اول پطروس Chapter 4

For English

Read اول پطروس Chapter 4 Online

Read اول پطروس Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پطروس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پطروس and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول پطروس 4

فصل 4

1. نو څرنګه چې مسیح په جسماني توګه دردونه او کړاوونه وزغمل، نو تاسو هم باید خپل ځانونه همدې کار ته تیار کړئ. ځکه چا چې درد او کړاو زغملی دی، نو هغه نور نه غواړي چې ګناه وکړي.

2. د دې دپاره چې خپل پاتې ژوند د نفساني غوښتنو سره سم نه تېروي بلکې د خدای د رضا له مخې یې تېروي،

3. ځکه چې تاسو له مخکې نه خپل زیات وخت په هغو کارونو کې چې بې دینه خلک یې خوښوي، تېر کړ. ستاسو ژوند په بد اخلاقۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، عیاشۍ، د شرابو په نه شو او د شرم نه ډکې بت پرستۍ کې تېر شو.

4. اوس ستاسو پخواني ملګري په دې حیران دي چې تاسو ورسره په ډېرو بې لارې کوونکو کارونو کې چې هغوی یې کوي ملګرتیا نه کوئ، نو له دې امله تاسو ته بد رد وایي.

5. هغوی به د دې حساب هغه خدای ته ورکوي چې د مړو او ژوندیو په هکله قضاوت کوي.

6. ځکه چې هغو خلکو ته هم زېری واورول شو چې اوس مړه شوي دي، سره له دې چې هغوی ته په جسماني توګه سزا ورکړل شوې وه، ترڅو هغوی وکولای شي چې په روحاني توګه د خدای په شان ژوندي پاتې شي.

7. دا نړۍ به زر ختمه شي، نو ځان ساتئ او هوښیار اوسئ، ترڅو وکولای شئ دعا وکړئ.

8. د ټولو څخه مهمه دا ده چې یو د بل سره د اخلاص نه ډکه مینه کوئ، ځکه چې مینه د ډېرو ګناهونو بخښنه کوي.

9. بې له ګورېدلو د یو بل مېلمه پالنه وکړئ.

10. هرچا ته چې د خدای د ډول ډول نعمتونو څخه کوم نعمت ورکړل شوی دی د هغه څخه دې د نورو په خدمت کې کار واخلي.

11. که څوک خبرې کوي، نو هغه دې داسې خبرې کوي لکه څنګه چې د خدای کلام خبرې کوي. که څوک خدمت کوي، نو هغه دې په هغه قوت سره کوي چې خدای ورته ورکړی دی، ترڅو په هرڅه کې خدای د عیسی مسیح په وسیله جلال ومومي. جلال او ټول قدرت تل ترتله د هغه دی. امین!

12. ګرانو دوستانو! کومه سخته ازموینه چې په تاسو راځي نو په هغې باندې مه حیرانېږئ چې ګوندې کومه عجیبه پېښه درباندې راغلې ده.

13. بلکې خوشحالي کوئ چې تاسو د مسیح په کړاوونو کې شریک کېږئ، ترڅو د هغه د جلال د ښکاره کېدلو په وخت کې خوښ او خوشحاله اوسئ.

14. که چېرې د مسیح د نوم په خاطر ستاسو سپکاوی کیږي نو تاسو بختور یئ، ځکه چې د جلال روح یعنې د خدای روح په تاسو کې ځای نیسي.

15. په تاسو کې دې هېڅوک د قتل، غلا یا بدکارۍ او یا د نورو په کارونو کې د لاس وهنې په سبب درد او کړاو ونه زغمي.

16. خو که څوک د مسیحي په نوم ځورول کیږي، نو نه دې شرمیږي، بلکې د دې نوم په خاطر دې د خدای ثنا ووایي.

17. ځکه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې خدای به لومړی د خپل قوم په اړه قضاوت شروع کړي، او که چېرې زمونږ څخه شروع کیږي، نو د هغو خلکو وروستنی انجام به څه وي چې د خدای زېری نه مني.

18. لکه څنګه چې د خدای کلام وایي:«که چېرې نېکان په سختۍ سره خلاصون مومي،نو د بې دینه او ګناهکارو به څه حال وي؟»

19. نو بیا څوک چې د خدای په ارادې سره سم دردونه او کړاوونه زغمي، هغوی دې خپل ځانونه وفادار خالق ته وسپاري او تل دې نېکي کوي.

About اول پطروس Chapter 4

Read اول پطروس Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پطروس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول پطروس
Chapter: 4
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پطروس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول پطروس Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول پطروس Chapter 4?

اول پطروس Chapter 4 is part of the Book of اول پطروس in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول پطروس Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول-پطروس

  1. اول پطروس Chapter 2
  2. اول پطروس Chapter 1
  3. اول پطروس Chapter 3
  4. اول پطروس Chapter 5

Explore More from نوی عهد

  1. اول قرنتیانو ته Chapter 9
  2. اعمال رسولان Chapter 17
  3. فلیپیانو ته Chapter 3
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 16
  5. لوقا Chapter 21
  6. دوهم قرنتیانو ته Chapter 1
  7. عبرانیانو ته Chapter 8

Related Chapters & Readings

  1. زکریا Chapter 9
  2. لوقا Chapter 6
  3. مکاشفه Chapter 12
  4. اول سموئیل Chapter 30
  5. لوقا Chapter 18
  6. لاویان Chapter 6
  7. اعمال رسولان Chapter 15
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *