Read اول پطروس Chapter 5 Online
Read اول پطروس Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پطروس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پطروس and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول پطروس 5
فصل 5
1. زه د کلیسا د یو مشر په توګه چې د مسیح د کړاوونو شاهد وم او په هغه جلال کې چې زر به ښکاره شي شریک یم. نو زه ستاسو مشرانو څخه غوښتنه کوم،
2. چې د خدای د هغې رمې شپانه اوسئ چې تاسو ته یې درسپارلې ده. په هغې باندې په جبر سره نه بلکې په خپله خوښه پام کوئ لکه څنګه چې خدای یې درڅخه غواړي. خپل کار وکړئ، یوازې د پیسو په خاطر نه، بلکې په شوق سره.
3. کوم خلک چې تاسو ته سپارل شوي دي په هغوی باندې باداري مه کوئ، بلکې د هغې رمې دپاره یو مثال اوسئ.
4. کله چې مشر شپون راښکاره شي نو تاسو ته به د جلال څخه ډک تاج درکړل شي چې هېڅکله له منځه نه ځي.
5. همدارنګه ای ځوانانو! د خپلو مشرانو تابع اوسئ. او تاسو ټول د عاجزۍ پټۍ تر ملا وتړئ او د یو بل خدمت کوئ ځکه د خدای کلام وایي: «خدای د کبرجنو خلکو په خلاف دی او په عاجزانو باندې فضل کوي.»
6. خپل ځانونه د خدای د قدرت په وړاندې عاجزان کړئ، ترڅو تاسو په یو مناسب وخت کې سرلوړي کړي،
7. او خپلې ټولې اندېښنې هغه ته پرېږدئ، ځکه چې هغه په تاسو باندې پام کوي.
8. هوښیار او ویښ اوسئ، ځکه چې ستاسو دښمن شیطان د غړمبېدونکي زمري په شان ګرځي او راګرځي او په دې لټه کې دی چې څوک ژوندی تېر کړي.
9. نو په ټینګ ایمان سره د شیطان په وړاندې کلک ودرېږئ، ځکه چې تاسو پوهېږئ چې ستاسو ایماندار ورونه په ټوله نړۍ کې همدا ډول کړاوونه زغمي.
10. خو خدای چې د فضل او برکت نه ډک دی، مونږ یې د عیسی مسیح په نوم خپل تلپاتې جلال ته رابللي یو. کله چې تاسو د لږ وخت دپاره تکلیفونه ولیدل، نو هغه به تاسو بېرته جوړ، ټینګ او قوي کړي.
11. د هغه قدرت دې تل ترتله وي. امین.
12. ما دا لیک د سیلوانس په مرسته چې زه یې وفادار ورور ګڼم، په لنډ ډول ولیکه، ترڅو تاسو وهڅوم او شاهدي درکړم چې همدا د خدای رښتینی فضل دی. په هغه باندې ټینګ ودرېږئ.
13. هغه کلیسا چې په څپرکیل کې ده او ستاسو په شان غوره شوې ده، تاسو ته سلام وایي او همدارنګه زما زوی مرقوس هم تاسو ته سلام وایي.
14. یو بل په پاکه مینه ښکل کړئ او یو بل ته سلامونه وایئ. سلامتي دې وي په تاسو ټولو باندې چې د مسیح یئ.
About اول پطروس Chapter 5
Read اول پطروس Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پطروس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول پطروس
Chapter: 5
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پطروس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول پطروس Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول پطروس Chapter 5?
اول پطروس Chapter 5 is part of the Book of اول پطروس in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول پطروس Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-پطروس
Explore More from نوی عهد
- لوقا Chapter 9
- یوحنا Chapter 15
- یوحنا Chapter 19
- دوهم تیموتاوس Chapter 1
- مکاشفه Chapter 5
- اعمال رسولان Chapter 6
- عبرانیانو ته Chapter 5