو باندې رحمت نه کېده، خو اوس درباندې وشو.

11. ګرانو دوستانو! زه تاسو ته چې په دې نړۍ کې پردي او مهاجر یئ، زاري کوم چې د نفساني غوښتنو څخه چې تل ستاسو د روح سره په جګړه کې دي، ځانونه وساتئ.

12. د بې ایمانه خلکو په منځ کې خپل چلند نېک ساتئ. که څه هم هغوی په تاسو باندې تور لګوي چې تاسو بدکاره یئ، خو ستاسو د نېکو کارونو په لیدلو به هغوی د اخرت په ورځ د خدای ستاینه کوي.

13. د څښتن په خاطر د هر هغه چا تابع اوسئ چې د واک خاوند وي، که هغه پاچا وي چې د ټولو نه لوړ مقام لري،

14. او یا هغه والیان چې د پاچا له خوا ټاکل شوي دي چې مجرمانو ته سزا او نېکو خلکو ته عزت ورکوي.

15. ځکه چې دا د خدای رضا ده چې تاسو په خپلو نېکو کارونو د ناپوهو خلکو د خبرو مخه ونیسئ.

16. د ازادو خلکو په توګه ژوند وکړئ، خو د دې ازادۍ څخه باید د خپلو بدیو د پټولو دپاره کار وانخلئ، بلکې د خدای د خدمتګارانو په شان ژوند وکړئ.

17. د ټولو خلکو درناوی کوئ، د ایماندارانو سره مینه کوئ، د خدای څخه وېرېږئ او د پاچا درناوی کوئ.

18. ای غلامانو! په ډېر درناوي سره د خپلو بادارانو تابع اوسئ، نه یوازې د مهربانه او ښه خوی لرونکو بادارانو، بلکې د بدخویه بادارنو هم.

19. ځکه که چېرې څوک په ناحقه دردونو کړاوونه وزغمي او پوهیږي چې په دې کې د خدای رضا ده، نو خدای به ورته برکت ورکړي.

20. خو که چېرې تاسو کوم بد کار وکړئ او د هغې په خاطر وهل وخورئ او هغه وزغمئ، نو په دې کې به ستاسو دپاره څه اجر وي؟ خو بیا که چېرې تاسو ښه کارونه وکړئ او په بدل کې یې کړاو ووینئ او هغه وزغمئ، نو خدای به درته د هغې برکتونه درکړي.

21. د همدې دپاره خدای تاسو رابللي یئ، ځکه چې مسیح هم ستاسو په خاطر دردونه او کړاوونه وزغمل او تاسو ته یې یو مثال پرېښود ترڅو د هغه په قدم پل کېږدئ.

22. هغه هېڅ ګناه ونه کړه او نه یې چا د خولې نه غولوونکې خبرې واورېدلې.

23. کله چې هغه ته ښکنځلې کېدلې، نو بېرته یې د ښکنځلو په بدل کې ځواب نه ورکاوه. کله چې به هغه د خلکو له خوا ځورول کېده، نو هغوی به یې نه ځورول، بلکې خپل ځان یې هغه چاته سپاره چې د انصاف له مخې قضاوت کوي.

24. مسیح خپله زمونږ د ګناهونو بار په خپلو اوږو واخیست او هغه یې صلیب ته یووړ، ترڅو مونږ د ګناه نه خلاص شو او د عدالت دپاره ژوند وکړو. د هغه د ټپونو له امله مونږ شفا وموندله.

25. تاسو د هغو پسونو په شان وئ چې لاره یې ورکه کړې وه، خو اوس بېرته خپل شپون او ساتونکي ته راستانه شوي یئ.

About اول پطروس Chapter 2

Read اول پطروس Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پطروس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول پطروس
Chapter: 2
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پطروس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول پطروس Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول پطروس Chapter 2?

اول پطروس Chapter 2 is part of the Book of اول پطروس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول پطروس Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-پطروس

  1. اول پطروس Chapter 4
  2. اول پطروس Chapter 1
  3. اول پطروس Chapter 3
  4. اول پطروس Chapter 5

Explore More from نوی عهد

  1. غلاطیانو ته Chapter 3
  2. متی Chapter 8
  3. لوقا Chapter 13
  4. یوحنا Chapter 16
  5. عبرانیانو ته Chapter 1
  6. اول پطروس Chapter 1
  7. یوحنا Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. متلونه Chapter 14
  2. خروج Chapter 35
  3. شمېر Chapter 5
  4. اشعیا Chapter 51
  5. ایوب Chapter 36
  6. یشوع Chapter 1
  7. شمېر Chapter 30
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *